مهاجراني: اسراییل په ایران کې ۴۵ ماشومان او ښځې شهیدانې کړې
(last modified Mon, 16 Jun 2025 11:38:46 GMT )
Jun 16, 2025 16:08 Asia/Kabul
  •  مهاجراني: اسراییل په ایران کې ۴۵ ماشومان او ښځې شهیدانې کړې

د حکومت ویاند وویل: په دې څو ورځو کې د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې ۴۵ ښځې او ماشومان شهیدان شوي او ۷۵ ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي، چې د اسراییلو د دروغ ویلو ښودنه کوي.

د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني په یوه تلویزیوني مرکه کې ټینګار وکړ چې "موږ په یوه تحمیلي جګړه کې یو، دا جګړه پر موږ تحمیل شوې ده، نو زموږ د غبرګون ډول هم توپیر لري.

هغې زیاته کړه: نن سبا زموږ د ځواک او قدرت یو لامل د خلکو ارامښت او ملي یووالی دی. ټول ایرانیان نن د ایران لپاره کار کوي، حتی هغه کسان چې خفه وو.

میرمن مهاجراني زیاته کړه: موږ د معلوماتو شفافیت او دقیق وړاندې کولو ته ژمن یو. خلک باید محتاط وي چې د معلوماتو د خپریدو لامل نه شي. د عکس اخیستلو یا ویډیو لیږلو سره ممکنه ده په ناپوهۍ کښې معلومات انتقال کړو.

د حکومت ویاندې وویل: "موږ باید د پیښې ځای ته له نږدې کیدو څخه ډډه وکړو او پوه شو چې څومره لږ شتون ولرو دومره به  د ژغورنې ځواکونه  خپله دنده ښه ترسره کړي. همدارنګه، د دفترونو آنلاین کار ته په پام سره، موږ اړتیا نلرو چې ډیر سفر وکړو او له غیر ضروري مسئلو څخه ډډه وکړو."

مهاجراني یادونه وکړه: "په دې څو ورځو کې، مو د 45 ښځو او ماشومانو شهادت ولید. په ټپیانو کښې هم ۷۵  ښځې او ماشومان دي. موږ په کرمانشاه کې د فارابي روغتون برید هم ولیده چې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه خوي او د دوی د ادعا دروغ ثابتوي چې مدعي دي، عام خلک نه په نښه کوي."