افغانستان بانک له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیتونه کم کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i161534-افغانستان_بانک_له_بانکي_حسابونو_د_پیسو_ایستلو_محدودیتونه_کم_کړل
د افغانستان بانک اعلان کړی چې له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیتونه کم شوي دي او اوس خلک کولی شي له خپلو حسابونو (اکاونټونو) څخه د پخوا په پرتله زیاتې پیسې وباسي.
(last modified 2025-06-16T06:40:00+00:00 )
Jun 16, 2025 10:59 Asia/Kabul
  • افغانستان بانک له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیتونه کم کړل

د افغانستان بانک اعلان کړی چې له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیتونه کم شوي دي او اوس خلک کولی شي له خپلو حسابونو (اکاونټونو) څخه د پخوا په پرتله زیاتې پیسې وباسي.

تاند خبري سایټ لیکلي چې د دې نوي پرېکړې له مخې د افغانیو حساب لرونکي کولای شي په اوونۍ کې تر ۳ لاکه ۵۰ زره افغانیو پورې او په میاشت کې یو ځل تر ۱ میلیون یعنې لسو لاکو افغانیو پورې پیسې وباسي.

د ډالر حساب لرونکي کولای شي په اوونۍ کې تر ۵،۰۰۰ ډالرو پورې او په میاشت کې یو ځل تر ۱۵،۰۰۰ ډالرو پورې پیسې وباسي.

همداراز هغه انفرادي حسابونه چې تر ۲ میلیون افغانیو یا ۳۰ زرو  ډالرو پورې موجودي لري، د ایستلو محدودیت نه لري.

همداراز، هغه شرکتي حسابونه چې تر ۳.۵ میلیون افغانیو یا ۵۰ زره ډالرو پورې موجودي لري، د ایستلو محدودیت پرې نه لګیږي.

د۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د افغانستان بانکي برخه له سختو ستونزو سره مخامخ شوه. د افغانستان بانک له هماغه وخت راهیسې په انفرادي او شرکتي حسابونو سخت محدودیتونه لګولي وو چې دا پرېکړه اوس تر ډېره نرمه شوې ده.