د نړۍ د ۱۰۰۰ مشهورو لیکوالانو په بیانیه کښې د صهیونیسټي رژیم د کلتوري موسسو بایکاټ اعلان شو
(last modified Wed, 30 Oct 2024 10:21:25 GMT )
Oct 30, 2024 14:51 Asia/Kabul
  • د سالي روني، راشل کوشنر او آرونداتي رایی انځورونه
    د سالي روني، راشل کوشنر او آرونداتي رایی انځورونه

پارس ټوډی- له یو زر نه زیاتو لیکوالانو په یوې خبرپاڼې کښې ژمنه وکړه چې د صهیونیسټي رژيم له هغو کلتوري او فرهنګي موسسو سره به همکاري نه کوي چې د فلسطینیانو د حقوقو په چخڼي کولو کښې ورسره ملګرې دي.

څه باندې یو زر لیکوالانو وویل چې د صهیونیسټي رژیم له کلتوري موسسو سره ملګرتیا، د داسې توکمپالو سیاستونو او رودو د اجرا سبب ګرځیدې شي چې د اسرائیلي رژیم د نیوړاکګرۍ، آپارټایډ او نسل وژنې په توچیه به ختم شي. د پارس ټوډی د خبر له مخې، «سالی رونی» (Sally Rooney)، «راشل کوشنر» (Rachel Kushner)  او «آرونداتی رای» (Arundhati Roy)  له هغو زرو مشهورو لیکوالانو څخه دي چې په یوې خبرپاڼې کښې یې ژمنه کړې له هغو ناشرانو، فسټیولونو یا د کلتوري موسسو له انتشاراتو سره چې د فلسطینیانو د حقوقو په خلاف ورزۍ کښې لاس لري، همکاري او کار ونه کړي.

د آیرلینډ مشهورې لیکوالې او سکرپټ لیکونکې هم دغه بیانیه لاسلیک کړې ده.

همداشان میرمن روني چې له ډیرې مودې راهیسې د فلسطینیانو د حقوقو مدافع ده او په ۲۰۲۱ کال کښې یې د صهیونیسټي رژیم په یو ناشر باندې د خپل «ښایسته دنیا، چرته یې»  دریم ناول د عبري ژباړې د حقوقو له خرڅونه ډډه کړې وه، هم دغه خبرپاڼه لاسلیک کړه.

میرمن روني د سږ کال په اوایلو کښې د PEN Pinter انعام له ترلاسه کولو ورسوته له دغه فرصته استفاده وکړه او خپله وینا یې د غزې بحث ته ځانګړې کړه او ویې ویل چې خپل انعام به د فلسطیني ماشومانو د ژغورنې صندوق ته ډالۍ کړي.

د دغې بیانیې په دوام کښې راغلي دي: کوم ارګانونه چې هیڅکله یې د فلسطین د خلکو هغه جوت حقوق چې په نړیوالو قوانینو کښې څرګند شوي، په رسمیت نه دي پيژندلي، بایکاټ به شي.

په دې خبرپاڼې کښې راغلي دي چې پخوا هم په جنوبي افریقې کښې بیشمیره لیکوالانو ورته دریځ غوره کړی ځکه چې انساني ضمیر اجازه نه ورکوي چې د آپارټایډ او د ماډرن کډوالۍ په هکله بې فکره ووسو او د صهیونیسټي ريژم له موسسو سره تعامل وکړو.

په تیرو ورځو کښې د هسپانیا د هنرمندانو او پوهنتونوالو د ټولنې څه باندې ۳۰۰ کسانو هم د خپل هیواد وزیراعظم «پډرو سانچز» ته په یو پرانستي لیک کښې خبرداری ورکړ، ترڅو چې دغه اروپايي هیواد له اسرائیلو سره خپلې پوځي اړیکې ساتي، د غزې د بیګناه خلکو په وژلو کښې له دغه رژیم سره ملګری دی.

د تیر کال په اکتوبر میاشت کښې هم د هالیووډ یوشمیر لوبغاړو د امریکې ولسمشر جو بایډن ته په یو لیک کښې، په غزې کښې د اوربند غوښتنه کړې وه.

د هالیووډ اداکارانو په دې لیک کښې ولیکل: مونږ نه غواړو چې راتلونکي نسلونه مو، مونږ په چپتیا تورن کړي او ووايي، اودریدو او هیڅ مو ونه کړل.

لیکوالانو او هنرمندانو په دې یو کال کښې چې د غزې له جنګه تیریږي، د لویدیځو رسنیو د سلطې په له مینځه وړلو او په نتیجه کښې، د غزې له خلکو په ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندنه کښې یې له ځان سره د نړۍ د عامه افکارو په ملګري کولو کښې مهم رول لوبولی دی.

 

ټیګونه