حزب الله څرنګه د اسرائیلو پوځ د لبنان په سرحد کښې راپرځولی دی؟
(last modified Wed, 30 Oct 2024 10:02:47 GMT )
Oct 30, 2024 14:32 Asia/Kabul
  • حزب الله څرنګه د اسرائیلو پوځ د لبنان په سرحد کښې راپرځولی  دی؟

پارس ټوډی ـ د صهیونیسټ رژیم پوځ ته د درنو رسیدلیو تاوانونو او د مرګ ژوبلو د رسیدا په هکله خپرې شوي شمیرنې ښودنه کوي چې د لبنان د جنوب د بیا نیولو او هلته د امنیتي کمربند د جوړولو په هکله د دغه رژیم تصورات ناکامه شوي دي او په دوه زره شپږم میلادي کال کښې له درې دیرش ورځني جنګ څخه لا بدې پایلې د صهیونیسټ رژیم په انتظار دي.

د لبنان د حزب الله د مقاومت د عملیاتو کوټې د لبنان په سرحدونو کښې د ځمکني جنګ له پیل راهسې د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو د مرګ ژوبلو او د عملیاتو د شمیر په هکله نوي معلومات خپاره کړي دي.

د صهیونیسټ رژيم د نوي(۹۰) پوځيانو وژل کیدا او د اوه سوه پنځوسو نورو ژوبلیدل، د اته دیرش مرکاوا ټانکونو ، د دریو هرمس څلور سوه پنځوس(۴۵۰) ډوله بې پایلوټه الوتکو، د یوې نهه سوه(۹۰۰) ډوله هرمس بې پایلوټه الوتکې ،  د څلورو بولډوزرونو او د یوه هامر ګاډي او د یوه زغرګاډي او د یوه بل پوځي ګاډي تباه کیدل د صهیونیسټ رژيم پوځ ته د رسیدلیو تاوانو او د مرګ ژوبلو یوه برخه ګڼل کیږي.

البته په دغه شمیرنو کښې په پوځي اډو ، کیمپونو ، ښارګیو او نیواکي ښارونو کښې صهیونیسټ رژیم ته رسیدلي تاوانونه نه دي شامل.

له دې مخکې د صهیونیسټ رژیم پوځ یوازې یوه میاشت کښې د خپلو درې اویا پوځيانو په وژل کیدا اعتراف کړی و او ویلي یې وو په دوې کښې اکثره پوځیان د شمالي جبهې په جنګونو کښې وژل شوي دي.

د صهیونیسټ نیواکګر پوځ د خپرو شویو شمیرنو پراساس په دوو ورځو کښې نور اته اتیا پوځيان هم ژوبل شوي دي.

د صهیونیسټ رژیم د روغتیا وزارت هم وویل د هغو ژوبلو کسانو شمیر چې د اکتوبر د میاشتې له پینځلسمې نیټې څخه تراوسه د نیواکي فلسطین د شمال په روغتونو کښې بستري شوي دي اوه سوه څلور اتیا تنو ته رسیدلی دی.

د صهیونیسټ رژیم د حکومت د مخالف ګوند مشر «یائیر لاپید» د اسرائیلو رژيم له دولسم ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د لومړي وزیر نتانیاهو په حکومت باندې د دباو د راوستلو او د پوځي ارګانونو او د پوځ لخوا د لګول شوي سانسور تر پښو لاندې کولو سره د یوه بل راز خبر ورکړ او ویې ویل: د اسرائیلو اته سوه نوي(۸۹۰) پوځيان وژل شوي او یولس زره (۱۱۰۰۰)نور ژوبل شوي دي.

هغه زیاته کړه: که چیرې د اسرائیلو دغه کابینه کوم کار ترسره نکړي ، نو سبا یوشمیر نور اسرائیلي عسکر وژل کیږي. نشو ویلی چې کومه پیښه نه ده شوي. نشو کولای په دغه حقیقت سترګې پټې کړو. ایا کولای شو ووایو هر څه له غوښتنې سره سم دي.

صهیونیسټ رسنیو او قومندانانو په شمالي جبهې کښې د پوځیانو ګډوډ حالت ته په اشارې سره وویل چې مونږ هر سهار د سایرن په غږ سره راویښیږو او حزب الله ډير زر وتوانید خپل قدرت احیا کړي او د لبنان جنوب د اسرائیلي عسکرو لپاره د مرګ په لومې بدل شوی دی.

د صهیونیسټ رژیم د پوځ زیرمه جنرال او د دغه رژیم د هوايي ځواک پخواني قومندان« ایلان پتون» په دې خبرې سره چې حزب الله خپل اصلي توغندوي قدرت ساتلی دی وویل حزب الله غواړي چې اسرائیل د یوه ستومانه کونکي جنګ په داخل کښې سخت ستړی کړي او په هوشمندۍ سره دغه جنګ مدیریت کړي؛ په دې ډول چې د حزب الله د حملې وړ هدفونه او دغه راز د هغو توغندیو شمیر چې توغوي یې کاملا حساب شوي دي.

د لبنان حزب الله له خپل مشر سید حسن نصر الله پرته سختې ورځې تیرې کړي دي او ځینې مهم قومندانان یې له لاسه ورکړي دي، خو په همدغو سختو ورځو کښې حزب الله وښودله چې د خپلو مشرانو په نشتون کښې سترې سټراټيژیانې په منضبظ ډول تعقیبوي.

د لبنان حزب الله د دښمن له ځمکني یرغل سره د اغیز شیندونکي مقابلې لپاره په خورا توګه د راکټي بریدونو ، د زغرګاډو ضد توغندیو او د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو د حرکت په لاره کښې د ډول ډول بمونو د چاودلو له لارې زیات بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي د بیلګې په توګه په ډیرو موقعو کښې یې له چریکې عملیاتو په استفادې سره دښمن غافل کړی او هغوې ته یې سخت ګوزارونه ورکړي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د اسرائیلو لخوا د نیول شویو ټاټوبو په شمال کښې د پینځویشتو ښارګیو د خالي کولو لپاره د لبنان د حزب الله له حکم وروسته په دغه سیمه کښې د صهیونیسټانو د بې کوره کیدا نوي څپه پیل شوي ده کومه چې لومړي وزیر نتانیاهو ته یوه سخته څپیړه ګڼل کیږي.

د حزب الله د توغندیو ویشتل د اسرائیلو لخوا  د نیول شویو ټاټوبو د شمال د وسیدونکو د هره ورځې د ژوند چاره ګرځیدلي ده او د حزب الله دغه توغندوي حملې زیاتې شوي دي.

دغه بهیر سبب شوی چې خپلو کورونو ته د شمالي سیمو د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو د بیرته ستنیدا پرځاې په دوې کښې ډیرې کسان د حزب الله د توغندوي او د بې پایلوټه الوتکو د حملو د خطر د سایرونونو د وهل کیدا په وجه د ځمکې لاندې پناه ځایونو ته پناه یوسي.

هغه دروند لګښت چې د اسرائیلو پوځ یې تقریبا هره ورځ د لبنان په سرحد کښې زغمي  او د لبنان د حزب الله غورځنګ له مبارزانو سره مخامخ جنګ کښې د ډیرو اسرائیلي عسکرو په وژل کیدا باندې اعتراف د صهیونیسټ رژيم کارپيژاندي دې ته مجبوره کړي دي چې له اسرائیلي چارواکو وغواړي د حزب الله غورځنګ او د هغه د مبارزانو د توان په هکله په خپلو جاجونو کښې واقع بینانه ووسي او دا د دې ښودنه کوي چې د لبنان حزب الله هماغه راز توانیدلی دی خپل دفاعي قدرت وساتي او په عین حال کې د صهیونیسټ رژیم پوځ راوپرځوي او سختې مرګ ژوبلې ورواړوي.

 

ټیګونه