د نړۍ د زده کونکو د شطرنج په سیالیو کښې د ایران دویم مقام/ ایراني جینۍ د چین نړیوالې استاذې ته ماتې ورکړه
پارس ټوډی- د ایران ملي ټیم د (ژیمنازیاد) په نامه د نړۍ د زده کونکو د شطرنج په سیالیو کښې له اتلولۍ دویم مقام ترلاسه کړ.
پرون سه شنبه (د اکتوبر په ۱۹ نیټه) په بحرین کښې د نړۍ د زده کونکو د شطرنج د سیالیو د فاینل مقابلې په ترسره کیدو سره، د هلکانو په برخه کښې سینا موحد د سرو زرو میډل او د نجونو په برخه کښې مهسا علوي د دغو سیالیو د برنزو یا زیړو میډل وګټه. د پارس ټوډی د خبر له مخې، په داسې حالاتو کښې چې د ایران او چین د هلکانو او جینکو ټیم له خپل اصلي سیال یعنې چین سره په پواینټونو کښې برابر و، خو د چینیانو له خوا د سرو او سپینو زرو د میډلونو د ترلاسه کولو او د ایران د استازو له خوا د سرو زرو او زیړو د میډلونو د ترلاسه کولو په وجه، په مجموعي توګه د چین ټیم په اول مقام او د ایران ملي لوبډله د شطرنج په برخه کښې د زده کونکو د اولمپک د اتلولۍ دویم مقام ترلاسه کړ.
په دغو سیالیو کښې د ایران د شطرنج لوبغاړې «صبا کارګری» مهمه کارنامه ترسره کړه او د چین بین المللي استاذې ته یې ماتې ورکړه.