ملګرو ملتونو د غزې تړانګې په شمال کې د قحطۍ په اړه خبرداری ورکړ
(last modified Wed, 30 Oct 2024 08:00:32 GMT )
Oct 30, 2024 12:30 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو د غزې تړانګې په شمال کې د قحطۍ په اړه خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام(WFP)  اعلان کړی چې د غزې تړانګې په شمال کې کړکېچ د قحطۍ لامل کېدای شي او دغه سازمان د دې وضعیت د مخنیوي لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه کوي.

د سحاب شبکې د خبر له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې په مصر او اردن کې شاوخوا ۹۴ زره ټنه خوراکي توکي شته، چې د څلورو میاشتو لپاره یو میلیون کسانو ته خواړه ورکولای شي، خو غزې ته د دغو خوراکي توکو لېږد ممکن نه دی، ځکه ډېرې کمې پولې خلاصې دي او نورې سیمې خوندي نه دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د دې په بیان سره چې یوازې په دې میاشت کې غزې ته 5 زره ټنه خوراکي توکي داخل شوي ویلي چې: "غزې ته د بشري مرستو په لېږلو کې د اسرائیلو محدودیتونه سخت دي."

دغه بنسټ په دوام سره زیاته کړې چې د غزې تړانګې په شمال کې د وضعیت خرابېدو په دوام سره به، د قحطۍ له امله د یوې لویې ډلې د اغېزمن کېدو احتمال ډېر شي.

په همدې حال کې یوه فلسطیني ځوان د غزې په شمال کې د کنډوالو په منځ کې د خپل انځورونو په خپرولو او د اوښکو په ډکو سترګو سره ویلي چې: د محاصرې، لوږې، د روغتونونو او طبي مرکزونو د فعالیت له نشتون سره سره به، د غزې تړانګې په شمال کې په یوازې توګه مقاومت ته دوام ورکړو.

ټیګونه