د فلسطین د دفاع په برخه کې د سویلي افریقا نوی حقوقي ګام
په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې دوام، د سویلي افریقا حقوقي ټیم دې ته اړ کړ چې د اسرائیلو پر وړاندې نږدې ۵ زره پاڼې لرونکې دسیه، د عدالت نړیوالې محکمې ته وسپاري.
د سویلي افريقا د حکومت دغه اقدام په هغه دوسیه کې ترټولو نوی اقدام دى، چې دغه هېواد په غزه کې د فلسطينيانو د نسل وژنې په تړاو د صهيونيسټي رژيم په تورنولو سره مطرح کړى دى. د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوزا په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې اصلي دسیه وړاندې کوي چې اسرائیل "د نسل وژنې لپاره ځانګړې اراده او نیت لري"
د نتانیاهو د کابینې توکم پاله وزیران په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو د جبري کډه کولو په اړه په ښکاره خبرې کوي. د اسرائیلو د امنیت وزیر ایتمار بین ګویر په یوه غونډه کې، د غزې د خالي کولو او له دغې تړانګې څخه د خلکو د جبري کډه کولو موضوع مطرح کړې ده. دا خبرې په غزه کې د صهیونیسټانو د نژادي پاکولو سیاست په روښانه توګه څرګندوي. په دې صوتي فایل کې بین ګویر وايي: "موږ له یوه کال راهیسې پر غزې بمبارۍ کوو؛ کولای شو هغوی ته ووایو چې تاسو یو فرصت لرئ؛ دا چې له دې ځایه نورو هېوادونو ته ولاړ شئ.»
د سویلي افریقا ډیپلوماتان وايي چې دا ډول څرګندونې، د اسرائیلو د نسل وژنې د هوډ د نه انکار وړ شواهد وړاندې کوي.
په داسې حال کې چې غربي دولتونه چې د بشري حقونو د دفاع دعوه کوي، په غزې تړانګه کې د صهونیسټانو په لاس د بشریت په ضد د ترټولو سترو جنایتونو ننداره کوي. سویلي افریقا چې د نژادي تبعیض او توکم پالنې اصلي قرباني دی، صهیونیسټي رژیم یې د عدالت په نړیوالې محکمې کې په غزه کې پر نسل وژنې تورن کړ چې دغه رژیم او ملاتړي یې له یوه حیرانوونکي قانوني شوک سره مخ شول.
د عدالت د نړیوالې محکمې قاضیانو مخکې هم پر غزې تړانګې د تیریو د بندولو لپاره د صهیونیسټانو پرضد حکم صادر کړ، خو اسرائیلو او همدارنګه د دغه جعلي رژیم ملاتړو دغه حکم ته پام ونه کړ او په تېر یوه کال کې همدارنګه صهیونیسټانو د فلسطینیانو نسل وژنې ته دوام ورکړ.
اوس د نړیوالو بنسټونو چارواکي او د بشري حقونو مدافعین په غزه کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو خبره کوي. د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس آډهانوم ګیبریسوس خبرداری ورکړی چې د غزې په شمال کې وضعیت، د سیمې د اوسېدونکو د بې ځایه کولو لپاره د اسرائیلي پوځ د هڅو له امله "ناورینوونکی" دی.
گیبریسوس په ایکس ټولنیز شبکه کې په خپل رسمي حساب کې د یوه پوسټ په خپرولو سره زیاته کړې: "د اسرائیلو سخت بریدونه اوس هم روغتیایي مرکزونه په نښه کوي، چې د هغه په وینا لاسرسی هغوی ته خورا محدود دی."
د یونیسف ویاندې روزالیا بولن په غزې تړانګه کې د وضعیت د خرابېدو په اړه وویل: "بریدونه زیات شوي، روغتونونه او ښوونځي چې د سرپناه په توګه کارول کېږي خوندي نه دي." د یونیسف دغې چارواکې خبرداری ورکړ چې د غزې په شمال کې د اسرائیلو پالیسي "له ټولو فلسطینیانو څخه د سیمې د خالي کولو خطر لري." هغې ټینګار وکړ: "موږ له داسې کړنو سره مخ یو چې کولای شي په وحشیانه جرمونو بدل شي، په شمول د بشریت ضد جرمونه." صهیونیسټانو همداشان غزې تړانګې ته د اوبو، خوراکي توکو او درملو د داخلېدو مخه هم نیولې ده. د دوی هدف دا دی چې دوه میلیونه فلسطیني کډوال، له غزې تړانګې څخه ایستلو ته اړ کړي. صهیونیسټانو د غزې اوسېدونکو ته دوې لارې بیان کړي دي، چې یا وژل کېدل او یا د خپلو پلرنیو ځمکو پریښودل دي.
په تېرو ۷۶ کلونو کې په فلسطین کې د صهیونیسټانو جنایتونو ته کتنه ښیې چې د فلسطین مقاومت به هېڅکله له منځه ولاړ نه شي او د غزې له کنډوالو څخه به د فلسطینیانو یو بل هوډمن او هوښیار نسل راڅرګند شي چې اجازه به ورنکړي د اسرائیلو جعلي رژیم په رسمیت وپېژندل شي.
د بېلګې په توګه، یحیی سنوار، چې د حماس غورځنګ یو له شهید شویو مشرانو څخه وو، د فلسطیني کډوالو له نسل څخه وو، چې د غزې تړانګې ته مهاجر شوی وو اوس هغه د فلسطیني ماشومانو او ځوانانو لپاره یو تلپاتې مثال ګرځېدلی دی. د یحیی سنوار په څېر به د غزې له کنډوالو څخه نور کسان هم راپورته شي او د صهیونیسټانو له سترګو څخه به خوبونه ورک کړي.