په لبنان کې د حزب الله د نوي عمومي منشي د ټاکنې اهمیت او پایلې
د پارس ټو ډی له راپور سره سم د لبنان حزب الله د سید حسن نصرالله له شهادت یوه میاشت وروسته اعلان وکړ چې شیخ نعیم قاسم یې د حزب الله د نوی عمومی منشی په توګه ټاکلی دی.
سید حسن نصرالله د سپټمبر په ۲۷ نیټه د لبنان په جنوب کښې د صهیونیسټ رژیم په ترهه ګرۍ حملې کې شهید شو. له دغه جنایت څخه ۳۳ ورځې وروسته ۷۰ کلن شیخ نعیم قاسم چې پخوا د سید حسن نصرالله مرستیال و، د لبنان د حزب الله د عمومي منشي په توګه وټاکل شو. په لبنان کې د حزب الله د نوي عمومي منشي په توګه د شیخ نعیم قاسم ټاکنه له څو اړخونو مهمه ده چې په دې مقاله کې پرې بحث شوی دی:
لومړی اړخ دا دی چې شیخ نعیم قاسم په دوو تحریکونو امل او حزب الله کې د تنظیمي کار تاریخ او مخینه لري. هغه یو له هغو کسانو دی چې په لبنان کې د امل غورځنګ او د حزب الله په جوړولو دواړو کې رول لوبولی دی. دا مهم تنظیمي ځانګړتیا شیخ نعیم قاسم ته د لبنان د حزب الله د جوړښت او نظامي ځواک د بیا تعریف کولو وړتیا ورکوي.
لیکوال او سیاسي شنونکي حسن ابراهیم وویل: دا انتخاب د شیخ نعیم قاسم د شخصیت له امله شوی دی. شیخ نعیم قاسم په تنظیمي برخو کې یو متقی او فعال شخصیت دی او جدي او قوي شخصیت لري.
په لبنان کښې د حزب الله د نوی عمومی منشی په توګه د شیخ نعیم قاسم د انتخابیدو د اهمیت دوهم اړخ دا دی چې د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو او د لبنان د حزب الله د یو زیات شمیر قوماندانانو او مشرانو له ترور کیدا سره سره، دغه کار د دې ښودنه کوی. دا بهیر لا هم متحرک دی او د مجاهد مشر او کرشمه لرونکي سید حسن نصرالله د ترور له صدمې وتلی دی. د سرمنشي ټاکنه د حزب الله او د هغې د عالي شورا همغږي اوانسجام ښيي.
د لبنان د حزب الله د نوی عمومی منشی په توګه د شیخ نعیم قاسم د ټاکلو دریم اړخ د دې ښودنه کوی چې دغه غورځنګ له صهیونیسټی رژیم سره مبارزې ته دوام ورکوی او له دغه رژیم سره مبارزه د خپلو مهمو اصولو په توګه لری.
د شیخ نعیم قاسم شخصیت او له دېرشو کلونو زیات په لبنان کې د حزب الله د عمومي منشي په توګه د هغه د مرستیال په توګه او همدارنګه په ۱۹۹۳، ۱۹۹۶، ۲۰۰۰ او ۲۰۰۶ کلونو کې په څلورو جګړو کې د ګډون تجربه ښيي چې د حزب الله په د شیخ نعیم قاسم د عمومی منشی دوره به د قدس له نیواکګر رژیم سره په مبارزه کښې د سید حسن نصرالله لاره ته دوام ورکړی او د مقاومت په محور کښې به فعال رول ولوبوی.
وروستی ټکی دا دی چې په لبنان کښې د حزب الله د نوی عمومی منشی په توګه د شیخ نعیم قاسم ټاکنه په داسې حال کښې چې صهیونیسټ رژیم د دغه غورځنګ د مشرانو او قوماندانانو په وژلو لاس پورې کوی، د دې ښودنه کوی چې په لبنان کښې د حزب الله د مشرانو او قوماندانانو شتون نه یوازې د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو او ترهه ګرۍ نه ویریږي بلکې په شعوري توګه د خدای په لاره کښې د جهاد او شهادت لاره غوره کوي او دا هغه اساسي مسله ده چې صهیونیسټي رژیم پرې نه پوهیږي. د دې غلط تصور پر بنسټ چې د مشرانو په وژلو سره د لبنان د حزب الله یا نورو مقاومتي ډلو د سقوط لامل کېدای شي.
کلیدي ټکي : شیخ نعیم قاسم څوک دی؟ د لبنان حزب الله، د اسرائیلو جنایتونه، د لبنان جګړه، شهید سید حسن نصرالله