د ایران د نانو محصولاتو د صادریدا یوسل لس فیصده زیاتیدل
پارس ټوډې – د ایران د نانو او د مایکرو ټیکنالوژیو د پراختیا د کمیټۍ سیکرټر «عماد احمدوند » وویل په تیر کال کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نانو محصولاتو صادرات په یوسل لس فیصده زیاتیدا سره یوسل پینځه څلویښت میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي.
هغه وویل: په تیر کال کښې د ایران د جوړو نانو محصولاتو د خرڅلاو اندازه د ډالرو د ارزښت له نظره یو میلیارډه او شپږ سوه شل میلیونه ډالره وه چې کابو یو نوي فیصده یې په داخلي بازارونو کښې خرڅ شوي او کابو نهه فیصده یې د هدف وړ بازارونو ته صادر شوي دي.
پارس ټوډې سایټ راپور ورکوي «عماد احمدوند» په دې زمینه کښې جوته کړه: په تیر هجري لمریز کال کښې د ایران د دغو محصولاتو د صادراتو اندازه یوسل پینځه څلویښت میلیونه ډالره وه چې د مخکې کال په پرتله یې یوسل لس فیصده زیاتوالی لرلی دی.
احمدوند وویل په دغو محصولاتو کښې شپیته فیصده له ترتیب سره عراق ، سوریې ، هندوستان، چین او ترکیې ته صادر شوي دي.
د دغه راپور پراساس عراق د پینځه اعشاریه درې دیرش میلیونو ډالرو ، سوریې د شل میلیونه ډالرو ، هندوستان د نهه اعشاریه څوارلس میلیونو ډالرو ، چین د څلور اعشاریه لس میلیونو ډالرو ، ترکیې د یو اعشاریه لس میلیونو ډالرو په ارزښت په تیر کال کې د ایران د نانو ټیکنالوژۍ محصولات اخیستي دي.