په تېرو درې میاشتو کې د ایران د سوداګرۍ کچه څومره وه؟
پارس ټوډې - د ایران د ګمرکونو مشر په یوه راپور کې د تیرو درې میاشتو د ایران د سوداګرۍ کچه اعلان کړه.
د ایران د ګمرکونو مشر "فرود عسکري" د دوشنبې په ورځ وویل: په تېرو درې میاشتو کې، د ایران د غیر تیلي سوداګرۍ ټوله کچه ۴۳ میلیونه ۴۸۹ زره ټنو ته رسیدلې چې د ۲۴ میلیارده ۶۸۴ میلیونه ډالرو ارزښت لري.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ عسگري زیاته کړه: په دې موده کې د ایران غیر تیلي صادرات ۳۴ میلیونه ۴۷۶ زره ټنو ته ورسېدل چې ارزښت یې ۱۱ میلیارده ۶۵۵ میلیونه ډالر دی.
د هغه په وینا، په دې موده کې له ایران څخه د ۴ میلیارده ۶۸۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱ میلیونه ۱۳۳ زره ټنه پیټرو کیمیکل محصولات صادر شوي دي.
عسگري وویل: چین په ۳ میلیارد او ۵۱۱ میلیون ډالرو، عراق د ۱ میلیارد او ۹۰۵ میلیون ډالرو، متحده عربي امارات د ۱ میلیارد او ۵۹۲ میلیون ډالرو، ترکیه د ۹۳۷ میلیون ډالرو، افغانستان د ۵۱۰ میلیون ډالرو، عمان د ۴۳۷ ملیون ډالرو، او پاکستان د ۴۲۰ میلیون ډالرو سره په تیرو درېیو میاشتو کې د ایران د غیر تیلي صادراتو لپاره اوه لوی مقصدونه وو.
د ایران د ګمرکونو عمومي رییس په تېرو درېیو میاشتو کې د وارداتو د کچې په اړه زیاته کړه: په دې موده کې، د ۱۳ میلیارد او ۲۹ میلیون ډالرو په ارزښت ۹ میلیون او ۱۳ زره ټنه توکي ایران ته وارد شوي دي.