عراق ته د ایران صادرات ۲۰ میلیارده ډالرو ته رسول کېږي
(last modified Fri, 02 May 2025 00:30:18 GMT )
May 02, 2025 05:00 Asia/Kabul
  • عراق ته د ایران صادرات ۲۰ میلیارده ډالرو ته رسول کېږي

پارس ټوډې - د ایران او عراق د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر په راتلونکي کې دې هېواد ته د ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د ایراني توکو د صادراتو امکان اعلان کړ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران او عراق د ګډې سوداګرۍ خونې مشر یحیی آل اسحاق د پنجشنبې په ورځ په تهران کې د ایران ایکسپو ۲۰۲۵ نندارتون په څنډه کې له ایرنا سره په مرکه کې وویل: تېر کال، موږ شاوخوا ۱۲ میلیارده ډالر رسمي صادرات درلودل او وړاندوینه کېږي چې دا شمېره به په راتلونکو کلونو کې ۲۰ میلیارد ډالرو ته لوړه شي، چې دا د لاسته راوړلو وړ او ممکنه ده.

اسحاق زیاته کړه: ایران او عراق ستراتېژیکې اړیکې لري چې کولای شي په اقتصادي محوریت سره وده او پراختیا وکړي.

د ایران او عراق د ګډې سوداګرۍ خونې مشر د دې په بیان سره چې د ایران ډېری سوداګریزې تبادلې له عراق سره کېږي او له دې هېواد سره په ټولو برخو کې اقتصادي اړیکې لرو زیاته کړه: تخنیکي او انجینري خدمات، د حفظ الصحې او ساختماني تجهیزاتو صادرات او همدارنګه د معلوماتي ټکنالوژۍ ساحه، د عراق بازار ته د صادرولو وړتیا لري.

له دې سره، آل اسحاق د عراق بازار د کرنیزو او خوراکي محصولاتو د صادراتو لپاره مناسب بازار وګاڼه او هیله یې څرګنده کړه چې دا فرصت د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره وکارول شي.