د طالبانو او پاکستان کورنیوچارو وزیرانو کابل کې لیدلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i162640
د کورنیو چارو وزارت وزیر سراج‌الدین حقاني د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره د امنیتي وضعیت، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه مفصلې خبرې کړې دي.
(last modified 2025-07-21T10:01:27+00:00 )
Jul 21, 2025 14:29 Asia/Kabul
  • د طالبانو او پاکستان کورنیوچارو وزیرانو کابل کې لیدلي

د کورنیو چارو وزارت وزیر سراج‌الدین حقاني د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره د امنیتي وضعیت، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي حقاني د افغان کډوالو او بندیانو لپاره د ښه چلند غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې پاکستان دې هغوی ته لازمي اسانتیاوې برابرې کړي.

بل‌ لور ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیت او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو ژمنه کړې ده.

نقوي ویلي، چې پاکستان به نه یوازې د سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، بلکې د عامو وګړو د ستونزو د حل لپاره به هم عملي اقدامات وکړي.

د سياسي چارو کارپوه عبدالله صادق وايي، وروسته له هغه چې د طالبانو سرپرست حکومت د روسیې له خوا په رسمیت وپېژندل شو، پاکستان هڅه کوي له دغه حکومت سره خپلې اړیکې بېرته ورغوي او يو نوی فصل پیل کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یکشنبې په ورځ له یوه لوړپوړي پلاوي سره کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت او امنیتي ادارو له مشرانو سره لیدلي دي.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په تېرو څو ورځو کې دا دویم لوړپوړی پاکستاني پلاوی دی چې افغانستان ته سفر کوي. تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د یو رسمي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) پټنځایونه د افغانستان په خاوره کې دي، خو د طالبانو سرپرست حکومت تل دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې ګاونډیو ته ګواښ پېښ کړي.