طالبانو په غزه کې د اسرائیلو جنایتونه وغندل
د افغانستان سرپرست حکومت په غزه کې د ښځو او ماشومانو د لوږې او مظلومیت په اړه اعلامیه خپره کړې او دا اسرائیلي اشغالګرو د وحشت دا ډول یې په کلکه غندلی دی.
اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان سرپرست حکومت یو ځل بیا د اسرائیلي صهیونستانو ظلمونه، په ملکي خلکو د لوږې او کلابندۍ فشار او پر ښځو او ماشومانو بمبار کول په کلکو ټکو غندي.
د طالبانو سرپرست حکومت په ټول مسلمان امت، اسلامي هېوادونو او نورو مؤثرو جهتونو غږ کړی، چې هرڅه ژر د غزې مظلومو ماشومانو او ښځو ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره لاره هواره کړي او هلته روان ظلم او زیاتی نور پای ته ورسوي.
د هرات ولایت يو تن ديني عالم شیخ محمد مطهري ټولو اسلامي هیوادونو غواړي چې د فلسطین د خلکو په ملاتړ او په غزه کې د اسراییلو د جنایتونو په وړاندې خپل غږ پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې غزه کې د کلا بندۍ او پر بې ګناه اولسي خلکو د درنو بمباریو ترڅنګ ماشومان، مېرمنې او لویان د خوراک او څښاک لپاره څه نه لري.