طالبان: په افغانستان کې هیڅ هیواد پوځي شتون نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i162584-طالبان_په_افغانستان_کې_هیڅ_هیواد_پوځي_شتون_نه_لري
د فارس خبري اژانس په لیکنه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې په یوه غونډه کې د بګرام هوايي اډې په اړه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وویل چې هیڅ هیواد په افغانستان کې پوځي شتون نلري.
(last modified 2025-07-20T07:45:03+00:00 )
Jul 20, 2025 12:10 Asia/Kabul
  • طالبان: په افغانستان کې هیڅ هیواد پوځي شتون نه لري

د فارس خبري اژانس په لیکنه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې په یوه غونډه کې د بګرام هوايي اډې په اړه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وویل چې هیڅ هیواد په افغانستان کې پوځي شتون نلري.

له دې مخکې، ټرمپ په وار وار ویلي وو چې د امریکا له وتلو وروسته چین د بګرام هوايي اډې کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د بګرام هوايي اډه د چین تر کنټرول لاندې نه ده.

متقي یو ځل بیا د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د طالبانو د مشرانو د نیولو امر وغانده او ویې ویل چې "افغانستان د دې محکمې په وړاندې هیڅ مسؤلیت نلري."

دا په داسې حال کې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې له بشري حقونو د سرغړونو په وجه د طالبانو د مشر او د هغوی د قاضي د نیولو امر صادر کړی دی.