همتي: اقتصادي سقوط په سیاسي اعلامیو نه رامنځته کېږي
-
د ایران د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي
پارس ټوډی – د ایران د مرکزي بانک رئیس د امریکا د خزانې وزارت د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وویل: اقتصادي سقوط په سیاسي اعلامیو نه رامنځته کېږي.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، چې د ایران د صداوسیما خبري آژانس په حواله خپور شوی، د ایران د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي د امریکا د خزانې وزارت د وزیر هغو خبرو ته په ځواب کې، چې د ایران د پیسو چاپولو او د دغه هېواد د اقتصاد د سقوط پخوانۍ ادعا یې تکرار کړې وه، وویل: تېره یکشنبه د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ د خپلې ژمنې له مخې، د ایران د اقتصاد د سقوط لپاره د دوو اوونیو د ټاکل شوي مهلت وروستۍ ورځ وه. ښاغلي بېسنټ د دې پر ځای چې د خپلې دوو اوونیو ژمنې د پایلې په اړه خبرې وکړي، په ایران کې د پیسو چاپولو موضوع راپورته کړې ده.
همتي زیاته کړه: «اقتصادي واقعیتونه باید د اندازه کېدونکو شاخصونو له مخې وارزول شي، نه د سیاسي دریځونو پر بنسټ.»
د ایران د مرکزي بانک د مشر په وینا، د دغه هېواد د پیسو د حجم کلنۍ وده د ۱۴۰۵ کال په غبرګولي کې له ۵۶.۴ سلنې څخه په وږي کې ۵۱.۶ سلنې ته راټیټه شوې ده؛ یعنې په درېیو میاشتو کې ۴.۸ سلنه ټکي کموالی راغلی دی.
هغه وویل، د امریکایانو د ادعاوو خلاف، په وږي میاشت کې د دغه هېواد د پیسو د حجم د ودې کچه خپل تر ټولو ټیټ حد، یعنې ۱.۳ سلنې ته رسېدلې ده. همدارنګه، د ایران د مرکزي بانک په بهرنۍ اسعارو بازار کې د مداخلې له امله، د اسعارو د بیو هغه مخ پر لوړېدو بهیر چې د خلکو د تمو له امله رامنځته شوی و، ودرول شو او ان د اسعارو بیې د راټیټېدو پر لور ولاړې.
د ایران د مرکزي بانک رئیس زیاته کړه: «اقتصادي فشار یو واقعیت دی چې خلک یې احساسوي؛ خو اقتصادي سقوط نه د بندیزونو او ګواښونو له لارې ثابتېږي او نه هم د سیاسي اعلامیو په وسیله.»