د ایران دفاع وزیر: د اسرائیلو په حمله کښې هیڅ جنګي الوتکه ایران ته نه وه ننوتلي
(last modified Thu, 31 Oct 2024 09:22:12 GMT )
Oct 31, 2024 13:52 Asia/Kabul
  • د ایران دفاع وزیر: د اسرائیلو په حمله کښې هیڅ جنګي الوتکه ایران ته نه وه ننوتلي

پارس ټوډې- د ایران دفاع وزیر د صهیونیسټ رژيم په وروستۍ حملې کښې د ایران هوايي حریم ته د اسرائیلي جنګي الوتکو ورننوتل او دغه راز له شمالي سرحدونو د حملې اوازه رد کړه.

صهیونیسټ رژيم د روان میلادي کال د اکتوبر په شپږویشتمه نیټه په یوه تاوتریخوالي رامینځته کونکي اقدام کښې په ایران کښې په یو شمیر پوځي ځایونو باندې یرغلونه وکړل خو د ایران د اسلامي جمهوریت هوايي دفاع سیسټم د توغندیو د مخه د نیولو په ترڅ کښې وتوانید د اسرائیلو رژيم له دغه تیریګر اقدام سره بریالۍ مقابله وکړي.

پارس ټوډې سایټ راپور راکړی د ایران دفاع وزیر جنرال «عزیز نصیر زاده» د ایران هوايي حریم ته د اسرائیلو د جنګي الوتکو د ننوتلو د خبر په دروغ بللو سره وویل: د ملګروملتونو د منشور پراساس هرکله چې د یوه هیواد په هوايي حریم باندې تیری وشي نو هغه حق لري چې تیري او تجاوز ته ځواب ورکړي.

امیر نصیر زاده زیاته کړه: دښمن هڅه وکړه چې هم د ایران هوايي دفاع سیسټم ته تاوانونه ورسوي خو په دې دلیل چې د ایران هوايي دفاع سیسټم خپل چمتووالی لرلی و نو کوم تاوان ونه رسید.

د ایران دفاع وزیر امیر نصیر زاده دغه راز د ایران له شمالي سرحدونو د حملې اوازه رد کړه.

 

ټیګونه