د ۱۴۰۳ کال شعار؛ یعنې د خلکو په ګډون سره د تولید وده (۱۰)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ۱۴۰۳ کال شعار؛ یعنې د خلکو په ګډون سره د تولید ودې له (لسم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر هر کال، د نوي کال لپاره شعار او عنوان ټاکي، د ۱۴۰۳ کال لپاره یې د «خلکو په ګډون سره د تولید ودې» عنوان غوره کړی دی. له دې سرلیک څخه څرګندېږي، چې د انقلاب د معظم رهبر تر ټولو مهمه اندېښنه، د اقتصاد مسله ده.
په دې خپرونه کې د خلکو په شتون سره د تولید د ودې په تړاو، د انقلاب د معظم رهبر د ټینګار ځینې نور لاملونه څېړو.
د اقتصاد په وړاندوینې سره د تولید برخې ته د پیسو د بهیر ورتګ
د تولید د ودې له اړتیاوو څخه یو، د تولید برخې ته د پیسو جریان داخلول دي. له بده مرغه په دې وروستيو کلونو کې د ملي اسعارو د ارزښت د راټيټېدو له امله، خلکو هڅه کړې چې د خپلو اسعارو د ارزښت د ساتلو لپاره، له سود څخه ډکو فعالیتونو ته مخه وکړي، چې دا د توليد په خلاف یو فعاليت دی. باید د پانګوالو او تولیدوونکو پر وړاندې د ټولو چارواکو نظر په ستراتیژیک ډول بدل شي. د پانګوالو پر وړاندې د ټولنې، اعلاناتو، مقرراتي، قضايي او مقننه بنسټونو چلند بدل شي. سود غوښتونکي، ګټه اخیستونکي او هغه خلک چې د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي، باید له صادقو پانګوالو څخه جلا شي. له بلې خوا، د پانګونې ځینې مقررات باید بدل شي. نن سبا، ځینې قوانین پخپله د تولیدوونکو په لاره کې خنډ دي.
په داخلي وړتیاوو باور او اعتماد
په کورنیو ظرفیتونو د باور رامنځته کول، د ملي اقتصاد د څرخ د حرکت لپاره اساسي شرط دی. ځوان، کارپوه، هوښیار او خلاق کسان د هېواد په اقتصاد کې لویه سرمایه ده، چې یوازې په همدې سرمایې باندې په تکیې سره کولای شو، اقتصادي ستونزې حل کړو. دا کار د داخلي کسانو پر وړتیاوو باندې د چارواکو بشپړ باور او اعتماد ته اړتیا لري، چې اقتصادي ډګر ته د دې لویې پانګې د ننوتلو لپاره زمینه برابروي او له هغې پرته د هېواد په تولید کې وده او پرمختګ نه شي راتلای.
د پانګې بازار ته ځانګړې پاملرنه او د ونډو بازار د جوړښت اصلاح کول
د دې په پام سره چې د تولید کوونکو له بنسټیزو ستونزو څخه یو یې، د ثابتې پانګې چمتو کول دي. که څه هم په ایران کې د ونډو د بازار جوړښت بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري، خو کولای شو چې د متخصصو علمي کمېټو په جوړولو سره، د موجوده ستونزو د حل لپاره پلانونه جوړ کړو. د کوچني او متوسطو کارونو لپاره د مالي تمویل چمتو کولو امکان، د مالي سرغړونو د مخنیوي لپاره د شفاف او اغېزمن څارنیز میکانیزم ټاکل، د ونډو بازار ته د جعلي او غیر حقیقي شرکتونو د ننوتلو مخنیوی، د اقتصادي ثبات ساتلو لپاره د عرضې او تقاضا د ناسم جریان مخنیوی، له دې اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.
پوهه بنسټه اقتصاد ته ځانګړې پاملرنه
د پوه بنسټه اقتصاد معنی دا ده چې د تولید، توزیع او مصرف په برخه کې ټول اقتصادي فعالیتونه، د هغه حوزې د وروستي پوهې پر بنسټ جوړې شي. دا په دوه ډوله تګلارو سره ترسره کېدی شي: لومړی، په اقتصادي برخه کې د پوهې بنسټیز کول، دویم، د پوه بنسټه شرکتونو رامنځته کول او په اقتصادي بهیر کې د دوی د علمي پایلو کارول.
د پوه بنسټه اهمیت له دې امله دی چې د ټکنالوژۍ په ودې او په سیمه ایز او کورني پوهې باندې په تکیې سره، د ډېر ارزښت رامنځته کولو سربېره، دا به د دوامداره اقتصادي ودې لامل هم شي.
له دې امله، پوه بنسټه اقتصاد ته پاملرنه، د تولید په وده کې کلیدي رول لوبوي. هغه ټکی چې باید په پام کې ونیول شي، دا دی چې په هېواد کې د پوه بنسټه تولید لپاره، باید د تولید ټولې مهمې برخې، د پوهې پر بنسټ پلان او طرحه شي. د پوه بنسټه ځوانو او نوښتګرو ټولګو د ښه استفادې او پراختیا لپاره، اړینه ده چې د پوه بنسټه محصولاتو د تولید، د پوه بنسټه بهیرونو جوړولو، د پوه بنسټه صنعتونو داخلي بازار ته بڼه ورکولو او د داخلي تولیداتو صادراتو جوړښتونو او زیربناوو ته د پوه بنسټه تولیدي سیاستونو په توګه، منظمه نقشه ډیزاین او پلي شي.
د ولس په ګډون د تولید له څانګو سره له یوبل سره د پیلي څرخو رامنځته کول
په ملي تولید کې د خلکو د ونډې د پراخولو لپاره، د ولس په ګډون د پیلي څرخونو رامنځته کولو ته اړتیا لرو، چې د مخکې او وروسته څرخونو په رامنځته کولو، ارزښتي څرخونو، د ارزښت په زیاتولو سره د تولیداتو لپاره به ملي پانګه رامنځته شي. د دې بنسټونو مثالونه کولای شي تولیدي شرکتونه د تولید شوي توکو د توزیع او بازارموندنې او د خامو موادو رسولو په برخو کې فعالو تولیدي شرکتونو سره په یوځای کېدو سره وي، یا د سیمه ایزو او ملي سوداګریزو اتحادیو سازمانونه چې د خپلو غړو سوداګرۍ یا صنعتونو د اکمالاتو سلسله پیاوړې کوي او د تولید په برخه کې په ملي خبرو اترو کې رول لري.
د غیر دولتي ولس محوره تولیداتو ملاتړ لپاره د اجرایوي او قانوني تضمینونو رامنځته کول
د دې لپاره چې په تولید کې د خلکو د فعال رول لپاره یو قوي او پیاوړی پلیټ فارم رامنځته شي، د ولس په ګډون سره تولید باید په منطقي توګه د غیر ولسي دولتي یا عامه تولیداتو او صنعتي شرکتونو سره د سوداګرۍ او صنعتي سیالۍ پروړاندې ملاتړ وشي او د قوي او هر اړخیز قانوني تضمینونو او د انحصاري سیالۍ او د عامه او غیر ولسي اقتصادي او تولیدي شرکتونو سره د ونډې د نشتوالي مخه ونیول شي. همدارنګه، مالي او مالیاتي هڅونې باید د اړوندو تضمینونو سره ډیزاین او پلي شي.
د ولس په ګډون سره د پراخو مالي برخو تامینولو لارو چارو ښه والی
د بندیزونو له امله د بانکي سرچینو په محدودیتونو او همدارنګه د بهرنۍ پانګونې سرچینو په محدودیتونو او د لږ انفلاسیون پایلو سره د مالي سرچینو چمتو کولو لپاره یو له غوره وسیلو څخه، د پانګونې بازار د ظرفیت او کوچني او ډله ایز تمویل کارول دي. په حقیقت کې اسلامي نوې طریقې د سرمایې بازار له مخې دي، تمه کېدی شي چې د اړینو زیربناوو او مناسب جوړښت په رامنځته کولو او همدارنګه د خلکو لپاره د اړینو قانوني تضمینونو او د باور په رامنځته کولو سره، وکولای شو د لویو صنعتونو او همدارنګه د منځنیو او کوچنیو صنعتونو لپاره د پانګونې د بازار له ظرفیت څخه کار واخلو.
د تعاونې کلتور پراختیا او تعاوني محوره تمویل هم کولای شي په دې برخه کې، د کوچنیو او لویو ولسي محوره تمویل لپاره خورا اغېزمن وي.
ژباړه: زماني