Apr 27, 2024 17:28 Asia/Kabul
  • نړیوال فعالان، له خپلو حکومتونو غوښتنه وکړئ! د امریکا د تپل شوی نظم په ضد د ودرېدنې ضرورت

پارس تودی-  د اسرائیل د رژیم په وړاندې د د چوپتیا لپاره د نړۍ په هیوادونو لکه جنوبي افریقا او یا هم د افریقا د شمال عربي هیوادونه، او یا هم ایرلند او جنوبي امریکا، ایران، پاکستان، ترکیه، چین، عراق، روسیه، اندونیزیا، مالیزیا، سوریه، یمن او داسي نورو باندې د امریکا دوامداره فشارونه، د یوه نړیوال ائتلاف د رامینځ ته کېدو ضرورت ښیي.

له کومه چي د امریکا امپراتوري د فلسطینیانو د حقوقو، ازادی، استعمار سره د مقابلې او واکمنتیا او د مینځني قدرتونو د حاکمیت په وړاندې لوی خنډ ګرځېدلی دی، نو پکار دی چي نور دولتونه په تېره بیا سیمه ایز قدرتونه، یوه داسي پلان جوړ کړي چي له مخې د امریکې له دغه کړچار سره مقابله وشي.

ښکاره خبره ده چي د حالاتو د سمون لپاره له ټولو غوره لاره دا ده چي د نړۍ ټولو هیوادونو د امریکا او د لوېدیځوالو د اقتصادي امپراتورۍ پورې خپله پییلتیا کمه کړي. که څه هم د دې هدف د ترلاسه کېدو لپاره ځینې هلې ځلې روانې دي، لکه بریکس، لیکن دا په نړۍ باندې د اقتصادي واکمن جوړښتونو د بدلون لپاره بسنه نه کوي.

یوه لاره چي ډېره چټکه نتیجه ورکوي دا ده چي د هغو هیوادونو په وړاندې د امریکا غبرګون سخته شي، چي له اسرائیل رژیم سره، خپلې اړیکې پرې کوي.

که ائتلاف له مینځني قدرتونو څخه جوړ شي او په یوه ځای له اسرائیل سره، د اړیکو پریکون اعلان کړي، د هغوی د ټولو ګواښل او بایکاټ امریکا لپاره سختیږي ځکه چي په دې کار سره، امریکا خپله انزوا ته درومي او زیانمنیږي.

له جنوبي افریقا، ایران، ترکیه، برازیل، کلمبیا، شیلي، مصر، المغرب، اسپانیا، ناروې، ایرلند په څېر نورو هیوادونو سره، داسي یو ائتلاف رامینځته کېدایشي چي له اسرائیل سره، هیڅ ډول اقتصادي او ډیپلماټیکې اړیکې نه لري. عربستان، انډونیزیا، مالیزیا، پآکستان او نورو هیوادونه به هم ورسره یو ځای شي. نور قدرتونه هم د دې ائتلاف په رامینځ ته کېدو سره، یو ځای شي او په امریکا باندې فشارونه زیات کړي، په داسي صورت کې مقابله ورسره امریکا ته ناممکنه کیږي.

حرکت پیلېدایشي او د کاناډا، اسټرالیا، نیوزلند او بیلجیم په څېر هیوادونه هم دا درک کوي چي دا یو پر ځای اقدام دی، لیکن ویریږي او یا دا چي ګټې یې له خطرې سره مخامخیږي او د امریکا د امپراتورۍ له فشارونو سره مخامخیږي.

دغې لارې چارې هیڅ اسانه نه دي، لیکن ضروري دي او کارنده واقع کېدایشي.  ضروري ده چي لیکوالان او فعالان د خپلو دولتونو د ګټو په هکله خبرې وکړي او ږغ اوچت کړي څو د داسي یو ائتلاف د رامینځ ته کېدو لپاره ورباندې فشار راشي. حکومتونه یوازې د  “name او shame” استراتیژیو او د ټاکنیزو ارزونو له مخې حرکت کوي. فعالان، د سیاسي چارو شناند او څیړونکي کولایشي خپل حکومتونه راضي کړي چي د دغه ائتلاف جوړېدا یې په ګټه ده.

د فلسطین په مساله کې د امریکا امپراتورۍ ته د ننګونو رامینځ ته کول د یوه ډیموکراټیک نړیوال نظم په رامینځ ته کېدو کې به ژور اثرات ولري. که څه هم یو شمېر هیوادونه داسي فکر کوي چي د فلسطین په خواشینوونکو حالاتو د سترګو په پټولو سره کولایشي له امریکا سره له شخړو ځان بچ کړي لیکن دا ناسم فکر دی ځکه چي:

لومړی دلیل داچي که د فلسطین په مسالې کې ځان د امریکا له غوصې نه بچ کړي په دې معنا نه ده چي په راتلونکو کې په یوې بلې مسالې کې د امریکا له غوصې سره مخ نه شي.  هیڅکله هم دا د منځني قدرتونو په ګټه نه ده چي د یو زبرځواک تر اثراتو لاندې پاتې شي.  حتی که لنډه موده کې ورته ګټه ولري، ځکه چي وروسته یې باید بیه ورکړي. ممکنه ده ځینې ووایي چي هیڅ ضرورت نه شته چي په نړۍ باندې موجوده نظم له ننګونې سره مخ شي.

دلته راځو دوهم دلیل ته: هغه دا چي اوس د نړۍ په سویه ټولو خلګو د امریکا امپریالیزم نظام سره مخالفه دي او هغه ننګوي، اوس د امریکا د ولکې نه د وتلو لپاره ډېر ښه فرصت رامینځ ته شوی دی.  باید له دغه حرکت نه کار واخیستل شي او نړۍ د نوی ډیموکراټیک نظم په لورې حرکت وکړي او د ټولو انسانانو له ازادی او حقوقو نه په برابره توګه دفاع وشي.

ډېر مهم دی چي له دغو حالاتو ګټه واخلو او د امریکا امپراتورۍ ته یوه پیغام واستوو چي تجارت په هغه ځای کې چي امریکایي اقتصادي، سیاسي او فرهنګي لورنیونې ټاکي، د زغم وړ نه دی.  د امریکا امپراتوري یا باید ځان بدله کړي او یا به له انزوا سره مخ شي او یوازې به پاتې شي.  کله چي دې ځای ته ورسېدو، د اسرائیل د رژیم د صهیونیست میشتو ښارګوټو یرغلونه او استعمار به هم ختم شي. له دې لارې نه کولایشو د اسرائیل د رژیم له خوا نسل وژنې او اپارټاید ته د پای ټکی کښېږدوو.

کله چي اسرائیل د نړۍ په کچه له انزوا سره مخ شي، د خپل کړچار بدلولو ته مجبوره کیږي. اسرائیل د خپلو استعماري ښارګوټو د جوړولو د پروژې د بندولو ماسېوا بله چاره به نه ولري.

داسي یوه پایله نه یوازې د فلسطینیانو بلکې د ځایي یهودیانو لپاره به هم ګټوره شي، بلکې دا پیغام به هم نړۍ ته ورسوې چي د امریکا امپراتوري نوره د پخوا په څېر په هر څه واکمنه پاتې نه ده او ټوله نړۍ منجمله امریکایان کولایشي د یوه ډیموکراټیک نړیوال نظم د رامینځ کولو لپاره کار پیل کړي، داسي یو نظم چي نور د یوه زبرځواک په لاس کې نه ووسي.

نوی ډیموکراټیک نړیوال نظم د لویو جنګونو، د قدرت د شخړو او د اسرائیلي ښارګوټو د استعماري پراختیا امکانات له مینځه وړي او د فلسطینیانو د کړاوونو مخنیوی کوي.

هغه وحشت چي ۱۰۰ کاله کیږي فلسطینیان ورسره مخامخ دي، له فلسطینیانو پیل شوی نه دی او هلته پورې محدود نه پاتې کیږي. دا د ټولو په ګټه ده چي د داسي کړاونو او ظلمونو زغم ته د پای ټکی کښېږدوي چي یوه لاره یې همدغه د ډیموکراټیک نړیوال نظم رامینځ ته کېدا ده.

نلسون ماندلا یو وخت وویل: مونږ ښه پوهېږو چي زمونږ ازادی د فلسطینیانو د ازادی پرته، نیمګړې ده. د هغه وخت تېر شوی چي نوره نړۍ د دې خبرې معنا باندې پوه شي او د امپراتورۍ او استعمار د ختمولو لپاره کارنده اقدامات وکړي.

 

 

Muhannad Ayyash. It is time for a democratic world order. Aljazeera