May 07, 2024 13:53 Asia/Kabul
  • ایران د در ملیزوبوټو په حوزې کې ددنیا دعلم د تولیدڅلورم لمبر

پارس ټوډې – د ایران د  اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ  دعلمی مرستیالۍ د دودیزطب او  درملیزو بوټو د علومو او ټيکنالوجۍ  د پراختیا د کمیشن منشي د ایرانیو څيړاندو په وسیله  په نړۍ کې د دودیز طب او درملیزو بوټو د تولید په حوزې کې د علم څلورمم د ګټلو خبر ورکړ.

محمد رضا شمس اردکاني په یولړ څرګندونو کې د دودیز طب او درملیزو بوټو څخه د استفادې څو زره کلنې مخینې ته په اشارې سره ووئيل،په ۱۳۸۶لمریز کال کې د دودیز طب  د پوهنځیو له جوړیدا و روسته موپه دنیا کې د علم دتولید په حوزې کې په مناسبې چټکتیا او ډير ښه توفیق سره ځان وبریښوۀ او دوه کاله مخکې (۲۰۲۲)څخه  تر اوسه  پورې توانیدلي یوو ، ددنیا څلورم لمبر ترلاسه کړو چې  دغه بریالیتوپ ډير ځانګړی دی.

د شمس اردکاني په وینا، دایران ولس  د تمدني او کلتوري مخینې له پلوه، پنساريانو ته مثبت نظر سره  ګورو . پنساریان هم توانیدلي دي، په زیاترو موردونو کې د خلکو اعتماد او رضایت جلب کړي.

د ایران داسلامی جمهوریت دغه حکومتي چارواکي ووئیل، ایرایو پوه بنسټه شرکتونو په ښه توګه په مختلفو حوزو کې هڅه کړې ده او مونږ باید دمګړئ  په پيوستون سره ،د موجوده ظرفیّتونو د زیاتولو لپاره  کار و کړو. په وروستیو کلونو کې په ټولو حوزو کې طبیَعت ته بیرته ګرځیدا ډیره زیاته شوې ده . هیله مند یوو پخپلې هڅې سره  او د ټولو ظرفیّتونو په کارولو سره ، په دې زمینې کې د مخکې په نسبت لا بریالی عمل  وکړو.

شمس اردکاني ایرانی دودیز طب ،د ؛سلامتیا چورلیز وباله او وې وئیل،د ایران ډیری دودیز  امتحانونه  د ژوند د سټایل پر اصلاح مشتمل  دي او دایران د ولس په کلتور کې ریښه لري، پر دې اساس دمنلو وړ ښې وړتیاوې لري او   دهغو  خدماتو ته لاس رسی هم د خلکو لپاره آسان دی.

دغه ایراني چاروکي  ووئیل، د سلامتیا لوړتیا او د ناروغیو کمیدا د خلکو د سلامتیا د سواد دسویه زیاتیدا  او دهغو د چلند بدلیدا ته پابنده  ده . نن سبا د ژوند  د سټایل، د بدلیدا، د  خوراکونو دډولونو، کم خوځښت او داسې ځینو نورو چارو  په دلیل د عفوني او خوریدونکو ناروغیو له کنټرولولو سره سره ،د خوریدونکو ناروغیو ا ندازه هم زیاته شوې ده.

شمس اردکاني په پاي کې د دودیزطب په اساس د تغذئې د اصولو رعایتول ، داسې ترټولو مهم  اصل وبالۀ چې  د سلامتیا له ساتلو سره مرسته کوي.

 

ټیګونه