د ایران غیر تیلي صادرات په اوڅاره توګه زیات شوي
(last modified Sat, 07 Jun 2025 08:10:28 GMT )
Jun 07, 2025 12:40 Asia/Kabul
  • د ایران غیر تیلي صادرات په اوڅاره توګه زیات شوي

د نړیوال بانک د ۲۰۲۴ کال راپور له مخې، ایران په تېرو درو کلونو کې د سیمه‌ییزو جیوپولیټیکي تاوتریخوالو سره سره، له ۵  فیصده  لوړه اقتصادي وده ثبت کړې او د بې‌کارۍ کچه ئې ۷.۴ فیصدو ته راټيټه شوې ده.

د پارس‌تودي په وینا، د ایران غیرتیلي  صادرات د روان کال په لومړیو دوو میاشتو (وری او غوا ي میاشتې) کې، له  بندیزونو سره سره، ۸ میلیارډ او ۲۴۱ میلیون ډالري ارزښت ته رسیدلي دي. د ایران د ګمرکاتو مشر  فرود عسگري  ویلي، په دې مودې کې ۲۴ میلیون او ۶۲۲ زره ټنه توکي صادر شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په وزن کې ۴.۴ فیصده زیاتوالی ښئي.

چین (۲.۴۲۵ میلیارد ډالر)، عراق (۱.۵ میلیارد ډالر)، امارات (۱.۰۹۴ میلیارد ډالر)، ترکیه (۶۷۳ میلیون ډالر)، افغانستان (۳۷۴ میلیون ډالر)، پاکستان (۳۲۲ میلیون ډالر) او عمان (۳۰۵ میلیون ډالر) د ایران د غیرتیلي  صادراتو غوره  مقصدونه وو.

د نړیوال بانک د ۲۰۲۴ کال راپور له مخې، ایران په تېرو درو کلونو کې د سیمه‌ییزو جیوپولیټیکي تاوتریخوالو سره سره، له ۵  فیصده  لوړه اقتصادي وده ثبت کړې او د بې‌کارۍ کچه ئې ۷.۴ فیصدو ته راټيټه شوې ده.