ولې د ایران لپاره د یورانیمو غني کول، یوه سره کرښه ده؟
(last modified Sat, 07 Jun 2025 07:35:54 GMT )
Jun 07, 2025 12:05 Asia/Kabul
  • ولې د ایران لپاره د یورانیمو غني کول، یوه سره کرښه ده؟

پارس ټوډی – د ایران وړتیا پخپله خاوره د یورانیمو غني کولو په ټکنالوجۍ او د اټمي سون توکو د تولید د سایکل ساتنه، په داسې حال کې چې د سوله ییزو موخو لپاره او د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې ترسره کیږي، په طبیعي توګه یو ډول "ستراتیژیک دفاع" هم رامنځته کوي.

د پارس ټوډی د راپور له مخې، په وروستیو ورځو کې د ایران له خوا د یورانیمو غني کولو په اړه بحثونه، په ځانګړي توګه د اټمي خبرو اترو په بهیر کې، د ډیری خلکو پام یې اړولی دی.

د "آوش" د لیکنې له مخې؛ غني کول د ایران او امریکا ترمنځ د یوې وروستۍ هوکړې ته د رسیدو په لاره کې لږ تر لږه په دې پړاو کې تر ټولو لویه ناندره ده.

دا د تهران له خوا یوه مهمه او روښانه سره کرښه ده چې هیڅکله یې په اړه شاته تګ ته چمتو نه دی.

 دا سره کرښه په برجام خبرو اترو کې هم تل تکرار شوې وه او په پایله کې یې په ایران کې د لږ تر لږه ۳.۶۷ فیصده غني کولو په اړه موافقه وشوه.

په مقابل کې، امریکایان ادعا کوي چې غني کول د هیڅ هیواد لپاره منطقي موخه نه لري، پرته له دې چې د اټمي بم جوړولو اراده ولري، او له همدې امله هیڅ غیر اټمي وسله لرونکی هیواد باید دا حق او وړتیا ونه لري.

وروستیو کې ټرمپ هم په یوه ټویټ کې یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې ایران باید هیڅ کچه غني کول ونه لري.

په داسې فضا کې دا پوښتنه لا زیاته مطرح ده چې ایران ولې د غني کولو اړتیا لري او ولې دا موضوع د دې هیواد لپاره په خبرو اترو کې یوه مهمه سره کرښه ده؟

 

د ایران د غني کولو وړتیا، یو اغېزمن دیپلوماتیک دباو

نن ورځ هغه هیوادونه په نړۍ کې لومړی مقام لري چې په ساینس او ټکنالوجۍ کې لوړې کچې ته رسیدلي وي، او په دې منځ کې اټمي پوهه یوه مهمه برخه ده.

ایران په خپلې راتلونکې دوه لسیزو پلان کې پر اټمي بریښنا تر ۲۰ زره میګاواټه او د یو میلیون ناروغانو لپاره د راډیو درملو تولید باندې لوی تکیا لري.

په نړیوالو شرایطو او د ایران د تېرې تجربې په پام کې نیولو سره، چې د خپلو راکټورونو لپاره د سون توکو په تأمین کې له ستونزو او د لوېدیځو خواوو له پرله پسې بدعهدۍ سره مخ شوی، دا ستراتیژیکه تګلاره موجوده ده چې غني کول به هیڅکله بند یا له ایران څخه بهر نه شي.

دا ستراتیژیکه تګلاره د دې لامل شوه چې د ۱۳۸۵ څخه تر ۱۳۹۲ کال پورې د امنیت شورا د شپږو قطعنامو د غني کولو د بندولو یا تعلیق غوښتنې سره سره، ایران حتی یوه شیبه هم د غني کولو د درولو لپاره چمتو نه شو، ترڅو یې د برجام او د ۲۲۳۱ قطعنامې پر بنسټ، غني کول د NPT د څلورمې مادې له مخې د یو مشروع حق په توګه ثابت کړ.

له همدې امله د تهران پایله دا شوه چې د اټمي سون توکو په تولید کې خپلواکي نه درلودل او پر دې ستراتیژیکې مادې وابستګي کیدای شي، د هیواد لپاره دروند او نه جبرانیدونکی زیان ولري.

له بلې خوا، د ایران تخنیکي او عملي وړتیا د یورانیمو غني کولو په برخه کې، په ځانګړي توګه د غني کولو کچې د کمولو یا زیاتولو وړتیا، د یو اغېزمن دیپلوماتیک دباو په توګه، د ایران ستراتیژیک موقعیت په نړیوالو خبرو اترو، په شمول د برجام او اوسني او راتلونکو خبرو اترو کې پیاوړی کړی او د یو مشروع دفاع وسیلې په توګه، ایران ته دا امکان ورکوي چې په نړیوالو امنیتي او سیاسي ترتیباتو کې په فعاله، انعطاف منونکې او هدفمنه توګه برخه واخلي.

ایران حتی د دې وسیلې په مرسته او د مقابل لوري د ژمنتیا یا بدعهدۍ په غبرګون کې، متناسب، سزا ورکوونکي او قانوني متقابلې تګلارې غوره کولای شي.

د ایران وړتیا د یورانیمو غني کولو په ټکنالوجۍ او د اټمي سون توکو د تولید سایکل ساتنه په خپلې خاورې کې، په داسې حال کې چې د سوله ییزو موخو لپاره او د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې ترسره کیږي، په طبیعي توګه یو ډول "ستراتیژیک دفاع" رامنځته کوي.

دا ستراتیژیک دفاع په ټولو وختونو کې د ایران په مقابل لوري، په ځانګړي توګه د سیمه ییزو او له سیمې بهر دښمنانو کې دا اندېښنه رامنځته کوي چې د دوی هر ډول محاسباتي تېروتنه کیدای شي د اټمي وسلو د عدم اشاعې میکانیزم په برخه کې درانه پایلې ولري.

 

وړتیا چې په بشپړه توګه کورنۍ شوې ده

د یورانیمو غني کول د پرمختللو علومو او انجنیرۍ تلفیق ته اړتیا لري چې د اټمي ټکنالوجۍ په پرمختګ کې حیاتي رول لري.

د یورانیمو د جلا کولو د فورمولونو په جوړولو کې اټمي فزیک، د لوړ دقیقو سانتریفیوژونو په ډیزاین او جوړولو کې میخانیکي انجنیري، د چاپیریال او اټمي وړانګو په وړاندې د مقاومو موادو او الیاژونو په تولید کې د موادو ساینس او فلزپوهنه، د دقیق کنټرول سیسټمونو، هوښیار سینسرونو او د غني کولو پروسې د اتوماسیون لپاره بریښنایي او کنټرول انجنیري، او همدارنګه د خلأ او نانو ټکنالوجي د خلأ چاپیریال او نانو کچې کنټرول لپاره د پروسې د دقیقوالي او موثریت د زیاتولو لپاره، د دې لوړو علومو او ټکنالوجیو بېلګې دي چې د یورانیمو غني کولو له لارې به په هیواد کې وده وکړي.

سربېره پر دې، په دې علومو کې پرمختګ کیدای شي سلګونه اړوند فرعي رشته هم د پوهې له زیاتوالي سره مخ کړي او د غني کولو د پوهې له سرریز څخه نور علوم هم ګټه پورته کړي.

په ټکنالوجۍ برخه کې یو مهم ټکی دا دی چې ایران د غني کولو په پوهه کې هغه څه ترلاسه کړي په بشپړه توګه کورني دي او په خپلو پښو ولاړ دي.

په حقیقت کې، ایران وکولای شول د لوړې کارایي سره د نوي نسل سانتریفیوژونه ډیزاین او تولید کړي چې د نړیوالو معیارونو سره سیالي کوي، او دا هم د دوی د اعتراض او غوغا لامل شوی، ځکه چې په بندیزونو کې دا د هیواد د لوړ علمي ظرفیت نښه ده.

 

سیمه ییز او نړیوال اعتبار او پرستیژ

د ایران له خوا او په خپلې خاورې کې د یورانیمو غني کول یوه له مهمو پایلو څخه ده چې په نړیواله کچه اعتبار او پرستیژ رامنځته کوي.

په حقیقت کې، د ایران اسلامي جمهوریت د لوېدیځې اسیا په سیمه کې یوازینی هیواد دی چې د کورنۍ پوهې او وړتیا په مټ د یورانیمو غني کولو په بېلابېلو کچو کې بریالی شوی او له دې امله یې د هیواد لپاره لوړ اعتبار رامنځته کړی.

د سیمې ډیری هیوادونه، سره له دې چې پراخ مالي منابع لري، لا هم د اټمي سون توکو د سایکل د پرمختګ په ابتدايي پړاوونو کې دي او په بشپړه توګه پر بهرنیو خواوو وابسته دي. خو ایران د دې پړاو څخه په تیریدو سره، د حساس اټمي برخې په کچه د ټکنالوژیک خپلواکۍ لرونکي هیواد په توګه پیژندل کیږي.

د اټمي وسلو د عدم اشاعې تړون (NPT) له مخې، د سوله ییزو موخو لپاره د اټمي سون توکو د سایکل پرمختګ او د یورانیمو غني کول د تړون د غیر اټمي غړو لپاره یو مسلم او پیژندل شوی حق دی.

ایران د دې قانوني حق په ټینګار سره، د سیاسي او حقوقي فشارونو په وړاندې د مشروع او مستند دریځ څخه دفاع کړې او خپل فعالیتونه یې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې پرمخ وړي.

دا تګلاره ایران د پرمختللو هیوادونو د حقونو د فعالې دفاع د سمبول په توګه بدل کړی چې د نوي او پرمختللو ټکنالوجیو څخه ګټه پورته کوي.

د ایران تسلط د غني کولو په ټکنالوجۍ او د اټمي سون توکو په بشپړ سایکل د ایران رول د نړۍ په کچه د یو خپلواک علمي او ټکنالوژیک ځواک په توګه لوړ کړی دی.

په پایله کې، په ایران کې د یورانیمو غني کول یوازې یو ټکنالوژیک اقدام نه دی، بلکې یو ستراتیژیک وسیله ده چې د نړیوال څو قطبي نظام په کچه د ملي موقعیت د ټینګولو او د ټکنالوجۍ پر بنسټ د سلطې په وړاندې د مقاومت لپاره کارول کیږي.

 په حقیقت کې، په ایران کې د یورانیمو غني کولو ټکنالوجي یوه "څو اړخیزه او ستراتیژیکه" پدیده ده چې د انرژۍ د ستونزو د حل سربېره، د نړیوال اعتبار او بازدارنده وړتیا په برخه کې ایران ته ستره مرسته کوي، او د دې وړتیا له لاسه ورکول کیدای شي د اندېښنې وړ وي.