یونیسف یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165002-یونیسف_یو_ځل_بیا_له_طالبانو_وغوښتل_چې_د_نجونو_ښوونځي_پرانیزي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) یو ځل بیا د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
(last modified 2025-09-24T01:28:05+00:00 )
Sep 24, 2025 05:51 Asia/Kabul
  • یونیسف یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) یو ځل بیا د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب څانګې مشرې شیما سن ګوپتا سه شنبه، د تلې پر لومړۍ ویلي چې د افغانستان راتلونکی د نجونو په زده‌کړو پورې تړلی دی.

هغې زیاته کړې چې زده‌کړې یوازې د پوهې ترلاسه کولو په مانا نه دي، بلکې د نجونو له وخته د مخکې ودونو پر وړاندې د خوندیتوب په برخه کې هم مهم رول لوبوي.

یونیسف تر دې وړاندې هم له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې وه.

څلور کاله کېږي چې افغان طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له ښوونځیو محرومې کړې او په پوهنتونونو کې یې د هغوی د لوړو زده کړو مخه نیولې ده.

اوسمهال په افغانستان کې د دې بندیز له امله په میلیونونو نجونې له شپږم ټولګي ورپورته له زده کړو پاتې شوې دي.