حزبالله: ایران د امریکا استعماري پلان ناکام کړی دی
پارس ټوډې-د لبنان په پارلمان کې د حزبالله یوه استازي ویلي، چې د مقاومت چورلیز په بېلابېلو جبهو کې د مقابلې په مرکز کې دی.
هغه زیاته کړې، چې د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د سلطې غوښتنې پر وړاندې درېدلی او د دغه هېواد استعماري پلان یې ناکامه کړی دی.
پارس ټوډې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور ورکړی د لبنان په پارلمان کې د بعلبک – هرمل سیمو د استازو د فراکسیون مشر حسین الحاج حسن ټینګار کړی، چې امریکا نه مني چې کوم لوری د هغې په وړاندې ودرېږي. هغه هڅه کوي د سیمې پر ټولو امنیتي، پوځي، سیاسي او اقتصادي برخو باندې واکمنه شي.
الحاج حسن د امریکا د سلطې غوښتنې پر وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت مقاومت ته په اشارې سره وویل تهران د دې بهیر پر وړاندې په ټینګ درېدو سره د واشنګټن استعماري طرحه ناکامه کړې ده.
هغه زیاته کړه: د سیمې د ټولنو یوه برخه له قدرتمنو لوریو سره له مقابلې وېره لري، خو مقاومت له بېلابېلو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره د حق پر قدرت تکیه کوي. مقاومت لا هم د سیمې د شخړو په معادلو کې شتون لري او د بدلونونو د تعقیبولو او د هغو د پایلو پر وړاندې د مقابلې لپاره چمتو دی.
د لبنان د حزبالله استازي همدارنګه وویل د مقاومت چورلیز په بېلابېلو جبهو کې د مقابلې په زړه کې ځای لري او د نړۍ پر مهمو اقتصادي لارو اغېز لري.
د هغه په وینا، دغه حالت په نړیواله کچه پر سلطې غوښتونکو قدرتونو لوی اقتصادي کړکېچ تپلی او پایلو یې د نړۍ پر ډېرو ملتونو اغېز کړی دی.
الحاج حسن، چې لبنان یې د مقاومت د چورلیز برخه وباله وویل د سیمې د ستونزو هر ډول حل له لبنان سره تړاو لري او د ایران اسلامي جمهوریت د خبرو اترو پر مهال دغه هېواد ته په خپلو لومړیتوبونو کې لومړی ځای ورکوي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ د لبنان د حکومت او د اسرائیلو د نیواکګر رژیم ترمنځ د لاسلیک شوي چوکاټ تړون له بندون سره سره مخ شوی دی.
د هغه په وینا، مقابل لوری نه غواړي د لبنان حکومت ته کوم امتیاز ورکړي، بلکې هڅه کوي دغه حکومت دې ته اړ کړي چې د دوی شرطونه ومني او د امریکا ټولې غوښتنې عملي کړي.
د لبنان د حزبالله دې چارواکي په پای کې وویل لبنان په بېلابېلو بڼو او کچو له جګړو سره مخ دی او په داسې شرایطو کې صبر، ټینګښت، مقاومت او پر حق ولاړ پاتې کېدل ضروري دي.