تعز کې د سولهییزې تسلیمۍ لپاره خبرې روانې دي
Oct 05, 2026 13:39 Asia/Kabul
څو سرچینې وايي، د یمن په صنعا کې د چارواکو او د تعز ښار له ځینو شخصیتونو سره د ښار د سولهییزې تسلیمۍ په اړه خبرې روانې دي.
د راپورونو له مخې، د دغو خبرو هدف د جګړې د دوام مخنیوی او د ملکي وګړو د ژوند ژغورل دي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې یمني وسلهوالو ځواکونو د تعز لارې او داخلېدونکې سیمې کلابندې کړې دي.
سرچینې وايي، د سعودي عربستان په ملاتړ ځواکونه هم پرلهپسې شاتګ کوي او د هغوی د لیکو د ړنګېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
ټیګونه