تورخم لاره د مسافرو د تګ راتګ په مخ بنده شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164968-تورخم_لاره_د_مسافرو_د_تګ_راتګ_په_مخ_بنده_شوې
په افغانستان کې د ننګرهار ولایت د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې د تورخم دروازه د "نامعلومو دلایلو" له امله د مسافرو پر مخ تړل شوې ده. د وروستي ځل لپاره دغه لار د روان لمریز کال په پسرلي کې تړل شوې وه چې شاوخوا یوه میاشت یې دوام وکړ.
(last modified 2025-09-23T08:25:28+00:00 )
Sep 23, 2025 12:52 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان تر مینځ د تورخم سرحد
    د افغانستان او پاکستان تر مینځ د تورخم سرحد

په افغانستان کې د ننګرهار ولایت د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې د تورخم دروازه د "نامعلومو دلایلو" له امله د مسافرو پر مخ تړل شوې ده. د وروستي ځل لپاره دغه لار د روان لمریز کال په پسرلي کې تړل شوې وه چې شاوخوا یوه میاشت یې دوام وکړ.

په ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د نشراتو مسؤل قریشي بدلون پر خپله ایکس پاڼه دا خبر خپور کړی او له ټولو هغو مسافرو چې پر دې لارې تګ راتګ کوي ، غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې دي له دي لارې پاکستان ته له سفره ډډه وکړي.

که څه هم معلومه نه ده چې د لارې د بندېدو اصلي لامل څه دی، خو د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی ډاکټر مخلص احمد وايي چې د هغو معلوماتو پر بنسټ چې دوی ته رسېدلي، د تورخم لارې د تړلو اصلي لامل د پولې ها غاړې ته د پاکستان د کډوالو په دفتر کې د انټرنټ سیسټم کې تخنیکي ستونزې دي.