د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره بېرته پرانستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164972-د_تورخم_دروازه_د_هر_ډول_تګ_راتګ_لپاره_بېرته_پرانستل_شوه
د افغانستان او پاکستان تر مینځ د تورخم لاره د پاکستاني فوځیانو له خوا له لنډې مودې بندېدو نه وروسته، بیرته پرانیستل شوه.
(last modified 2025-09-23T09:39:39+00:00 )
Sep 23, 2025 14:06 Asia/Kabul
  • د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره بېرته پرانستل شوه

د افغانستان او پاکستان تر مینځ د تورخم لاره د پاکستاني فوځیانو له خوا له لنډې مودې بندېدو نه وروسته، بیرته پرانیستل شوه.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي چې پاکستاني لورې دا لاره په خپل سر بنده کړې وه او بیرته یې پرانیستې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو ولایتي چارواکي رسنیو ته وویل چې دروازه پرون د پاکستان له لوري د تخنیکي ستونزو له امله په یو اړخیز ډول له افغانستانه د تلونکو مسافرو پر مخ تړل شوې وه خو نن سهار بېرته پرانستل شوه.

دغه سرچیني زیاته کړه چې اوس مهال په نورمال ډول مسافر په دې لاره خپل تګ راتګ ته دوام ورکوي.

تورخم دروازه تر دې وړاندې هم د بیلابیلو لاملونو له امله په وار وار د مسافرو او سوداګریزې راکړې ورکړې پر مخ تړل شوې او بیا بېرته پرانیستل شوې ده.

د تورخم پوله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ لپاره یوه مهمه دروازه ګڼل کیږي، چې د غیر رسمي معلوماتو له مخې هره ورځ نژدې لس زره مسافر له دې لارې تګ راتګ کوي.