د روغتیانړیوال سازمان: په افغانستان کې د ملاریا پیښې زیاتې شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165004-د_روغتیانړیوال_سازمان_په_افغانستان_کې_د_ملاریا_پیښې_زیاتې_شوې_دي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي په وروستیو کې په دې هېواد کې د ملاریا ناروغي زیاته شوې ده.
(last modified 2025-09-24T01:40:56+00:00 )
Sep 24, 2025 05:58 Asia/Kabul
  • د روغتیانړیوال سازمان: په افغانستان کې د ملاریا پیښې زیاتې شوې دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په وروستیو کې په دې هېواد کې د ملاریا ناروغي زیاته شوې ده.

ډبیلو ایچ او په خپل تازه میاشتنې راپور کې چې د سپټمبر په۲۲ مه یې خپور کړی ویلي، په تېره اګسټ میاشت کې د دې ناروغۍ ۱۲۸۹۷ مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا شمېر د جولای د میاشتې په پرتله ۲۱ عشاریه ۷ سلنه زیاتوالي ښيي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي چې د روان کال د اپریل میاشتې راهیسي په دوامداره توګه د ملاریا د ناروغۍ پېښې مخ په زیاتېدو دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکې هم وايي، په وروستیو کې د دوی په سیمو کې د ملاریا ناروغي زیاته شوې ده.

روغتیا پوهان وايي ملاریا یوه ساري میکروبي ناروغي ده چې د ماشي په وسیله له ناروغ انسان څخه روغ انسان ته انتقالېږي او تر ډېره ماشومان او امنیدواره مېرمنې زیانمنوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۴۵ هېوادونه توانېدلي دغه ناروغي په بشپړ ډول له منځه یوسي، خو لا هم لسګونه هېوادونه شته چې دغه ناروغي پکې شته او د میلیونونو وګړو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دی.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ګډون په ۸۳ هېوادونو کې په دغې ناروغۍ ۲۶۳ میلیونه کسان اخته شوي چې له ډلې یې څه کم شپږ لکه کسان مړه شوي وو.