ورځپاڼو ته کتنه
درنو لوستوونکو! په دې مطلب کې مو د ایران، افغانستان او پاکستان یو شمېر ورځپاڼو تازه مقالو، خبرونو او تحلیلونه را ټول کړي.
د ایران ابتکار ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي: د تفاهمنامې له خپرېدو وروسته؛ د ایران مرکزي بانک ۴.۵ میلیارد ډالر له بازاره راټول کړي
دې ورځپاڼې د ایران د بورس او پانګهونې کارپوه بهنام صمدي له قوله لیکلي: د وروستۍ تفاهمنامې له خپرېدو وروسته د ایران مرکزي بانک شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالر له بازار څخه راټول کړي، چې د ډالر د بیې د چټک لوړوالي په مهارولو کې یې اغېز لرلی دی.
صمدي زیاتوي، ایران اوس د «نه جګړې، نه سولې» په مبهم اقتصادي وضعیت کې دی او د انفلاسیون او سیاسي ـ پوځي کړکېچونو له امله پر اسعارو او سرو زرو بازارونو فشار زیات شوی.
نوموړی باور لري چې که کړکېچونه کنټرول شي، د بورس بازار د ډالر او سرو زرو په پرتله د لوړې ګټې وړتیا لري.
****
ابتکار ورځپاڼې په یو مطلب کې د ایران د ملي شورا د مشر غبرګون راخیستی او لیکلي: د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف وايي، امریکا باید پوه شوې وي چې د ایران پر وړاندې د «متناسب ځواب» دوره پای ته رسېدلې او له دې وروسته به د ایران پر ګټو او امنیت هر ډول تېری له چټک، دروند او دردناک ځواب سره مخ شي.
ورځپاڼې لیکلي: قالیباف د پارلمان په علني غونډه کې وویل، د ایران د وسلهوالو ځواکونو وروستي بریدونه یوازې پیل وو او د جګړې قواعد بدل شوي دي.
نوموړي همداراز وویل چې د پوځي ډګر ترڅنګ، د تولید، خلکو د معیشت، انفلاسیون، بېکارۍ او د بازار مدیریت د هېواد له مهمو ننګونو څخه دي.
هغه ټینګار وکړ چې د امریکا د بندیزونو او اقتصادي فشارونو پر وړاندې باید د کورني تولید، د وارداتو د هوښیار مدیریت او د هېواد د متخصصینو له ظرفیتونو استفاده وشي.
قالیباف د داخلي یووالي او بهرني مخنیوي ځواک ساتل د ایران پر وړاندې د فشارونو د مقابلې دوه مهم بنسټونه وبلل.
****
د ایران جوان ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکلي: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، د هرمز تنګي د ناامنۍ او د نړیوالې سوداګریزې کښتۍچلونې د ګډوډۍ اصلي لامل پر ایران د امریکا او اسرائیلو برید دی.
بقایي ویلي، د فبرورۍ تر ۲۸مې، چې امریکا او اسرائیل پر ایران برید وکړ، هرمز تنګی په بشپړه توګه پرانیستی و؛ خو د جګړې له پیل وروسته د تېلو ټانکرونه درېدلي، سوداګري ګډوډه شوې او د انرژۍ بیې لوړې شوې دي.
هغه ویلي، چې واشنګټن اوس هڅه کوي ایران د هغې ناامنۍ او ګډوډۍ عامل وښيي چې امریکا یې پخپله رامنځته کوونکې ده، او غواړي د جګړې اقتصادي لګښتونه پر نړۍ واچوي.
*****
دې ورځپاڼې د نن ورځې په یو بل مطلب کې لیکلي: اسرائیلي رسنیو د امریکايي سرچینو او راپورونو له قوله ویلي چې امریکا له ایران سره د جګړې پر مهال لږ تر لږه ۴۵ د MQ-۹ «ریپر» بېپیلوټه الوتکې له لاسه ورکړې دي؛ دا شمېر د جګړې له پیل مخکې د دغو ډرونونو د ټولې بېړۍ شاوخوا څلورمه برخه بلل شوې ده.
واشنګټن پوسټ هم د امریکايي چارواکو له قوله د ۴۵ MQ-۹ ډرونونو د ویجاړېدو یا له لاسه تلو خبر ورکړی او د دې زیان ارزښت یې څه باندې ۱.۳ میلیارد ډالر اټکل کړی دی.
ورځپاڼې لیکلي: د امریکا هوايي ځواک چارواکي وايي، د MQ-۹ بېړۍ د زیان کچه د اندېښنې وړ ده او هڅه کېږي چې دغه ډرونونه له ارزانه او د اړتیا پر مهال د قربانۍ وړ بېپیلوټه الوتکو سره بدلې شي.
ځینې راپورونه وايي چې د امریکا شاوخوا ۱۳۵ MQ-۹ ډرونونه لا هم عملیاتي پاتې دي.
*****
د ایران قدس ورځپاڼه د نن ورځې په یوه مطلب کې یې لیکلي: د پاکستان پارلمان د «پاکستان د دفاعي ځواکونو قانون ۲۰۲۶» او د «ملي قوماندې د ادارې» قانون تعدیلات تصویب کړي، چې د هېواد د دفاعي ځواکونو د قوماندان واکونه یې د پام وړ زیات کړي دي.
د راپور له مخې، د دفاعي ځواکونو قوماندان، چې اوس فیلډ مارشال عاصم منیر دی، د ځمکني، هوايي او سمندري ځواکونو پر قوماندې او د پوځي پرسونل د دندې، تقاعد او ګوښه کولو په اړه پراخ صلاحیتونه ترلاسه کوي.
د قانون له مخې نوموړي ته قضايي مصونیت او د عزل لپاره هم سخت شرایط ټاکل شوي دي.
ورځپآنې د شنونکو له قوله لیکلي: دغه بدلونونه ښايي په پاکستان کې د ملکي او پوځي واک ترمنځ توازن نور هم د پوځ پر لوري بدل کړي او هېواد د داسې دوهګوني نظام پر لور بوځي چې پوځي او امنیتي جوړښتونه پکې لا زیات اغېز ولري.
دوی باور لري چې د پوځ د پراخ نفوذ دوام به د پاکستان پر کورنۍ سیاست او له نورو هېوادونو سره پر اړیکو هم اغېز وکړي. ****
دې ورځپاڼې په یو بل مطلب کې جنوبي کوریا ته د ایران خبرداري ته اشاره کړې او لیکلي: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي جنوبي کوریا ته خبرداری ورکړی چې په خلیج فارس او د هرمز تنګي کې د امریکا په مشرۍ هر ډول پوځي مشارکت به جدي پایلې ولري.
بقایي ویلي، د ایران او جنوبي کوریا اړیکې له ۶۴ کلونو راهیسې پر متقابل درناوي ولاړې دي؛ خو په اوسنیو شرایطو کې د نورو هېوادونو هر ډول پوځي حضور به د ایران په وړاندې د تېري کوونکي ملاتړ وبلل شي.
هغه ټینګار کړی چې هېڅ مسوول هېواد به د امریکا فشار ته غاړه کېنږدي او د ایران پر وړاندې په «تېري کوونکو اقداماتو» کې به همکاري ونه کړي.
****
د ایران رسالت ورځپاڼې په یوه مطلب کې د لبنان د خلع سلاح پر سر کړکېچ مطلب راخیستی او لیکلي: د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو د پوځي حضور او د حزبالله د بېوسلې کولو پر سر کړکېچ دوام لري.
ورځپاڼې د راپور له مخې ویلي، اسرائیل له حزبالله د وسلو د سپارلو په بدل کې له جنوبي لبنان څخه د وتلو موضوع مطرح کړې، خو حزبالله د اشغال تر پای ته رسېدو مخکې د وسلو له سپارلو سره مخالفت کوي.
ورځپآنې لیکلي: د لبنان حکومت هم د امریکا او لویدیځ تر فشار لاندې د حزبالله د وسلو د دولتي کنټرول موضوع تعقیبوي، خو د لبنان ولسمشر جوزف عون ویلي، د حزبالله خلع سلاح باید د اسرائیلو د اشغال پای، د لبنان د پوځ بشپړ ځای پر ځای کېدو او د بیارغونې له پروګرام سره تړاو ولري.
په ورته وخت کې، د راپور له مخې، ایران واشنګټن ته د عمان له لارې خبرداری ورکړی چې پر عليالطاهر لوړو د اسرائیلو د پراخ عملیاتو په صورت کې به له سخت غبرګون سره مخ شي.
د ورځپآڼې د مطلب له مخې؛ د ایران په باور، په جنوبي لبنان کې د اسرائیلو د پوځي حضور پراخول د منلو وړ نه دي.
شنونکي وايي، د لبنان اوسنی کړکېچ یوازې د یوې سیمې یا غونډۍ پر سر شخړه نه ده، بلکې د جګړې وروسته د لبنان د امنیتي او سیاسي جوړښت او د سیمهییز ځواک د توازن پر راتلونکي د اختلاف نښه ده.
****
د ایران کیهان ورځپاڼې په مقاله کې استدلال کوي چې د امریکا ستونزه له ایران سره یوازې اټومي پروګرام نه دی، بلکې د ایران دفاعي او توغندیز توان، سیمهییز نفوذ او نورې ملي وړتیاوې هم د واشنګټن د فشار برخه دي؛ نو یوازې امتیاز ورکول او شاتګ به د امریکا غوښتنې لا زیاتې کړي.
د لیکوال په باور، ډیپلوماسي او مقاومت باید د یو بل پر وړاندې ونه درول شي؛ بلکې ایران باید د دفاعي ځواک، اقتصادي پیاوړتیا، فعالې ډیپلوماسۍ او ملي یووالي له لارې خپل دریځ پیاوړی کړي او د امریکا فشارونو ته هر اړخیز ځواب ورکړي.
****
کیهان ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي: د هرمزګان ولایت هغه پلونه چې د جګړې پر مهال زیانمن شوي وو، د ایراني انجنیرانو او کارګرانو له لوري د بیارغونې په وروستیو پړاوونو کې دي.
د کیهان د راپور له مخې، د امریکا د بریدونو له امله د پلونو او مواصلاتي زیربناوو له زیانمنېدو وروسته، ایراني انجنیرانو او کارګرانو له لومړیو ورځو د بدیلو لارو جوړول او د ویجاړو شویو پلونو او تونلونو بیا رغول پیل کړل.
مقاله لیکلي: ایراني انجنیرانو او کارګرانو د هرمزګان د جګړې د زیانمنو شویو پلونو په چټکې بیا رغونې سره امریکا ته کلک او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.
***
د ایران د «اطلاعات» ورځپاڼې په یوه مرکه کې فریدالدین حداد عادل د آیتالله سیدمجتبی خامنهاي د ژوند، شخصیت او فعالیتونو په اړه روایتونه کړي دي.
نوموړي ویلي، چې مجتبی خامنهاي سادهژوندی، سادهپوش، خوشبرخورد او له تجملاتو لرې ژوند لري او د کور ډېری چارې یې هم پخپله ترسره کولې.
د هغه په وینا، مجتبی خامنهاي له خپلې کورنۍ سره ساده ژوند درلود، د خپلو مالي لګښتونو حساب یې په دقیقه توګه ساته او د هغو ډالیو او خوراکي توکو له منلو یې ډډه کوله چې د سرچینې په اړه یې ډاډ نه درلود.
ورځپاڼې د مرکې له قوله لیکلي: نوموړي د عبادت، قرآن لوستلو او دیني چارو ته هم ځانګړې پاملرنه کوله او د خپلو اولادونو په روزنه کې یې له سختګیرۍ ډډه کوله.
حداد عادل وايي، مجتبی خامنهاي د رواني علومو، مالي سواد، نوښتګرو شرکتونو، کرنې، اوبو او نورو معاصرو علومو په برخو کې پراخ معلومات لري.
د هغه په وینا، نوموړي د ایران د رهبر له دفتر سره په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او پوځي مسایلو کې شاوخوا ۲۵ کاله د مرستیال په توګه کار کړی او د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو په حل او مهمو امنیتي او پوځي موضوعاتو کې یې ونډه لرله.
*****
د ایران د اطلاعات انلاین ورځپآنې په یو مطلب کې د اسرائیلي رسنیو د راپور له مخې لیکلي: د ایران د ملي امنیت د عالي شورا نوی مشر محسن رضايي وايي، تهران پلان لري چې د هرمز تنګي له دباندې «ممنوعه سیمه» اعلان کړي او هره بېړۍ چې دې سیمې ته ننوځي، د ایران د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي.
راپور وايي، د ایران او امریکا له بیا پیل شوو نښتو وروسته د هرمز تنګي د بېړیو تګ راتګ د مې له میاشتې راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی.
رضايي پر امریکا او منځګړو هېوادونو نیوکه کړې، خو د امریکا د انرژۍ وزیر ویلي، ښايي واشنګټن له ایران سره اټومي تړون ونه کړي او یوازې د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا یې له منځه یوسي.
****
د افغانستان اطلاعاتو روز انلاین ورځپآڼې په یو مطلب کې لیکلي: د طالبانو حکومت د افغانستان په کابل پولیتخنیک پوهنتون کې د هوافضا پوهنځی د جوړېدو پرېکړه شوې چې د بېپیلوټه الوتکو، الوتکو، هوافضا او رادار او ایونیک انجینرۍ څلور ډیپارټمنټونه به ولري.
د طالبانو د لوړو زدهکړو عالي شورا په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ۲۸ نوو پوهنځیو او ۲۹ څانګو ترڅنګ، د پنځو دوکتورا او درې فوقتخصص پروګرامونو جوړول هم تصویب کړي؛ خو د نویو پروګرامونو د عملي کولو د امکاناتو او ظرفیت په اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.
****
د پاکستان جنګ ورځپآنې په یو مطلب کې ویلي، د امریکا دیموکرات سناتور کریس مرفي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې سختې غندلې چې له ایران سره روانه جګړه یې «وړه خبره» بللې ده.
نوموړي ویلي، په جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي، امریکايي پوځي اډو ته میلیاردونه ډالر زیان اوښتی او د توغندیو زېرمې د اندېښنې تر کچې کمې شوې دي.
مرفي ټرمپ «په خطرناک ډول له واقعیت څخه لرې» بللی او ویلي یې دي چې په امریکا کې د بزګرانو افلاس ریکارډ کچې ته رسېدلی، کورنۍ د ګران پټرول له اخیستو سره ستونزې لري، خو ایران تر جګړې مخکې لا پیاوړی شوی دی.