افغانستان او پاکستان په تېره اوونۍ کې
قدرمنو دوستانو تاسو افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې بشپړه متن لاندی لوستلی شئ
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:هیڅ هیواد ته د ایران او د افغانستان د اړیکو د کمزوري کولو اجازه نه ورکوو او د ایران پرضد تپلي جنګ کښې له ایران سره یوو.
ذبیح الله د ایران د اسلامي انقلاب د شهید مشر حضرت ایت الله خامنه اي شهادت د افغانستان د خلکو لپاره ډیره دردونکي پیښه وبلله او ویې ویل:دا ډول اقدامات د سیمې د ټولو خلکو تاوان رسونکي دي.
د طالبانو ویاند د ایران د اسلامي انقلاب شهید مشر یو پریکنده شخصیت وباله او ویې ویل:هغه توانیدلی و د ایران اسلامي جمهوریت په ډیر ښه ډول مدیریت کړي او له معنوي پلوه یې هم په اهل تشیع ټولنو کښې ډیر زیات اغیز درلود.
د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزیر امیر خان متقي او په کابل کښې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف په یوې کتنه کښې د افغانستان او د روسیې د دوه اړخیزه اړیکو او د دواړو هیوادونو د ګډو ګټو او د اړیکو د نور پیاوړي کولو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د طالبانو د خارجه وزارت د اطلاعیې پراساس دواړو لورو دغه راز د سیمې د حالت او د روانو بدلونونو په هکله د نظر د تبادلې په ترڅ کښې ټینګار وکړ د سیمې بدلونونو ته په پام سره د افغانستان او د روسیې د اړیکو دوام د دواړو هیوادونو په ګټه دی.
امیر خان متقي او ژیرنوف دغه راز د کابل او د ماسکو ترمینځ د راتلونکو ملګرتیاو په اړه خبرې وکړې او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په نور پراخولو یې ټینګار وکړ.
دغه کتنه په داسې حال کښې شوې ده چې په تیرو څو کلونو کښې د کابل او د روسیې اړیکې پراخې شوې او روسیه په تیر میلادي کال کښې په لومړي او یوازني هیواد بدل شو چې طالبان په رسمي ډول د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت وپيژندي.
د طالبانو د حکومت د مهاجرینو وزارت وویل:د افغانستان کابو څلور سوه بندیان د پاکستان له زندانونو څخه خوشي شوي او افغانستان ته انتقال شوي دي.
دغه وزارت د یوې اطلاعیې په خپرولو سره وویل خوشي شوي کسان له تورخم او اسپین بولدک سرحدي لارو افغانستان ته رسیدلي دي.
د دغه اطلاعیې پراساس د افغانستان خوشي کړې شوي کسان د قانوني هستوګنې د مدرکونو د نه لرلو په دلیل د بیلابیلو مودو لپاره د پاکستان په زندانونو کښې قیدیان وو.
د طالبانو د حکومت د مهاجرت وزارت دغه راز زیاته کړه:خوشي شوي کسان د ضروري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته بیرته ستانه شوي دي.
د پاکستان پولیسو په تیرو میاشتو کښې په پرله پسې ډول د قانوني مدرکونو د نه لرونکو افغان کډوالو د نیولو او بندي کولو لړۍ پیل کړې ده.
په اسلام اباد کښې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکیب، ټینګار وکړ:چې د افغانستان او د پاکستان امنیت د دواړو هیوادونو ملګرتیا او د اندیښنو متقابل درک کولو ته اړتیا لري.
شکیب زیاته کړه:طالبان د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په هکله د اسلام اباد اندیښنې درک کوي او نه غواړي د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد استفاده وشي.
په اسلام اباد کښې د طالبانو د حکومت سفیر جوته کړه:د پاکستان امنیتي اندیښنې باید د افغانستان په خاوره کښې د پوځي اقدام د ترسره کولو لپاره کومه پلمه ونه وسي او امنیتي ادعاګانې باید مشخصې، دقیقې او د عیني اطلاعاتو پراساس وي.
د طالبانو سفیر وویل: که چیرې پاکستان د خپلو امنیتي اندیښنو په هکله د ملګرتیا هیله لري طالبان هم د افغانستان د امنیتي اندیښنو په هکله د نیغ په نیغه خبرو غوښتونکی دی.
شکیب، دغه راز د یوه بل په هکله له منسوحو فرضیو څخه د کابل او د اسلام اباد د تیریدا غوښتنه وکړه او ویې ویل:د دواړو هیوادونو امنیتي مسائیل له یوه بل سره زیات مرتبط دي.
په اسلام اباد کښې د طالبانو د حکومت سفیر د پاکستان او د افغانستان پراخو اړیکو ته په اشارې سره وویل:دواړه هیوادونه کولای شي خپل متقابل اړوندوالی د ګډو اقتصادي ګټو، د امنیت او د ثبات لپاره په یوه فرصت باندې بدل کړي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د یوې بیانیې په خپرولو سره اسلام اباد ته د سفر لپاره د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د رسمي بلنې او دغه راز تهران ته د سفر لپاره د پاکستان لومړي وزیر ته د ایران د ولسمشر د متقابلې بلنې خبر ورکړ.
د دغه خبر پاڼې پراساس شهباز شریف په بیشکیک کښې د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د مشرانو د غونډې په څنګ کښې له مسعود پزشکیان سره په کتنه کښې له هغه وغوښتل چې په لومړي ممکن فرصت کښې پاکستان ته رسمي سفر وکړي.
دغه بیانیه زیاتوي چې د ایران ولسمشر هم متقابلا د پاکستان لومړی وزیر ته بلنه ورکړه چې د روان میلادي کال په دسمبر میاشت کښې د اقتصادي ملګرتیا موسسې ایکو د مشرانو په غونډې کښې د ګډون لپاره تهران ته راشي.
د پاکستان پارلمان د دغه هیواد د دریو وسله والو ځواکونو قومندنۍ د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ته ورکړه.
د پاکستان پارلمان د دغه هیواد د دفاعي ځواکونو د نوي قانون په تصویبولو سره د لومړي ځل لپاره د ځمکنیو، د هوایي او د سمندري ځواکونو قانوني او عملیاتي قومندنۍ د یوه واحد چارواکي تر څارنې لاندې وروستله.
د دغه قانون پراساس د د فاعي ځواکونو د قومندان یعني سي ډي ایف په نوم سره یوه څـوکۍ رامینځته کړې شوې ده او د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هم د لومړي کس په توګه چې دغه مسوولیت پرغاړه اخلي ټاکل شوی دی.
فلیډ مارشل عاصم منیر به په نوي څوکۍ کښې د ځمکني ځواک د قومندنۍ د ساتلو په ترڅ کښې د هوايي او د سمندري ځواکونو د عملیاتي قومندنۍ واک هم ولري، دغه بدلون په تیرو څو لسیزو کښې د پاکستان د پوځي قومندنۍ د جوړښت تر ټولو مهم پیاوړي کول ګڼل کیږي.
د نوي قانون پراساس د پاکستان د پوځي ځواکونو قومندان به د مدیریت او د وسله والو ځواکونو د خدمتي حالت په برخه کښې پراخ اختیارات ولري او هغه به د ځواکونو د متقاعد یعني ریټایرډ کولو ، ایستلو او یا د هغوې د کارونو د دوام په هکله فیصله وکړي.
د عاصم منیر پینځه کلن پړاو به کابو تر دوه زره دیرشم میلادي کال پورې دوام ولري او دغه راز هغه به د فیلډ مارشل په توګه د ټول عمر لپاره له رتبې، او قانوني او قضایي مصونیت او خوندیتوب څخه برخور شي او د هغه څنګ ته کیدل د پارلمان د غړیو په دریو کښې دوو برخو رایو ته ضرورت لري.
د پاکستان چارواکو د نوي جوړښت د رامینځته کولو هدف د ځمکنیو، د هوايي او د سمندري ځواکونو ترمینځ د غږملتیا زیاتیدل او په کړکیچنو شرایطو کښې د پوځي فیصلو په ترسره کولو کښې چټکوالی اعلان کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل:د اسلام اباد حکومت د افغانستان په هکله د چین د رول او د افغانستان د طالبانو او د پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د پیکینګ د هڅو هرکلی کوي،خو د دغو هڅو پرمختګ د طالبانو له عملي اقداماتو سره اړونده دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اندرابي وویل د افغانستان او د پاکستان ترمینځ د اړیکو ښه کیدل د طالبانو له اقداماتو او تضمینونو سره اړه لري او اسلام اباد تراوسه د کابل لخوا کوم تضمین او یا نوی اقدام نه دی ترلاسه کړی چې وښيي د افغانستان له خاورې به د پاکستان پرضد استفاده ونشي.
اندرابي، اسلام اباد ته د افغانستان په چارو کښې د چین د ځانګړي استازي «یوشیانو یونګ» د سفر په هکله هم وویل:هغه د افغانستان په چارو کښې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره کتنه کړې او د افغانستان د بدلونونو او د خبرو اترو د بهیر په هکله یې مشوره کړې ده.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او د صنایعو د کوټې مشر یوسف افریدي له افغانستان سره د تورخم د سرحدي لارې د سمدستي خلاصیدا غوښتنه وکړه او ویې ویل د دغه لارې د تړل کیدا دوام تراوسه د پاکستان اقتصاد ته دوه اعشاریه پینځه میلیارډه ډالره تاوان رسولی دی.
افریدي وویل له ګاونډیو هیوادونو سره تجارت باید له سیاسي مسائیلو څخه جلا شي، ځکه چې د سرحدي تجارت سیاسي کیدا پاکستان ته زیات تاوانونه رسولي دي او د زرګونو کارونو د له لاسه ورکول کیدا سبب شوی دی.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د سوداګرۍ او د صنایعو د کوټې مشر افریدي زیاته کړه د تورخم سرحدي لاره کابو یوه میاشت ده چې تړل شوې ده او د پاکستان حکومت په سرحدي سیاستونو کښې د بیا کتنې لپاره په خپلو ژمنو ، د دوه اړخیزه تجارت د پراخولو او له افغانستان سره د امنیتي مسائیلو د حل کولو په ژمنې باندې عمل نه دی کړی.
افریدي د تورخم سرحدي لارې د سمدستي خلاصولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ د سرحدي محدودیتونو دوام نه یوازې دوه اړخیزه تجارت بلکې د سرحدونو دواړو لورو ته د ځايي خلکو معیشت او اقتصاد هم تر اغیز لاندې وروستلی دی.
د پاکستان پوځ وویل د تحریک طالبان پاکستان یعني د ټي ټي پي ډلې پینځلس غړي د افغانستان له سرحد څخه پاکستان ته د ورننوتلو د هڅې په وخت وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ په بیانیې کښې ویل شوي دي دغو کسانو نیت درلود د خیبر پښتونخوا صوبې شمالي وزیرستان سیمې ته ورشي، خو د افغانستان د خاورې دننه د پاکستان له ځواکونو سره په جنګ کښې ووژل شول.
له دي سره په یووخت په پیښور کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې سي ټي ډي(CTD) هم په یو لړ عملیاتو کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د څلورو غړیو د وژل کیدا خبر ورکړ او دغه ادارې ادعا وکړه چې یو وژل شوی سړی د افغانستان ښاریز دی.
د اسلام اباد حکومت په تیرو میاشتو کښې په ځلونو د افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان ډلې په کوربه توب او ملاتړ کولو تورن کړی دی؛ داسې تور چې د افغانستان د طالبانو حکومت هغه دروغ بولي.
پاکستان دغه راز ادعا کوي د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کښې د حملو لپاره استفاده کوي، په داسې حال کښې چې طالبانو ټینګار کړی دی د نورو هیوادونو پرضد د افغانستان له خاورې څخه د استفادې کولو اجازه نه ورکوي.
د پاکستان د بلوچستان د ازادي غواړي پوځ په نوم ټروریسټي ډلې ادعا وکړه په بلوچستان کښې په «زیارت کراس» سیمه کښې د پوځ په یوه کاروان باندې برید کښې یې اتلس حکومتي عسکر وژلي او د هغوې وسلې یې هم اولجه کړي دي.
د دغه بلوچ ټروریسټي ډلې ویاند «جنید بلوچ» په یوې بیانیې کښې ادعا وکړه د دغه ډلې غړیو د یوه پوځي کاروان په څلورو ګاډو برید کړی او له کبله یې د یوه ټرک په شمول دوه ګاډي تباه شوي دي.
دغه ترهګرې ډلې دغه راز ادعا وکړه د دغه ډلې ځانګړیو ځواکونو په «هاجیکه» او «سوراب» سیمو کښې په یوه ګاډي کښې په بم کیښودلو او په ریموټ کنټرول چاودنې سره د پاکستان د پوځ یو پوځي ګاډی تباه کړی او اوه حکومتي عسکر یې وژلي دي.