ګوترش: د افغان ښځو پر کار بندیز دې سمدستي لغوه شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i177778-ګوترش_د_افغان_ښځو_پر_کار_بندیز_دې_سمدستي_لغوه_شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش په یو خپاره کړي بیان کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د «تبعیضي» سیاستونو په غندلو سره، له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز سمدستي لغوه کړي.
(last modified 2026-09-07T03:39:02+00:00 )
Sep 07, 2026 08:02 Asia/Kabul
  • ګوترش: د افغان ښځو پر کار بندیز دې سمدستي لغوه شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش په یو خپاره کړي بیان کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د «تبعیضي» سیاستونو په غندلو سره، له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز سمدستي لغوه کړي.

د تاند خبري سایټ د خبر له مخې، ګوټیریش په دې بیان کې ویلي چې د طالبانو دغه سیاستونه د ښځو او نجونو لومړني حقونه تر پښو لاندې کوي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ثبات او نړیوالې ټولنې ته د بېرته ورګرځېدو پر وړاندې جدي خنډ جوړوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز ویلي د وږي په ۱۶مه یعنې نن، یو کال پوره کېږي چې طالبانو په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر ننوتلو بندیز لګولی دی.

هغه وویل، دغه بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون، د نړیوالو قوانینو له اصولو سره په ټکر کې دی او د افغانانو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو وړتیا یې محدوده کړې ده.

ګوټېریش ټینګار وکړ چې په کاري ځایونو کې د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو حضور د دې سازمان د فعالیتونو د دوام او د زیانګالو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ضروري دی.

هغه زیاته کړې چې د ښځینه کارکوونکو له حضور پرته، افغان ښځو او نجونو ته د بشري مرستو او اړینو خدمتونو رسول لا ستونزمن کېږي.