هرمز تنګي په بشپړ ځواک زموږ د ځواکونو تر کنټرول لاندې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177848-هرمز_تنګي_په_بشپړ_ځواک_زموږ_د_ځواکونو_تر_کنټرول_لاندې_دی
پارس ټوډی – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان ځای ناستي، د ایران د وسله‌والو ځواکونو د بشپړ چمتوالي څخه په ټینګار وویل: د اسلام مبارزین د نړۍ د اقتصاد له حیاتي سمندري لارو څخه د هرمز تنګی په ځواک او اقتدار سره تر خپل کنټرول لاندې لري او دا بهیر به دوام ولري.
(last modified 2026-09-08T10:24:32+00:00 )
Sep 08, 2026 14:52 Asia/Kabul
  • هرمز تنګي په بشپړ ځواک زموږ د ځواکونو تر کنټرول لاندې دی

پارس ټوډی – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان ځای ناستي، د ایران د وسله‌والو ځواکونو د بشپړ چمتوالي څخه په ټینګار وویل: د اسلام مبارزین د نړۍ د اقتصاد له حیاتي سمندري لارو څخه د هرمز تنګی په ځواک او اقتدار سره تر خپل کنټرول لاندې لري او دا بهیر به دوام ولري.

د ایرنا خبري اژانس په حواله، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان ځای ناستي، سردار تورن جنرال مصطفی ایزدي، د سې شنبې په ورځ په خپلو خبرو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله‌والو ځواکونو وړتیا او چمتووالي ته په اشارې وویل: د ایران وسله‌وال ځواکونه په بېلابېلو عملیاتي برخو کې، چې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران، د ایران اسلامي جمهوریت پوځ او انتظامي قومانده پکې شامل دي، په ځواک سره خپلې دندې او ماموریتونه ترسره کوي.

هغه زیاته کړه: د اسلام مبارزین د ایران په جنوبي ټاپوګانو او بېلابېلو سیمو کې په بشپړ چمتووالي سره حضور لري< په ځواک او ټینګ عزم سره خپلو ماموریتونو ته دوام ورکوي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان مرستیال، د هغه څه پر وړاندې ترسره شوو اقداماتو ته په اشارې چې ده د دښمن سمندري محاصره وبلله، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په دې برخه کې مناسب اقدامات ترسره کوي چې یوه برخه یې لا دمخه ترسره شوې ده.

هغه زیاته کړه: د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ـ فضايي ځواک له خوا د دښمن پر جنګي بېړیو توغندیز برید هم له دغو اقداماتو څخه و چې مقابل لوري هم د دغه برید رامنځته کېدل تایید کړي دي.