په افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي
په افغانستان کې د تنفسي ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغانو شمېرې د تېرو درېو میاشتو په ترڅ کې نژدې پنځه میلیونه یادوي.
د دې وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته وویل چې تنفسي ناروغان د پروسږکال په پرتله زیات شوې او د دې ناروغانو لویه برخه زاړه خلک دي. ښاغلي زمان دا ونه ویل چې پروسږکال څومره کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي وو.
د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۵ کال تر نیمایي پورې شمېرې خپرې کړې چې د هغو له مخې له جنوري تر جولای میاشتې پورې کابو ۴ لکه او ۲۸ زره کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوې چې له دې ډلې نژدې ۹ زره او ۵ سوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د هوا له سړېدو سره په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ پیښې هم زیاتې شوې دي. د طالبانو د عامې روغتیا د وزارت د شمېرو له مخې د جنوري په میاشت کې تر ۱۵۰ ډېر کسان په کرونا اخته شوې دي، تر دې یوه میاشت مخکې د دې ناروغۍ ۱۴۱ پیښې ثبت شوي او تر هغه مخکې په نوامبر کې تر ۲۰۰ ډېر کسان په کرونا اخته شوې دي. البته دا هغه ناروغان دي چې دولتي روغتونونو ته یې مراجعه کړې ده او تر اوسه د کرونا له امله د تلفاتو خبرونه نه دې خپاره شوي.
په افغانستان کې د تنفسي ناروغانو شمېرې په داسې وخت کې زیاتې شوې چې د دغه هېواد روغتیایي سکټور تر سخت فشار لاندې دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ په یوه مفصل راپور کې څرګنده کړه چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو له کمیدو سره نږدې ۴۵۰ روغتیایي مرکزونه په دغه هیواد کې تړل شوې دي.