دامهال افغانستان کې له ۶۰۰ قلمه زیات درمل تولیدېږي
Jan 27, 2026 02:56 Asia/Kabul
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دامهال په دې هېواد کې د درملو د تولید ۱۳۰ کارخونې فعالې دي.
دغه وزارت ویلي چې یادې کارخونې څه باندې ۶۰۰ قلمه درمل تولیدوي، چې د تېر په پرتله زیات شوي او له دې ډلې څلور کارخونې د نړیوال تولید د سټنډرډ سندونه لري.
د دغه وزارت ویاند وايي، له کورنیو درملو د ګټنې پراختیا په موخه هم هڅې دوام لري. سنوفارما، لایف پېرل، ملي شفا او ټي جي اېل هغه تولیدي کارخونې دي، چې توانیدلي د نړیوال تولید د سټنډرډ سندونه ترلاسه کړي.
ټیګونه