جاپان د افغانستان له روغتیايي برخې سره ۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169564-جاپان_د_افغانستان_له_روغتیايي_برخې_سره_۳_میلیونه_ډالره_مرسته_وکړه
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، جاپان د افغانستان په کچه د حیاتي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او رواني ـ ټولنیز ملاتړ د پیاوړتیا لپاره ۳ میلیونه ډالره مرسته کړې.
(last modified 2026-01-15T07:58:35+00:00 )
Jan 15, 2026 12:22 Asia/Kabul
  • جاپان د افغانستان له روغتیايي برخې سره ۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، جاپان د افغانستان په کچه د حیاتي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او رواني ـ ټولنیز ملاتړ د پیاوړتیا لپاره ۳ میلیونه ډالره مرسته کړې.

دغه بنسټ نن پنجشنبه د مرغومي په ۲۵مه په یوه اعلامیه کې ویلي، دا نوې مالي مرسته به د افغانستان په پنځو ولایتونو کې ولګول شي.

اعلامیه کې ویل شوي چې د جاپان د دې مالي مرستې په وسیله به ډایکندي، فاریاب، خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې د ۶۰ روغتیايي مرکزونو ملاتړ وشي، څو وکولای شي د میندو د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دوامداره وساتي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ټینګار کړی چې دا خدمتونه د مخنیوي وړ د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د کمولو او د ښځو، نجونو او ځوانانو د اوږدمهاله هوساینې د ښه‌والي لپاره حیاتي رول لري.

اعلامیه کې راغلي چې د دې پروګرام د پلي کېدو له لارې به په پنځو ولایتونو کې شاوخوا ۲۱۰ زره تنه تر پوښښ لاندې راشي چې لږ تر لږه ۸۴۰ تنه یې معلولیت لرونکي کسان دي.

د ملګرو ملتونو د مالوماتو پر بنسټ، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیون افغانان چې د افغانستان د ټول نفوس ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. له دې ډلې ۱۴.۴ میلیون روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.