تېرکال افغانستان کې د ملاریا پېښې ۱۴.۶ سلنه کمې شوي
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان هغه راپور رد کړ چې پکې د افغانستان په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د ملاریا د زیاتوالي ګواښ یاد شوی. د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ملاریا پېښې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱۴ اعشاریه ۶ سلنه کمې شوي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافتزمان ویلي، دغه وزارت د ملاریا د مخنیوي او کنټرول لپاره ټول هېواد کې تدابیر پلي کړي. ده وویل، په ځانګړي ډول په ختیځو ولایتونو کې د درملنې خدمتونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه هم پيل شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له درې پر څلورو زیات وګړي په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې د ملاریا د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.
یاد سازمان د تېرو دوو میلادي کلونو د ملاریا لوړې کچې ته په اشارې سره، د ۲۰۲۶ کال لپاره هم د دې ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی او ویلي، د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو اوسېدونکي تر ټولو زیات له خطر سره مخ دي.
له دې سره، د روغتیا نړیوال سازمان وايي، که د مخنیوي اقدامات، درملنه او د روغتیايي شریکانو ترمنځ نږدې همغږي دوام وکړي، افغانستان کولای شي د ملاریا پېښې راکمې کړي . یاد سازمان تر دې وړاندې خبرداری ورکړی وو چې شاوخوا ۷۷ سلنه د افغانستان وګړي د ملاریا د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.