زما د یوټیوب  چینل ئې له ۱۱کلونو وروسته حذف کړ
(last modified Mon, 20 May 2024 08:26:18 GMT )
May 20, 2024 12:56 Asia/Kabul
  • زما د یوټیوب  چینل ئې له ۱۱کلونو وروسته حذف کړ

پارس ټوډې – د پریس ټی وی خبری چینل اجرا کونکې او پروډیوسره میرمن مروا عثمان ووئيل، په تیرو کلونو کې هم د امریکا ددفاع وزارت په سویله ډير انټرنیټي ویبسایټونه په بشپړډول حذف شول. ددغو محدودیّتونو  دلیل،د لویدیځي رسندویو له کړچار سره زمونو دروایت توپير دی.

د  لبنان په نړیوال نندارتون کې د رسانۍ د مطالعاتو لیکچررې له خبري حوزو سره د خپلې دلچسپۍ  په باب ووئيل، زه د ایران سیاسی ،اقتصادي او علمي حوزې تعقیبوم او غواړم پوهه شم ، په هغه هیواد کې حالات چې په تیرو ۴۵کلونو کې ورباندې بندیزونه  لګیدلی دي، څرنګه پرمختګ کوي. زما په اند،ددغه هیواد خلکو ډير لوي کار کړی دی او په تیره بیا په تیرو پنځو کلونو کې، توانیدلي یوو، د لویدیځ  په ځاي له راوستل شوو رسندویو سره  د ایران  د  ارتباط په زمینې کې د یولړ پرمختګونو شاهدووسو.

هغې  له رسندوئي زاوې څخه  د دنیا د خلکو د نظر په باب ووئيل، د لویدیځي رسندویو د مخاطبانو لپاره ، د ایران له کړچار سره بلدتیا ډيره مهمه ده. په ۲۰۱۷کال کې  مو په تهران کې د فلسطین په موضوع سره په یوې لوئې ناستې کې ګډون وکړ. هغه شی چې په هغې غونډې کې ئې د لومړي ځل لپاره زما توجه  جلب کړه، له غزې تړانګې د ایران د ولس دوامدار ،حقیقي او هوښیار ملاتړ ؤ چې  د عربانو په وسیله ددغه شان ملاتړ ډير کم شاهدان یوو. تر ډير وخت پورې مو دا تصوَر کاوۀ په سیمې کې داسې ډیر کم هیوادونه ، تراوسه پورې  د فلسطین له آرمانه ملاتړ کوي. خو  هغه مهال چې  تهران ته مو سفر و کړ، نو  د فلسطین له آرمان سره  د ایران د تاریخ  همغږه او همپاله کیدا شاهده وم  او له خلکو سره په خبرو کې متوجه شوم چې غزه ولې د دوي لپاره  اهمیّتلري  او خپله آزادي د فلسطین په آزادۍ کې ويني.

د پریس ټي وي چینل اجرا کونکې میرمن عثمان په ایران کې د میرمنو د رول په  هلکه  د خپل نظر په باب  ووئيل، هغه لومړنی شی چې په بایکاټ شوي ایران کې ئې زه حیرانه کړم ، په حکومت او ټولنې کې د میرمنو رول ؤ. له دې مخکې ، په تهران کې له میرمنو سره د چلند او ژوند  د څرنګوالي له پلوه    تر ډیره حده د لویدیځي رسندویو د روایتونو تر اغیزو لاندې وم.دا ما لپاره یو کلتوري شاک ؤ ،ځکه د لبنان اساسی قانون  د هغو کسانو په وسیله مدیریّت کیدۀ په اجرائي مسئولیّتونو کې د  یوې میرمنې یوازې شتون سپکاوی دی.

میرمن مروا عثمان زیاته کړې ده ، فکر کوم ،له مختلفو ټولنو او کلتورونو سره  دتهران  د ارتباط لپاره ځیني لارې چارې  موجودې دي. سره له دې چې ایران باندې سخت اقتصادي بندیزونه دي، باید د رسندوئي کنفرانسونو له لارې د نړۍ  خلک ددغه هیواد له کړچار سره آشنا کړو. میرمن عثماند نړئ د  بیان  د آزادۍ نشتوالي ته په اشارې سره  ووئیل، په  اوسمهاله ټولنیزو رسندویو  کې، له سنسر کیدا پرته بل هیڅ خنډ نشته. د مثال لپاره، زما یوټیوب چینل  د فعالیت له یولسو کلونو وروسته په داسې حال کې چې  زما د پروګرام ټول آرشیو  په پریس ټي و ي  کې شته ؤ، له کوم مخکیني خبرداری پرته ئې  دغه پلیټ فارم حذف کړ. دغه پروګرام  په مینيځني ختیځ او لویدیځي آ سیا سیمې کې  کې پر پيښو شننې کولې. . په وروستیو کلونو کې  هم ، د امریکا ددفاع وزارت په وسیله ډیری انټرنیټي ویبسایټونه  په بشپړ تړل شوي او یا حذف شوي دي.  ددغو محدودیّتونو د اعمالیدا دلیل ،د لویدیځي رسندویو  له کړچار سره  د مونږ دروایت توپیر دی، په عین حال کې  مونږ په سم  لاره روان یوو، باید  کلتوري خنډونه  مات کړو او په درستې نړۍ کې،د سنسرونو  څخه د تیریدا لپاره نوي ځاي ناستي پيدا کړو.

هغې زیاته کړې ده، فکر کوم ،له لویدیځي مخاطبانو سره  ارتباط ټينګ کړئ شو او دوي له خپلو لومړیتوبونو سره آشنا کړو.دا یو تیروتی فکر او د کلتور دبشپړ نه درک کولو په د لیل  ده چې مونږ د خپلو بهرنیو  مخاطبانو په باب د خبلو ټولنو کړچار په وړاندې ولرو.

د پریس ټي وي اجرا کونکې میرمن عثمان  په پای کې په یوۀ مثال سره ووئیل، که وغواړو ،د لویدیځي هیوادونو له خلکو سره  زما او د ما د کورنۍ د وژلو لپاره د متحده ایالاتو په وسیله د لګول شوي بودجې په باب  خبرې وکړو، نو د امریکا ولس  لازیات اهمیّت ورته نه ورکوي، خو  د متحده ایالاتو په وسیله د ښه تعلیمي نظام  او د بیخ بینائيو د رامینځةکیدا په ځاي د دوي دمالیاتو د لګښت د څرنګوالي روایتونکی کیدلی شي.

 

ټیګونه