Apr 29, 2024 04:57 Asia/Kabul
  • د ټول ایران محصیلینو د  اروپايي محصیلینو ملاتړ وکړ( ټول خبرونه دلته لوستلی شئ)

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د پوهنتونونو استادانو او محصیلینو د فلسطین له اروپايي او امریکايي ملاتړو محصیلینو سره په پیوستون کښې د صهیونیسټ رژیم ضد غونډې جوړې کړې.

د ټول ایران د پوهنتونونو استادانو، محصیلینو او کارکونکو پرون د اعتراضیه غونډو په جوړولو سره په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ نیواکګر رژیم په جنایتونو باندې اعتراض کښې د فلسطین د ملاتړو اروپايي او امریکا محصیلینو د اعتراضونو د حمایت  په اعلانولو سره چې د پوهنتونو د استادانو  او محصیلینو او د نړۍ د علمي او د کلتوري مرکزونو د نړیوال ملاتړ کولو سبب شول د فلسطین له ملاتړو محصیلینو سره د امریکا د پولیسو له تاوتریخوالي ډک چلند وغاند.

د ټول ایران د پوهنتونونو محصیلینو د فلسطین د بیرغونو په لاسونو کښې نیولو  او مړه دې امریکا ، او مړ دې اسرائیل او یا ایها المسلمین اتحدو اتحدو شعارونو سره د صهیونیسټ د نسل وژونکي رژیم پرضد او د فلسطین له ملاتړو محصیلینو خپل ملاتړ اعلان کړ.

د صهیونسیټ نسل وژونکي رژیم د جنایتونو د غندلو او د فلسطین په ملاتړ کښې د محصیلینو اعتراضونه چې د امریکا په نیویارک ښار کښې له کولمبیا پوهنتون څخه پیل شوي دي د واشنګټن  د چارواکو لخوا له ځپل کیدا سره سره د امریکا نورو پوهنتونونو یعني ییل ، نیویارک ، هاروارډ ، ټیکساس او جنوبي کیرولینا ایالتونو ته غځیدلي دي او په دوام کښې اعتراضونه اوس د فرانسې ، د جرمني ، د کاناډا ، د بریتانیا او د اسټرالیا په شمول لویدیځو هیوادونو ته هم رسیدلي دي.

څه د پاسه اوه میاشتې کیږي چې د امریکا او نورو اروپايي هیوادونو او د ځینو عربو هیوادونو په ملاتړ سره صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم د فلسطین د بې  ګناه خلکو وژلې ته دوام ورکړی دی او تراوسه یې کابو څلوردیرش پینځه سوه کسان شهیدان کړي او له  اوه اویا زرو څخه زیات یې ژوبل کړي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د امریکا په هاروارډ پوهنتون کښې د فلسطین بیرغ ورپول شو

مهر خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د هاروارډ پوهنتون محصیلینو د غزې له خلکو سره د پیوستون په نښه په دغه پوهنتون کښې د فلسطین بیرغ ورپوه.

د امریکا د هاروارډ پوهنتون محصیلینو په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم په جنایتونو باندې اعتراض او تل اویو سره د واشنګټن د مرستو د بندولو او دغه راز د غزې له خلکو سره د پیوستون د څرګندولو لپاره تر یوه ساعت پورې په دغه پوهنتون کښې د فلسطین بیرغ ورپوه.

د امریکا د هاروارډ پوهنتون مشر مخکې محصیلینو ته ګواښ کړی و چې د اعتراضونو د دوام په بڼه کښې به دوې انضباطي کمیټۍ ته معرفي کړي.

سره دې د امریکا د هاروارډ پوهنتون محصیلینو دغه ګواښ ته له پام کولو پرته د جان هاروارډ د مجسمې د پاسه د فلسطین بیرغ وروپوه.

له  اسرائیلو رژیم څخه په هراړخیزه ملاتړ کښې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت په سیاستونو په اعتراضونه او د غزې د خلکو ملاتړ دا ځل د امریکا په پوهنتونونو کښې د محصیلینو د بیلابیلو پرګنو لخوا پیل شوی دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د امریکا پولیسو د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید  ونیوه

العالم ټيلي ويژن راپور راکړی د امریکا پولیسو د روان میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید« جیل اسټین» چې په واشنګټن پوهنتون کښې یې د فلسطین د ملاتړو کسانو په مظاهرو کښې ګډون کړی و ونیوه.

د امریکا پولیسو دغه راز د جیل اسټین د انتخاباتو د کمیټۍ مرستیال «کلي مریل کایر» او د انتخاباتو د کمیټۍ مدیر «جیسون کول »هم نیولي دي.

د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید جیل اسټین وویل تر هغه وخته چې د امریکا پوهنتونونه د اسرائیلو رژیم د پوهنتون د مرکزونو او موسسو بایکاټ کول پیل نکړي له دغه ځایه به لاړ نشي.

صهیونیسټ رژیم د غزې د خلکو پرضد جنګ کښې له  جنایتونو کولو ، عام وژلې ، ورانۍ رامینځته کولو ، جنګي جنایتونو ، د نړیوالو قوانینو له خلاف ورزیو کولو او په مرستندویه موسسو باندې له بمباریو کولو او د لوږې او قحطۍ له رامینځته کولو پرته بل هیڅ بریا نه ده لرلي.

صهیونیسټ رژیم په غزې کښې سخته ماتي خوړلي ده او تراوسه د بې ګناه خلکو له شهیدولو پرته خپل هیڅ هدف ته نه دی رسیدلی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د طوفان الاقصی عملیات د مسلمانانو د وحدت سبب شول

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ حسن البغدادي وویل د طوفان الاقصی عملیات د شیعه او د سني د وحدت سبب شول.

هغه پرون د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې له مشر حجت الاسلام حمید شهریاري سره په کتنه کښې د اسلامي مذهبونو ترمینځ د وحدت په رامینځته کولو کښې د طوفان الاقصی د عملیاتو اغیز ته په اشارې سره وویل صهیونیسټ دښمن به له الاقصی عملیاتو وروسته اعتقادي جنګ رامینځته کړي.

شیخ حسن البغدادي وویل د صهیونیسټ رژیم په له مینځه وړل کیدا سره په اسلامي هیوادونو کښې د پردیو هیوادونو شتون ختم شي.

د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د ټولنې مشر شیخ  حسن البغدادي په تهران کښې د اسلامي وحدت د کلني کانفرنس جوړیدا او د مسلمانانو ترمینځ د وحدت د رامینځته کولو لپاره په هغه کښې د بیلابیلو پلانونو وړاندې کیدا ته په اشارې سره وویل په تهران کښې د اسلامي وحدت په نړیوال کانفرنس کښې د اسلامي هیوادونو علما په عملي وحدت باندې ټينګار کوي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اسرائیل د حماس غورځنګ شرطونو منلو ته تیار دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو یوې رسنۍ د اوربند په ټینګولو کښې د فلسطین د حماس غورځنګ له شرطونو سره د موافقت لپاره د صهیونیسټ رژيم د چمتووالي ادعا وکړه.

«اسرائیل هیوم» ورځپاڼې پرون ولیکل صهیونیسټ رژیم د بندیانو د تبادلې له پړاو وروسته د جنګ د ختمولو له اعلان پرته د حماس غورځنګ ټولو غوښتنو ته ځواب ویلو ته تیار دی.

دغه اسرائیلي ورځپاڼې په دوام کښې ادعا وکړه اسرائیل نیت لري له لسو تر تر څوارلسو ورځو پورې وخت  د یوشمیر صهیونیسټ بندیانو د خوشي کولو لپاره له حماس غورځنګ سره موافقې ته د رسیدا لپاره بیل کړي.

یدیعوت احارنوت ورځپاڼې هم ادعا وکړه چې اسرائیل د خبرو اترو د بشپړولو لپاره مصر ته د یوه پلاوي د استولو لپاره د چمتو کیدا په حال کښې دی.

له دې مخکې خبري سرچینو ویلي وو چې د حماس  غورځنګ یو پلاوی به له صهیونیسټ رژيم سره د خبرو لپاره نن د مصر پلازمینې قاهرې ته لاړ شي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د امریکا خلکو د ولسمشر د وینا ځاې کښې مظاهرې وکړې

نیوزویک اونیزې راپور ورکړ په امریکا کښې د فلسطین ملاتړي او په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم د جنګ د دوام مخالفان د ولسمشر جوبایډن د وینا ځاې ګیر چاپیر راغونډ شول چې په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د جنګ پرضد خپل اعتراضونه اعلان کړي.

نیوزویک اونیزې وویل په امریکا کښې د فلسطین ملاتړو او په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګ د دوام مخالفانو وړمه شپه په واشنګټن کښې د ولسمشر جوبایډن د وینا د ځاې مخ ته په غونډې کولو سره هلته د فلسطین یو ستر بیرغ ورپوه.

په امریکا کښې په تیره بیا پوهنتونونو کښې د محصیلینو او د استادانو لخوا د فلسطین له مظلومو خلکو سره د ملاتړ لپاره اوس غونډې پیل شوي دي او پولیسو په سلګونو محصیلین نیولي دي او ځینې یې سخت وهلي ټکولي هم دي.

امریکا په غزې کښې د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو د جنګ مدیریت پرغاړه لري او په حقیقت کښې امریکا په غزې کښې د بې ګناه خلکو د وژلې نیغ په نیغه مسووله ده.

امریکا له بریتانیا، فرانسې ، جرمني ، کاناډا ، اسټرالیا او نورو اروپايي هیوادونو سره یوځاې له اسرائیلو سره ډيرې پوځي ، مالي ، استخباراتي او لاجیسټيکي مرستي کوي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د اسرائیلو د مشرانو د نیول کیدا احتمال شته

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د اسرائیلو رژیم خبري سرچینو په غزې تړانګه کښې د جنایتونو د ترسره کولو په دلیل د انصاف د نړیوالې محکمې لخوا د صهیونیسټ رژيم د یوشمیر سیاسي او د پوځي مشرانو د نیول کیدا د حکم د صادریدا د احتمال خبر ورکړ.

اټکل کیږي چې د انصاف نړیواله محکمه په غزې تړانګه کښې د نسل کشۍ او د جنایتونو په دلیل د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ، د جنګ د وزیر «یوااو  ګالانټ» او د پوځ د لوی درستیز «هرتزی هالیوی» او د یوشمیر نورو اسرائیلي چارواکو د نیولو حکم ورکړي.

په همدې لړ کښې د اسرائیلو «معاریو» ورځپاڼې ولیکل لومړي وزیر نتانیاهو د انصاف د نړیوالې محکمې لخوا د ده نیولو له حکم څخه د ویریدا په خاطر سخت اندیښمن شوی دی او د ده د نیولو د حکم د ورکولو د مخنیوي لپاره یې د امریکا له چارواکو سره پراخ تماسونه ټینګ کړي دي.

بل خبر دا چې په تیونس کښې د ایټالیا سفیر په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د نسل کش رژیم د جنګ په وړاندې د ایټالیا د حکومت په سیاستونو باندې اعتراض کښې په تیونس کښې د کتاب له نړیوال نندرتون څخه وشړل شو.

له صهیونیسټ رژیم څخه د ایټالیا د حکومت له هراړخیزه ملاتړونو او د غزې د جنګ په هکله د حقیقتونو د بیانولو په باره کښې د ایټالیا په رسنیو کښې له خبري سانسور سره سره د ایټالیا ډیرو خلکو د فلسطین په بې ګناه خلکو په تیره بیا په ښځو او ماشومانو باندې د بمباریو په دوام باندې د اندیښنې په څرګندولو سره په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د ایټالیا د سیاستوالانو ملاتړونه په کلکه غندلي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د اوکراین او روسیې جګړه زیاته شوي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د اوکراین او د روسیې ترمینځ جنګ زیات شوی او د اوکراین په ختیځ کښې جګړه زیاته شوي ده.

د اوکراین د پوځ یوه جنرال چې نوم یې نه دی ښودل شوی وویل چې د اوکراین په ختیځ کښې د روسیې او د اوکراین د پوځيانو ترمینځ جنګ زیات شوی دی.

هغه وویل د اوکراین پوځيانو د خپلو ځانونو د ساتلو لپاره په لویدیځ کښې په ځینو کلیو کښې مورچې نیولي دي.

ویل کیږي چې روسیې تیره اونۍ د اوکراین په پوځي مرکزونو او د وسلو په ګودامونو باندې د پینځه دیرشو توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو بریدونه کړي وو او اوکراین د روسیې د یویشتو توغندیو د نسکورولو ادعا هم کړي وه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د فلسطین مبارزانو درې اسرائیلي عسکر هلاک کړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د عبري ژبې سرچینو وویل د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کښې په «نتساریم »چورلیز کښې پرون د حماس غورځنګ په پوځي عملیاتو کښې د اسرائیلو درې پوځیان هلاک شول او یولس نور ژوبل شول.

دغو سرچینو وویل چې په نتساریم چورلیز کښې د فلسطین د مبارزانو په پوځي عملیاتو کښې د اسرائیلو د پوځ د نهه نویمې فرقې درې عسکر هلاک شوي او یولس نور ژوبل شوي دي او د اسرائیلو څو هیلي کوپټرونه د ژوبلو کسانو د وړلو لپاره په دغه سیمه کښې په ځمکه ناست وو.

د صهیونیسټ رژيم د پوځ پوځي سانسور تراوسه د دغه پیښې د جزیاتو د خپرولو اجازه نه ده ورکړي.

مخکې د فلسطین د حماس غورځنګ عزالدین قسام غونډ ویلي وو چې په نتساریم چورلیز کښې یې د اسرائیلي نیواکګرانو د پوځ په مرکز د هوانونو ډزې کړي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په تخار کې ورښتونو او سېلابونو ۱۷ کورنۍ لادرکه کړې دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان  د تخار په څلورو ولسوالیو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۱۷ کورنۍ ورکې شوې دي.

په تخار کې طبیعي پېښو ته د چمتوالي ریاست طالب چارواکو پرون  ویلي چې د دغه ولایت په ورسج، فرخار، ینګي‌قلعه او اشکمش ولسوالیو کې سختو ورښتونو او سېلابونو یو شمېر کورنۍ لادرکه کړې دي او د ځاني زیان ترڅنګ یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

 

د هغوی په خبره، وړمه شپه د سېلابونو راوتلو له امله په اشکمش ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کورنۍ ورکې شوې دي.

د څرګندونو په حواله، په ینګي قلعه، فرخار او ورسج ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله اووه کورنۍ ورکې شوې دي او تر اوسه یې کومه نښه موندل شوې نه ده.

د نوموړي ریاست مسوولانو ویلي چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په دغه ولایت کې اووه زره جریبه کرنیزه ځمکه او ۲۳ کورونه هم زیانمن کړي او دغه راز ۳۰ څاروي یې له منځه وړي دي.

بل پلوه، د تخار اشکمش ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې له دوو ورځو راهیسې په دغې ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو وروسته هم د طالبانو له اړوندو بنسټونو د مرستې درک نه شته او په هواره ځمکه شپې ورځې تېروي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پر زده‌کوونکو نجونو د محدویتونو لګولو لړۍ دوام لري.

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان طالبانو په خوست کې د زده‌کړو سیمه‌ییز ټولګي وتړل.

په خوست کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د زده‌کړو شاوخوا ۲۰۰ سیمه‌ییز ټولګي تړلي دي.

سرچینو پرون  وویل  په خوست کې د طالبانو پوهنې ریاست د دغه ولایت په ولسوالیو کې د زده‌کړو شاوخوا ۲۰۰ ټولګي چې نړیوالو بنسټونو یې ملاتړ کاوه، تړلي دي.

د سرچینو په خبره، دغو ټولګیو کې شاوخوا اته زره نجونې پر زده‌کړو بوختې وې او څه باندې ۲۰۰ ښوونکي یې لرل.

سرچینې زیاتوي چې په دې ټولګیو کې هغه نجونې په زده‌کړو بوختې وې چې په تېرو کلونو کې د امنیتي، ټولنیزو، اقتصادي ستونزو او په سیمو کې یې د ښوونځيو نشتوالي له کبله له زده‌کړو پاتې وې.

د یادونې ده چې طالبانو له دې وړاندې هم په کندهار، هلمند او غزني کې د زده‌کړو سیمه‌ییز ټولګي تړلي دي.

طالبانو په تېرو څه کم درېیو کلونو کې د نجونو پر زده‌کړو پرلپسې محدودیتونه لګولي دي.

همدا اوس له شپږم ټولګي پورته په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی دی.

 

ټیګونه