Apr 24, 2024 11:20 Asia/Kabul
  • د ځمکې یوه ټوټه: د حق الناس د اهمیت په موضوع سره ایراني پاپ ترانه + غږ

پارس ټوډې - د ایران پاپ هنرمند "محمد اصفهاني" د "ځمکې یوه ټوټه" تر سرلیک لاندې یوه مشهوره ترانه لري، چې پکې له جنت څخه د آدم (ع) ایستلو، د حق الناس اهمیت، ریاکارانه عبادت او آزاد ژوند په څېر موضوعاتو باندې خبرې شوي دي.

هنرمند په دې ترانه کې، د شیطان له خوا د غولول کېدو له امله له جنت څخه د حضرت آدم علیه السلام له ایستلو وروسته د هغوی ستونزمن حالت،  د خلکو د حق له خوړلو  سره چې ورته په اسلامي ادب کې حق الناس ویل کېږي پرتله کوي او د حضرت آدم علیه السلام په پرتله چې له جنت څخه ایستل شوی دی، د حق خوړونکو ته د سختې سزا وړاندوینه کوي.

دا ترانه همدارنګه ریاکارانه عبادت ته هم اشاره کوي او هغه له سوداګرۍ سره پرتله کوي.

هنرمند په دې ترانه کې د آزادۍ د ارزښت او په نړۍ کې د فریبکارانو له لوري دوکه نه خوړلو او د آزاد ژوند کولو په اړه خبرې کړې او دې ټکي ته یې اشاره کړې، چې په نهایت کې به ټول انسانان د قیامت په ورځ د خدای په حضور کې حاضر شي، نو باید پام وکړي.

محمد اصفهاني؛ د ترانې ویونکی

د ترانې د شعر متن په لاندې ډول دی:

بهشت از دست آدم رفت از اون روزی که گندم خورد…

ببین چی میشه اون کس که یه جو از حق مردم خورد!

 

کسایی که تو این دنیا حساب ما رو پیچیدن!

یه روزی هر کسی باشن حساباشونو پس میدن…

 

عبادت از سر وحشت واسه عاشق عبادت نیست

پرستش راه تسکینه پرستیدن تجارت نیست!

 

سر آزادگی مردن ته دلدادگی میشه…

یه وقتایی تمام دین همین آزادگی میشه…

 

کنار سفره خالی یه دنیا آرزو چیدن!

بفهمی آدمی یک عمر بهت گندم نشون میدن…

 

بذار بازی کنن بازم برامون با همین نقشه

خدا هرگز کسایی رو که حق خوردن نمیبخشه!

 

کسایی که به هر راهی دارن روزیتو میگیرن

گمونم یادشون رفته همه یک روز میمیرن…

 

جهان بدجور کوچیکه همه درگیر این دردیم!

همه یک روز میفهمن چجوری زندگی کردیم…

ټیګونه