May 05, 2024 16:20 Asia/Kabul
  • د واشنګټن په وړاندې د تهران د حقانیت  ۵ دلیلونه

پارس‌تودی- امریکایانو په وروستیو لسیزو کې په ځلونو د ایران په  اسلامي جمهوریت د نړیوالو مکانیزمونو د نه رعایتولو تور لګولي او له دغه ادعا څخه په ایران باندې د فشار د راوستلو لپاره ګټه اخستې ده. دا په داسي حال کې دی چي نړیوالو په وروستیو میاشتو کې په ځلونو د نیواکي ټاټوبو په هکله د نړیوالو ارګانونو اندېښنو ته د امریکا د نه پاملرنې کتونکي پاته شوي دي.

د ۲۰۲۴ میلادي کال د میې د میاشتې په لومړۍ نیټه کې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای د ایران د زرګونو استادانو او ښوونکو په غونډه کې د لوېدیځې اسیا د روانو حالاتو په هکله ځینې مهمې ټکې وویلې چي باید په پوره ځیر سره وڅېړل شي.

هغوی د خپلو وېناو په یوه برخه کې ټینګار وکړ چي په امریکا کې د پوهنتونو له هغو محصلینو سره د امریکا د حکومت ظالمانه چلند، چي فلسطین سره په خواخوږی کې سوله ایز اعتراضات کړي، په امریکا باندې د ایران د باور د نه لرلو د پر ځای دریځ ثبوت دی. په فلسطین او نیواکي ټاټوبو کې وروستیو میاشتو ته په کتو سره، د امریکایانو او د لوېدیځوالو دوه ګوني چلند له مخکې نه زیات روښانه او څرګند شوی دی. هغه دوه ګوني چلند چي امریکایي مشرانو ورسره لاس په ګرېوان دی.

په تېرو کابو ۴۵ کلونو کې چي د تهران او واشنګټن تر مینځ د اختلافاتو د دوام کتوونکي وو، امریکایي چارواکو په دوامداره توګه په اسلامي جمهوریت باندې تورونه لګول او اسلامي جمهوریت هم د هغوی د تورونه په ځواب کې ځینې موردونه مطرح کړ. لیکن اوس مونږ له مخکې نه زیات د نړۍ د عامه افکارو د قضاوت په وړاندې یو، خو د لسیزو لیسزو لپاره د واشنګټن په وړاندې د ایران د دریځونو حقانیت اوس نړۍ ته ثابته شوه ، چي ځینې دلایل یې له تاسو سره شریکوو:

  • د دوه ګوني اسټندردونو په کارولو د امریکا له خوا د ایران د اسلامي جمهوریت په څېر د نړۍ په خپلواکو هیوادونو فشارونه، یو له هغه موضوعاتو څخه دی چي په تېرو لسیزو کې له واشنګټن سره د تهران په ټکر کې د اسلامي جمهوریت له خوا مطرح شوي دي. لیکن اوس په وروستیو میاشتو او اوونیو کې د امریکایانو د دوه ګوني اسټندردونو د ښکاره بیلګو کتوونکي وو چي د ایران حقانیت ثابتوي.

د امریکا دولت  په داسي حال کې په تېرو څو لیسزو کې تل د بشري حقوقو د نقضولو په ضد د مبارزې د مشرۍ ادعا کوله چي په وروستیو میاشتو کې د فلسطینیانو په ضد په نیواکي ټاټوبو کې نه یوازې د صهیونیست رژیم په جنایاتو سترګې پټې کړي بلکې په دغو جنایاتو کې هم ونډه اخیستې ده او نړۍ ته هم دا مساله روښانه شوې ده.

دا په داسي حال کې دی چي ځینو امریکایانو هم په خپلو راپورونو کې په غزې کې د صهیونیستي رژیم د فوځ په جنایاتو اعتراف کړي دي.

  • د نړیوالو حقوقو درناوی، یوه له هغه موضوعاتو څخه وه چي امریکایي چارواکو په تېرو څو لسیزو کې تل د ایران د ګرم ښودلو لپاره کارولې دي. په تېرو میاشتو کې په ځلونو مونږه ولیده چي امریکایانو د اسرائیل د رژیم په ملاتړ کې له دغه اصل نه سرغړونه کړې ده. اوس ټوله نړۍ وینې چي امریکا د اسرائیل د جنایاتو په ملاتړ کې له دغه اصل سره څرنګه دوه ګوني چلند کوي.
  • امریکایانو په تېرو څو لسیزو کې په څلونو په ایران باندې د نړیوالو مکانیزمونو د نه رعایتولو تورونه لګولي دي او له دغې ادعا نه په تهران باندې د فشار لپاره کار اخیستي دي.

دا په داسي حال کې دی چي نړیوالو په وروستیو میاشتو کې په ځلونو د نیواکي ټاټوبو په هکله د نړیوالو ارګانونو اندېښنو ته د امریکا د نه پاملرنې کتونکي دي. دا خپله د امریکا له خوا د نړیوالو مکانیزمونو د نه رعایتولو له ټولو نه ښکاره ثبوت دی. تر دې چي د امریکا چارواکو په ښکاره توګه نړیوالې محکمې ته ګواښ کړی دی چي که د اسرائیل د رژیم د مشرانو په جرمي دوسیې فیصله وکړي او هغوی مجرم وګڼي، د واشنګټن له سختو بندیزونو سره به مخ شي. د یوې نړیوالې محکمې ګواښل د امریکایانو د دوه ګوني چلند او اسټندردونو یوه بله ښکاره بېلګه ده چي نن سبا د نړۍ د عامه افکارو له جاجونې سره مخ دی.

  • کلونه کیږي چي امریکا د بشري حقوقو په ډګر کې د ځینو ادعاو په مطرحولو سره، هڅه کړې ده د ایران  اسلامي جمهوریت  نړیوالو ته د بشري حقوقو د یوه نقضوونکې هیواد په توګه معرفي کړي. دا په داسي حال کې ده چي په دې وروستیو ورځو کې ټوله نړۍ ولیده چي د امریکا حکومت د پوهنتونونو له محصلینو او زلمیانو سره، له فلسطین سره د سوله ایزې خواخوږی په خاطر څه  ډول ظالمانه چلند کړی دی چي له مخکې نه زیات د امریکا د رسوا کېدو لامل شوی.

امریکایان په داسي حال کې زلمي محصلین وهې او ډبوي چي که نورو هیوادونو داسي یوه اقدام کړې وای، نو له سختو بندیزونو، د امنیت شورا پریکړه لیک او نړیوالې اجماع سره، ګواښل شوې وای، او امریکایانو به هم د څارنوال او هم د وکیل مدافع رول لوبولې وای.

  • یوه بل ټکی چي باید هېر نه شي، دا دی چي ایران په تېرو لسیزو کې په ځلونو ټینګار وکړ چي فلسطین د لوېدیځې اسیا اصلي مساله بلل کیږي او له تل ابیب سره د اړیکو رغونه هیڅه ستونزه نه شي هوارولای. خو اوس دا دی د سیمې او د نړۍ په کچه اکثرو د ایران د دغه دریځ په حقانیت باندې پوهېدلي او ورباندې اعتراف کړی دی، لکه څرنګه چي اوس د صهیونیست رژیم له لورې د ماشومانو د وژنې، جنایت، اپارتاید او د نړیوالو قوانینو د سرغړونې کتوونکې دي او اعتراف پرې کوي.