May 06, 2024 11:45 Asia/Kabul
  • د بوبي سانډز سړک څخه تر بوبي سینډز برګر پورې / په تهران کې د آیرلینډي اتل ژوندی یادونه
    د بوبي سانډز سړک څخه تر بوبي سینډز برګر پورې / په تهران کې د آیرلینډي اتل ژوندی یادونه

پارس ټوډی - بوبي سنډز له بریتانیا څخه د آیرلینډ د خپلواکۍ له جنګیالیو څخه دی چې د بریتانیا په زندان کې یې د پیړۍ ترټولو مشهور د لوږتړ وکړ او د بریتانوي تسلط پروړاندې یې په مبارزه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

"رابرټ جرارډ سنډز" چې په "بوبي سنډز" مشهور و د شمالي ایرلینډ د بیلفاسټ اوسیدونکی و او په 18 کلنۍ کې د آیرلینډ د آزادۍ له اردو سره یوځای شو او څو ځله ونیول شو او زنداني شو.

بوبي سینډز د آیرلینډ د خپلواکۍ لپاره مبارزه کې

بوبي سینډز د استعمار او د بریتانوي حکومت د چلند په وړاندې په اعتراض کې د بندیانو د جامو اغوستل رد کړل.

د IRA د بندیانو د قوماندان په توګه په زندان کې د هغه مبارزه په بیلابیلو لارو روانه وه تر دې چې د 1981 کال په مارچ کې، بوبي سینډز د بندیانو په ملاتړ او له شمالي ایرلنډ څخه د برتانوي نیواکګرو د وتلو لپاره د نه خوړلو اعتصاب یا لوږتړ پیل کړ.

د بریتانیا په زندانونو کې د سینډز لوږتړ، چې د هغه د مړینې لامل ش

"بوبي سنډز" غوښتل چې د بریتانوي ځواکونو لخوا د شمالي آیرلینډ نیواک پای ته ورسوي او البته په غوښتنو کښې یې د اجباري کار نه اخیستل او د مطالعې او د اونیز ملاقاتاو د قضايي حکم د ترلاسه کولو د حق په شمول د بندیانو حقونو ته درناوی په کښې شامل و.

انګرېزانو د بوبي سنډز غوښتنې ته پام ونه کړ او بابي هم ورته یو تاریخي درس ورکړ. د خپلو ملګرو سره یو ځای، چې د جمهوریت په جرم په زندان کې وو، دوی وخت په وخت د نه خوړلو اعتصاب وکړ او د نړۍ پام یې ځانته جلب کړ.

سنډز د ۱۹۸۱ کال د می په ۵ مه د ۶۶ ورځو لوږې له زغملو وروسته د ۲۷ کالو په عمر د زندان په یوه روغتون کې مړ شو.

د بوبي سینډز د تابوت وړل

د هغه له مرګ مخکې خبره دې ته رسېدلې وه چې د کاتولیکې کلیسا استازو له بوبي څخه د لوږې د اعتصاب د پای ته رسولو غوښتنه وکړه خو د هغه ځواب دا و: «د دې پر ځای چې پر ما لوږتړ پای ته ورسوئ، لاړ شئ د بریتانیې له حکومته وغواړئ چې له مونږه لاس واخلي.

د هغه د آزادۍ غوښتنې او استعمار ضده روحیه سبب شوه چې په تهران کې یو سړک د بوبي سینډز په نامه ونومول شي. د هغه له مړینې وروسته د بریتانیا د سفارت لوېدیځ لوري ته هغه سړک چې د سفارت اصلي دروازه په کښې وه، د هغه په ​​نوم ونومول شو. سفارت هم له ناچارۍ او د دې لپاره چې په رسمي مکتوبونو کې تل د "بوبي سنډز" نوم لیکلو ته اړ نه شي، سفارت د فردوسي سړک لوري ته د سفارت لپاره بله دروازه پرانیستله.

په تهران کې د بربتانیا سفارت ته څېرمه د بابي سینډز په نوم یو سړک

 

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه اي د بوبی سینډز په هکله د ایرلینډی اتل د کلمې په استعمالولو سره وویل:

موږ هغه ته یوازې د یو مبارز په سترګه نه ګورو، مونږ د بوبي سنډز د خاموشو او غلو شونډو پیغام اوریدلی او ورباندې کلک باور لرو. دا پیغام د نړۍ د واکمنو قدرتونو او امپراتوریو د زوال پیغام دی.

د تهران په شمال کې د "بوبي سانډز برګر" رسټورن

د بوبي سنډز شخصیت د ایرانیانو لخوا دومره ستایل شوی چې د تهران په شمال کې یو رسټورنټ د هغه په ​​نوم نومول شوی دی.

د بوبي سنډز د لوږتړ په موضوع باندې "لوږه"نومې فل

په ۲۰۰۸ کال کښې د سټیو مک کوین له خوا جوړ شوی فلم The Hunger په 1981 کال کښې د آیرلینډي بندیانود لوږتړ او د هغه د اصلي شخصیت بوبي سنډز په هکله دی چې مایکل فاسبینډر په کښې د بوبي سینډز رول لوبولی دی.

 

 

 

ټیګونه