د پولیټزر جایزه،او د امریکا د اعتراضیه خبرونو پوښښ ورکونکو محصیلینو څخه ملاتړ
پارس ټو ډې – د پولیټزر جایزې مدیره پلاوي دیوې اعلامیې په خپرولو سره،هغو محصیلینو چې د امریکا دپوهنتونونو د اعتراض کونکو محصیلینو ته خبري پوښښ ورکوي، ستاینه وکړه.
مهر خبری آژانس راپور ورکوي، د پولیټزر جایزې مدیره پلاوي چې مرکز ئې په کلمبیا پوهنتون کې دی او دامریکا د خبریالانو ترټولو باؤري جایزه حسابیږي،د یوې اعلامیې په صادرولو سره د خبریالۍ له هغو محصیلینو څخه چې د امریکا په پوهنتونونو کې د فلسطین د ولس دملاتړو محصیلینو د وروسیتو اعتراضونو خبرونه خپروي، قدرونه اوستاینه کړې ده او ورڅخه ئې ملاتړ اعلان کړی دی.
د پولیټزر د مدیره پلاوي په اعلامیې کې راغلي دي ؛ هماغه شان چې مونږ راغونډ شوي یووڅو د هیواد د ترټولو شجاع او ښه خبریال وارزوو،د پولیټزر جایزې پلاوی د مونږ د هیواد په درستو پوهنتونونو کې د محصیلو خبریالانو نه ستړیکیدونکو هڅو چې د پوهنتوني او سترو شخصي خطرونو سره سره اعتراضونو او ناکراریو ته پوښښ ورکوي، قدرونه اوستاینه کوي.
د اعلامیې په دوام کې راغلي دي؛ مونږ همداراز غواړو،هغه فوري او مهم راپورونه چې په کلمبیا پوهنتون کې محصیلو خبریالانو،یعني په هغه ځاي کې چې د پولیټزر جایزو پروګرام پکې ترسره کیږي، ستایوو.
د پولیټزر جایزې مدیره پلاوي (بورډ آف ګورنرز[ یا بی او جي]) دې خبرې ته په اشارې سره چې د سه شنبې په شپه د نیویارک د پولیسو ادارې ماموران د پوهنتون انګڼ ته وبلل شول، له هغو خبریالو محصیلینو چې د مطبوعاتو د آزادۍ په روحیې سره ، په سختو او خطرناکو شرائطو کې او د نیولو له خطرو سره دمخامخیدا په اوج کې ئې هڅه کړې،څو مهمې ملی خبری پيښې ثبت کړي، ستاینه وکړه.
د امریکا پوهنتونونه په وروستۍ اونۍ کې د هغو محصیلینو له اعتراضونو او مظاهرو سره چې د فلسطین په ملاتړ او په غزې تړانګې کې د صهیونیسټ رژيم په وژلو باندې په اعتراض کې د پوهنتونو فضا له چغو ډکه کړې ،مخامخ شوي دي.
سږکال به د پولیټزر جایزویو سل اتم پړاؤ ترسره او د ګټونکو نامې به ئې هم دمئ په شپږمه نیټه د خبریالۍ او ادبیاتو په دوو برخو کې اعلان شي.