May 05, 2024 14:34 Asia/Kabul
  • ایران نهو دیرشو افریقايي هیوادونو ته صادرات لري

پارس ټوډې ـ د ایران د تجارت د پراختیا او د صنعت او د معدن او د تجارت د خونې د کمیسیون ویاند په تیر هجري لمریز کال کښې نهو دیرشو افریقايي هیوادونو ته د ایران د شیانو د صادرولو خبر ورکړ.

د ایران د تجارت د پراختیا او د صنعت او د معدن او د تجارت د خونې د کمیسیون ویاند سید روح الله لطیف د ایران او د افریقا له دوهمي نړیوالې غونډې سره په یوخت په دې خبرې سره چې د افریقا لویه وچه د یو اعشاریه درې میلیارډه نفوسو او د څلورپنځوسو هیوادونو په لرلو سره د تجارتي او د اقتصادي اړیکو په حوزه کښې ستر فرصت دی وویل

ایران د ګازو د رایستلو ، د تیلو د چاڼ ځایونو د اورهال کولو ، د عمراني او د ابادونې د پروژو ، د لارو د جوړونې ، د ډیمونو د جوړولو او د معدنونو په شمول د  بیخ بنايي چارو د جوړولو ، پلانونې ، پانګونې او د کرهڼې د محصولاتو په تولیدولو کښې د انرژۍ ، د ټیکنالوژۍ او د مکانیزیشن په زمینه کښې د دغه لویې وچې ضرورتونه تامین کړي.

د ایران د تجارت د پراختیا او د صنعت ، د معدن او د تجارت د خونې د پراختیا د کمیسیون ویاند په دوام کښې  په تیر هجري لمریز کال کښې د افریقا لوې وچې ته د ډول ډول شیانو د صادرولو ته اشاره وکړه او ویې ویل: په دغه کال کښې د افریقا د لوې وچې ختیځ ، لویدیځ ، شمال او جنوب ته د ایران صادرات په ځانګړي ډول زیات شول او د افریقا د لوې وچې نهه دیرشو هیوادونو ته  په مستقیم ډول د ایران جوړ شیان صادر شول.

ښاغلي لطیفي دغه راز په تیر هجري لمریز کال کښې د افریقا د لوې وچې الجزایر ، مصر ، لیبیا ، تیونس ، جیبوتي او مراکش هیوادونو ته د ایران د صادراتو د زیاتیدا خبر ورکړ او ویې ویل په دغه کار کښې له ترتیب سره سم غنا هیواد په یوسل درې اویا اعشاریه پینځه میلیونه ډالرو ، جنوبي افریقا هیواد په یوسل پینځه څلویښت میلیونه ډالرو ، تانزانیا په دوه نوي اعشاریه اته میلیونه ډالرو ، کینیا په اته څلویښت اعشاریه اوه میلیونه ډالرو ، نیجریه په اته څلویښت میلیونه ډالرو ،  موزامبیک په اوه څلویښت اعشاریه یو میلیونه ډالرو او سومالیا په درې دیرش اعشاریه درې میلیونه ډالرو ارزښت سره نیغ په نیغه له ایران څخه شیان وارد کړل او دغه هیوادونه د ایران د صادراتو اوه لومړي مقصدونه وبلل شول.

د ایران د تجارت  د پراختیا ، د صنعت ، د  معدن او د تجارت د خونې د کمیسیون ویاند په دوام کښې په دې خبرې سره چې په تیر هجري لمریز کال کښې د افریقا د لوې وچې دوه ویشت هیوادونه په ایران باندې د شیانو نیغ په نیغه خرڅونکي وو زیاته کړه جنوبي افریقا په نولس میلیونه ډالرو ، زامبیا په دولس اعشاریه پینځه میلیونه ډالرو ، غنا هیواد په دولس میلیونه ډالرو ، سیشل ټاپوګانو په یولس اعشاریه اوه میلیونه ډالرو ، کینیا هیواد په نهه اعشاریه پینځه میلیونه ډالرو ، تانزانیا په شپږ اعشاریه یو میلیونه ډالرو او اوګاناډا په څلور اعشاریه یو میلیونه ډالرو سره په دغه کال کښې په ایران باندې د افریقا د لوې وچې په هیوادونو کښې د شیانو د خرڅولو لومړي اوه هیوادونه وو.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل  تیره جمعې ورځ د افریقا او د ایران په دوهمې نړیوالې غونډې کښې چې د څه د پاسه دیرشو افریقايي هیوادونو د لوړرتبه اقتصادي چارواکو په شتون سره په تهران کښې وشوه په دې خبرې سره چې امام خمیني رحمت الله علیه او امام خامنه اي له افریقايي هیوادونو سره په ملګرتیا ټینګار کړی دی او کوي یې وویل لویدیځ هیوادونه افریقا د خپل ځان لپاره غواړي خو مونږ افریقا د افریقا د خلکو لپاره غواړو.

 

ټیګونه