د نړۍ خلک د اسرائیلو په اړه څه تصور لري؟
(last modified Mon, 09 Jun 2025 13:12:09 GMT )
Jun 09, 2025 17:42 Asia/Kabul
  • د نړۍ خلک د اسرائیلو په اړه څه تصور لري؟

پارس ټوډې – د "پیو" څېړنیز مرکز (Pew Research Center) د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې د ۲۴ هېوادونو له خلکو څخه د صهیونیسټي رژیم په اړه د دوی د تصور په تړاو یوه نړیواله نظرپوښتنه ترسره کړ.

د "پیو" څېړنیز مرکز د نوې نظر پوښتنې له مخې، چې د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې د ۲۴ هېوادونو د خلکو ترمنځ شوې ده، د صهیونیسټي رژیم او د هغه د لومړي وزیر بنیامین تنانیاهو په تړاو نړیوال تصویر په ټولنیزه توګه منفي دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د دې نظرپوښتنې پایلې په دې وروستیو کلونو کې د نړۍ په عمومي افکارو کې د اسرائیلو د نړیوال حیثیت د پام وړ کمښت ښيي.

۹۳ سلنه ترکي وګړي

۷۹ سلنه جاپانیان

۷۸سلنه هالنډیان

۷۵ سلنه د اسپانیې وګړي

۶۶ سلنه ایټالیايي وګړي

۶۴ سلنه د آلمانیان

۶۳ سلنه فرانسویان

۶۱ سلنه د بریتانیا وګړي

۶۰ سلنه د سویلي کوریا وګړي

۶۰ سلنه کاناډایان

۵۸ سلنه د برازیل وګړي

۵۳ سلنه امریکایان د اسرائیلو په تړاو منفي نظر لري.

د پیو سروې ښيي چې د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې منفي لیدلوری، په وروستیو کلونو کې یوازې د لوېدیځې آسیا په څو مشهورو هېوادونو لکه ایران پورې محدود نه دی پاتې شوی، بلکې خورا پراخ شوی دی. په امریکا کې، د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشتې پورې د اسرائیلو په اړه منفي لیدلوری ۱۱ سلنه زیات شوی او په انګلستان کې هم، د هغو خلکو سلنه چې د اسرائیلو په اړه منفي نظر لري په ۲۰۱۳ کال کې له ۴۴ سلنې څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۶۱ سلنې ته لوړه شوې ده.

د دې څېړنې له مخې، په لوړ عاید لرونکو هېوادونو کې، ځوان نسل د صهیونیسټي رژیم په اړه ډېر منفي نظر لري. دا نسلي تشه په ځانګړې توګه په آسټرالیا، کاناډا، فرانسې، پولنډ، سویلي کوریا او امریکا کې څرګنده ده.

د ترسره شویو نظر پوښتنو له مخې، اکثریت اسرائیلیان هم په دې باور دي چې دا رژیم په نړیواله کچه محترم نه دی، داسې چې ۵۸ سلنه صهیونیسټانو ویلي چې په نړۍ کې اسرائیل ته چندانې یا هېڅ درناوی نه کېږي. دا سروې همدارنګه ښيي چې د هغو خلکو تناسب چې ویلي دي "اسرائیل ته هېڅ درناوی نه کېږي" له ۱۵ سلنه څخه ۲۴ سلنې ته لوړ شوی.