رنګ او نقش" د لاسي صنایعو نړیواله ورځ
خوږو دوستانو،د جون د میاشتې لسمه نېټه د لاسي صنایعو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.په دې پروګرام کې به مونږ د دغې ورځې د تاریخچې او لاسي صنایعو په اړه خبرې وکړو.
ګرانو دوستانو د جون د میاشتې لسمه نیټه د لاسي صنایعو نړیواله ورځ ده،او مونږ ستاسو په خدمت کې یوو څو د دې ورځې د نومولو دلیل او اهمیت په اړه درسره وغږیږو، نو لومړی به د لاسي صنایعو تعریف وکړو.
لاسي صنایع د هنرونو او صنایعو هغه ټولګه ده چې محصولات ئې په عمده توګه د ځاي اومو موادو په کارولو او د لاس او لاسي وسایلو په مرستې سره جوړیږي. په هر محصول کې د صنعتکار هنري ذوق او خلاقیت په څرګنده توګه ښکاري، او دا عامل د دغو محصولاتو او د ماشیني محصولاتو ترمینځ اصلي توپیر رابرسیره کوی.
لاسي صنایع نه یوازې د مبادلې لپاره توکي دي، بلکې د کلتوري او قومي ځانګړتیاؤ له ځانه سره وړونکي هم دي او د ټولنو ترمینځ کلتوري اړیکې رامینځته کوي؛ دا د تېرو هغو نسلونو میراث دی چې د ملتونو روح ئې په ځان کې ساتلی دی.
له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته،لاسي صنایعو د خپل هنري او کلتوري ارزښت په وجه د پرمختللو هیوادونو پام ځان ته واړاوه. په نتیجې کې، په ۱ ۹۶۴ کال د جون په لسمه نېټه په نیویارک کې د لاسي صنایعو لومړنی نړیوال سمینار له ۴۰ زیاتو هیوادونو د حکومتي چارواکو، د پوهنتونونو د استادانو، هنرمندانو او صنعتکارانو په ګډون سره جوړ شو.
د دغه کنفرانس په پاي کې، د لاسي صنایعو نړیوالې شورا" د تاسیس پریکړه لیک د یونسکو د یوې برخې په توګه تصویب شو، او د دغه سمینار د جوړېدو ورځ د لاسي صنایعو د نړیوالې ورځې" په توګه ونومول شوه. د دغې شورا په تاسیس سره، لاسي او دودیز صنایع د ملتونو د کلتوري او اقتصادي ژوند د نه جلا کېدونکې برخې په توګه وپېژندل شول.
ایران هم له ۱۳۴۷ لمریز کال (۱۹۶۸ میلادي) راهیسې د خپلو لاسي صنایعو د ادارې له لارې د دغې شورا غړی شو او د آسیا او آرام سمندر په ټولنې کې فعاله ونډه لري. دغې شورا په پیل کې له محدودو غړو سره خپل فعالیت پیل کړ، خو اوس مهال د نړۍ ۹۰ هیوادونه تر پوښښ لاندې لري، او د دغې شورا مرکزي دفتر د هالینډ په امسټرډم، کې دی.
ویلی شو چې لاسي صنایع د انسان د تاریخ په اوږدو کې رامینځته شوي او ریښې ئې د ډبرو تر پړاوه رسېږي. په هغه وخت کې، د ښکار لپاره له ډبرو څخه د لوښو او وسایلو لکه نیزې او چاقو جوړول عام وو.

د انسان په فکري پرمختګ سره، له نورو موادو لکه خټو، لرګیو، وسپنې، مَسو او همدارنګه وَړۍ، کرک او نباتي الیافو څخه کار واخیستل شو، او د خَټینو او مَسینو توکو جوړول له ۴ زره کاله وړاندې پیل شول.
په اروپا کې د رنسانس پړاؤ لاسي صنایعو ،په هنري بشپړتیا کې مهم رول ولوباوه او د دغو محصولاتو د عملي کارونې ترڅنګ، د دوي هنري او ډيکوریشن یا ښکلا ارزښت هم زیات شو. ایران هم، د ۷ زره کلونو لرغوني تاریخ سره، تل د خپلو نیکونو هنر د ملي هویت د سمبول په توګه نړیوالو ته وړاندې کړی دی.
د ایران په پراخې جغرافیې کې، بېلابېلو قومونو له پخوا راهیسې د خپل خلاقیت او هنري ذوق په مرستې سره ، ډولوالی او نړیوال شهرت لرونکي لاسي صنایع پنځولي دي.
د دغو محصولاتو ډولوالي او لوړ کیفیت ،د ډیرو څیړونکو پام ځانته اړولی دی. د ایران د لاسي صنایعو ادارې د ۳۷۰ څانګو د جوړولو د طریقو او تخنیکونو پر اساس په ۲۴ کټګوریو لکه د څرمنې کار، لاسي اوبدل، اوبدل شوي توکي، قلابب او بدنه ، دودیز چاپ، خټکي او سیرامیک، د شیشې ډیزاین، او د څرمنې محصولاتو په څېر طبقهبندي کړي دي.
د ایران لاسي صنایع د هیواد د دودیزو بازارونو مهمه برخه جوړوي او د ایران د بډایه تمدن او کلتور انعکاس نندارې ته وړاندې کوي. له پخوا راهیسې، لاسي صنایعو د ټولنیزو او کلتوري اړیکو د وسایلو په توګه کار کړی او د ایران د تاریخ په اړه ئې ارزښتناک معلومات په خپل هویټ کې ساتلي دي.
دوستانو دغه صنعت د ایران په صادراتو کې د پام وړ ونډه لري؛ د مثال په توګه، ایراني غالۍ د نړۍ یو مشهور او قیمتي لاسي صنعت شمېرل کیږي.
د ایران لاسي صنایع ،د بېلابېلو څانګو د ماهرو هنرمندانو بېساري آثار دي. دا هنرونه په ټول ایران کې په ډولوالي سره خواره واره دي، او هره سیمه له خپلې آب و هوا ،موسم او امکاناتو سره سم ځانګړي لاسي صنایع تولیدوي.
خوږو دوستانو ؛که تاسو د ایران د لاسي صنایعو د پېژندلو لیوالتیا لرئ، نو ان شا ا.... په راتلونکي پروګرام کې له مونږ سره مل ووسئ څو د ایران د ځیني لاسي صنایع در معرفي وکړو.
خوږو ملګرو، دودیزه اوبدنه او نساجي یا د کپړې صنعت د ایران له تر ټولو پخوانیو او ډول ډول لاسي صنایعو څخه دی چې د انسان د لومړنیو اړتیاوو، لکه د جامو او نورو ضروري توکو له اړتیاؤ سرچینه اخلي.
نن سبا په ایران کې په بېلابېلو ولایتونو کې د غالۍ، ګیلم یا دَرئ او د نورو دودیزو د کپړې یا نساجي محصولاتو اوبدل له زیات ډولوالي سره دود دي. د دغه صنعت په مهمو څانګو کې د ګبې اوبدل، جاجیم اوبدل، د ورېښمو اوبدل، د شپې د څادر اوبدل، د ملمَل یا مخمل اوبدل او د پرَدې اوبدل یادولی شو.
میناکاري د ایران له تر ټولو ښکلو او قیمتي لاسي صنایعو څخه ده چې له ۵۰۰۰ کلونو زیات تاریخ لري. د میناکاري شوو لوښو او تزئیني یا د ښکلا وسایلو جوړول خورا ستونزمن دي او د ماهرو هنرمندانو له خوا په ماتو رنګونو، کاشی او فلز سره په ترکیب سره ترسره کیږي.
همدارنګه، سفالګري یا خټین لوخي د ایران یو تر ټولو مشهور او پخوانی لاسي صنعت دی چې د خټو د شتون له امله په ټول ایران کې رواج او دود دي . له پخوانیو وختونو راهیسې، انسانانو د اوبو او خټو په ترکیب سره سفالي یا خټین لوښي جوړول. د تاریخي خیټیو لوخو له مهمو مثالونو څخه هغه کوزې او کاسې هم دي چې په لرغونو ودانیو کې موندل شوي دي.
د ایران د نګارګرۍ لاسي صنایع هم په نړۍ کې ډېر شهرت لري.
دا آثار د تجسمي هنرونو په کټګَرۍ کې راځي او د ایران له تر ټولو ښکلو لاسي صنایعو څخه شمېرل کیږي. د دغو صنایعو ډولوالی هم لوړ دی او د ایرانيو هنرمندانو د نګارګرۍ مثالونه د تذهیب، تشهیر، ګل او مرغ او قهوهخانهي نقاشۍ په بڼه لیدل کیږي.
نګارګري د نورو ډېرو لاسي صنایعو لپاره بنسټ او اړتیا ده. د ایرانئ نګارګرۍ غوره بېلګې په تهران کې د رضا عباسي په میوزیم کې لیدلی شئ.
حصیراوبدنه هم د ایران له پخوانیو لاسي صنایعو څخه ده چې د هیواد په جنوبي او شمالي سیمو کې رواج لري. نن سبا د حصیري( ټاټ) لاسي صنایعو بېلابېل ډولونه د ایران د سوغات په توګه بازار ته وړاندې کیږي.
که څه هم حصیر اوبدنه د لرګیو لاسي صنایعو د یوې څانګې په تو ګه شمېرل کیدای شي، خو د دغې څانګې پراخوالی او د لاسي صنایعو په بازار کې د هغې لوړ مقام دا یوه جلا څانګه کړې ده.
د ایران په بېلابېلو سیمو کې د حصیري آثارو د جوړولو لپاره د خُرما د َونې له پاڼو، د غنمو له ساقو،درګی او د ترکو له بېلابېلو ډولونو څخه کار اخیستل کیږي. حصیري وسایل په ورځني ژوند کې، په تیره بیا په نمجنې آب و هوا لرونکو سیمو کې، ډېر کارول کیږي. خوشذوقه هنرمندان د حصیر په رنګوَلو او د رنګینو تارونو په ترکیب سره ډول ډول آثار تولیدوي. د حصیر اوبدنې له فرعي څانګو څخه بوریا اوبدنه او ټوکرې یادولی شو.
ګرانو اوریدونکو، ایران د خپل بډایه تاریخ او کلتور سره د ډول ډول او بېنظیره لاسي صنایعو ځانګو ده چې هر یو ئې یوه ځانګړې کیسه بیانوي.
له ښکلو او رنګارنګ اوبدل شویو توکو څخه رانیولې تر هنرمندانه خټينو لوخو او تجسمي هنرونو پورې، دا لاسي صنایع نه یوازې د ایرانيو هنرمندانو ذوق او سلیقه ښئي، بلکې د ایرانيانو کلتوري هویت هم څرګندوي.
خوږو په دغه مطلب کې مو د وخت محدودیّت ته په پام سره، هڅه وکړه چې د ایران یو شمېر لاسي صنایع تاسو ته در معرفي کړو او ان شاالله دغه لړۍ به هماغه راز دوام ولري ، که تاسو د یوې بېلې تجروبې او د ارزښتناکو یادګارونو په لټه کې یاست، حتماً د ایران د لاسي صنایعو بازارونو ته ورشئ او له دغو کلتوري خزانو څخه خوند واخلئ.
نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو ،ا... مو مل او ملګری ............
(سیماب)
*********************************************************************************************************************************************************