کرمانشاه او اصفهان په ۲۰۲۵ کال کې د آسیا د ګرځندوی کوربه
اصفهان چې د ایران د کلتور او هنر غمی دی، په ۲۰۲۵ کال کې د آسیایي هېوادونو د ګرځندوی پلازمېنې په توګه ټاکل شوی دی. کرمانشاه هم چې د لرغوني ایران د تاریخ او تمدن زانګو ګڼل کېږي، سږکال د آسیایي ښاروالانو د فورم د دارالانشاء لخوا د آسیایي ښارونو د کلتوري پلازمېنې په توګه غوره شوې ده.
د آسیا د ښاروالانو فورم (AMF) یوه نړیواله غیر دولتي، غیر انتفاعي اداره ده چې په آسیا کې د ښاروالانو او ښاري مدیرانو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره کار کوي. دا فورم د ښاري ډیپلوماسۍ د پراختیا، تخنیکي پوهې او د ښاري مدیریتي تجربې تبادله کولو په لټه کې دی، څو په ښارونو کې د ژوند شرایط ښه کړي.
د آسیا د ښاروالانو فورم، د تهران ښاروالۍ په نوښت او د آسیایي حکومتونو او پارلمانونو په ملاتړ رامنځته شو، او د هغې لومړۍ رسمي غونډه په ۲۰۰۸ کال کې په تهران کې، له ۱۱۵ څخه د زیاتو آسیایي ښاروالانو او د ښار مدیرانو په ګډون سره ترسره شوه. د آسیا د ښاروالانو فورم د "آسیا د وګړو لپاره، د ښه ژوند همغږي" په شعار سره، په نهایت کې د ښارونو، د ښار مدیرانو او په دې لرغوني براعظم کې د مېشتو اتباعو ترمنځ د همکارۍ پراخول او وده ورکول غواړي.
د آسیا د ښاروالانو فورم اوس مهال شپږ تخنیکي کمېټې او درې شبکې لري، چې په مختلفو ښاري برخو کې فعالیت کوي. د چاپېریال ساتنې، کلتور او ګرځندوی درې برخې د آسیا د ښاروالانو په فورم کې اصلي لومړیتوبونه ګڼل کېږي او د دې سیمو د پلازمېنو په توګه د ښارونو انتخاب هم، د دې لومړیتوبونو پر بنسټ ترسره کېږي.
په ۲۰۲۴ کال کې، د ښارونو د انتخاب غوښتنه وشوه، او له دقیقو ارزونو وروسته، د اصفهان ښار په ۲۰۲۵ کال کې د کلتور او تاریخ په برخه کې د غوره فعالیتونو له امله، د آسیایي ښارونو فورم د ګرځندوی پلازمېنې په توګه وټاکل شو. د کرمانشاه ښار هم سږ کال د آسیایي ښارونو فورم د دارالانشاء لخوا په ۱۴۰۰ (۲۰۲۱) کال کې د کلتوري کارونو د ترسره کولو له امله د آسیایي ښارونو فورم د کلتوري پلازمېنې په توګه وټاکل شو.
د اصفهان او د هغه د ښکلاوو تشریح کول یو له خورا ستونزمنو کارونو څخه دی، که یو سړی هر څومره هم هڅه وکړي د هغه ښکلاوي په بشپړه توګه بیان کړي، بیا هم یو څه نیمګړي پاتې کېږي. د دې ښار له هر ګوټ څخه چې څومره ووایو، بیا هم کم دي او هرڅومره چې د دې ښار د ښکلاوو په تړاو ولیکو بیا مو هم د هغه په حق کې کمی کړی دی.
اصفهان د خپل بډایه تاریخ، عصري جاذبو، په ښاري سیمه کې د الهام بخښونکو فعالیتونو او د اصفهان هنرمندانو د ځانګړي موقعیت له امله، په ۲۰۲۵ کال کې د آسیا د ګرځندوی پلازمېنې په توګه وټاکل شو. دا عنوان په نړیوال ډګر کې د اصفهان د لا معرفي کولو او په دې ښار کې د ګرځندوی پراختیا لپاره یو ځانګړی فرصت دی.
اصفهان له دې مخکې، په ۲۰۰۶ کال کې د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه او په ۲۰۰۹ کال کې د اسلامي ایران د کلتور او تمدن د پلازمېنې په توګه غوره شوی، او همدارنګه له تهران وروسته د ایران صنعتي پلازمېنې په توګه ټاکل شوی دی.
اصفهان د ایران یو له تاریخي ښارونو څخه دی چې د خپل بډایه تاریخ له امله، ډېری تاریخي او کلتوري ځایونه لري چې تل یې د پاچاهانو پام ځانته اړولی او په مختلفو دورو کې یې د پراختیا او ودې لپاره هڅې کړې دي.
اصفهان یا سپاهان، د ایران په مرکزي برخه کې یو تاریخي او سیاحتي ښار دی. دا ښار د اصفهان ولایت پلازمېنه، چې له تهران او مشهد وروسته په ایران کې درېیم ډېر نفوس لرونکی ښار دی، او همدارنګه په نړۍ کې ۱۶۵م ډېر نفوس لرونکی ښار ګڼل کېږي. دا په درېیو پړاوونو کې د ایران د پلازمېنې په توګه غوره شوی: د آل بوید په دوره کې، د سلجوقیانو په دوره کې او د صفویانو دورې په جریان کې، چې په شپاړسمه پیړۍ کې سیمې ته یې لویه سوکالي راوړه.
دا ښار د خپل ښکلي ایراني معمارۍ، پوښل شويو پلونو، جوماتونو او ځانګړو منارو له امله شهرت لري. دا د دې لامل شوی چې په عامه کلتور کې اصفهان ته د " نصف جهان" لقب ورکړل شي. دا ښار لس کاله مخکې، د سیمه ایزو هنرونو او لاسي صنایعو د تخلیقي ښار په توګه د یونسکو تر نظر لاندې د نړۍ د خلاقو ښارونو له شبکې سره یوځای شو. د یونسکو له معیارونو سره سم، خلاقه ښار هغه ښار دی چې د دوامداره ښاري پراختیا په برخه کې، د خپلو اتباعو له نوښت او وړتیاوو څخه ګټه پورته کوي.
میدان نقش جهان، د ایراني معمارۍ یوه غوره بېلګه او یو بې سارې شاهکار، د اصفهان په منځ کې موقعیت لري. د اصفهان په نورو تاریخي آثارو کې، منارجنبان، سی و سه پل، پل خواجو، د چهل ستون ماڼۍ، د علي قاپو ماڼۍ، د شیخ لطف الله جومات، او ډېری نور تاریخي ځایونه شامل دي.
اصفهان د ایران کلتوري او هنري پلازمېنه ګڼل کېږي. البته، دا ښار د دې لقب لپاره ډېر مستحق دی. د دې ښار کلتوري مخینه، د اسلام له تاریخ سره تړل شوې ده. لکه څنګه چې د اسلامي دورې او د مسلمانانو لخوا د اصفهان د فتحې په جریان کې، د ملي کلتور او اسلام ترمنځ مخامختیا، د دې لامل شوه چې اصفهان په نړۍ کې د اسلام د خپرېدو لپاره یو له مهمو مرکزونو څخه وپېژندل شي.
بهرنیو تاریخ پوهانو، لرغونپوهانو او ایران پوهانو، اصفهان د نړۍ د مهمو او تاریخي ښارونو، لکه بیجینګ، ونیز، رم او فلورنس په ډله کې معرفي کړی دی او د تاریخي او اسلامي اهمیت له پلوه، اصفهان ته د اسلامي نړۍ د ستوري لقب ورکړل شوی دی.
د اصفهان لاسي صنایع، په ټوله نړۍ کې خورا مشهور دي او په دې صنعتونو کې د غالۍ اوبدل، قلمکاري، خاتم سازي، د مسو او پیتل محصولاتو جوړول او قلمکاري کول، منبت کاري، لیمڅي هوارول، ګیوه اوبدل او ګیوه ګنډل، عبا اوبدل، خټین لوښي او سرامیکونه جوړول، د څرمنو او پوستینو ګنډل، انځورګري، له سپینو زرو څخه محصولات جوړول، مینا کاري، کاشي جوړول، په وسپنې باندې د سرو زرو رنګ خیژول، او د قلف جوړول شامل دي.
د اصفهان ښار د ۲۴ زره هکتاره ټول مساحت څخه، د هغې ۱۶۰۰ هکتاره د آل بوید، سلجوقیانو او صفویانو تاریخي شرایطو دورې پورې اړه لري. د تاریخي ځایونو سربېره، اصفهان له ارزښتناکه تاریخي شرایطو څخه ګټه پورته کوي چې د ښاري ګرځندوی لپاره یو ځانګړی ځای ګڼل کېدی شي.
د اصفهان ښار د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د فلمونو نړیوال فسټیوال او همدارنګه د ماشومانو د انځورګرۍ نړیوال فسټیوال په څېر جشنونو کوربه دی، کوم چې د ګرځندوی پراختیا لپاره لوړ ظرفیت لري.
کرمانشاه، د ایران په لوېدیځ کې ترټولو لوی ښار په توګه، له ۴۰۰۰ څخه ډېر تاریخي آثار او متنوع کلتورونه او دودونه لري. کرمانشاه د کرمانشاه ولایت نهم ډېر نفوس لرونکی ښار او د کرد مېشتو ترټولو لوی ښار دی. هغه ښار، چې تاریخ یې د څلورمې میلادي پیړۍ ته رسېږي، او د ساسانیانو د دویمې پلازمینې په توګه، د حکومت لپاره د پام وړ دی.
کرمانشاه د تاریخي آثارو د شتون، قومي تنوع او همدارنګه په ۱۴۰۰ کال کې د کلتوري کارونو د شانداره ترسره کولو له امله، د آسیا د ښاروالانو د فورم د دارالانشاء لخوا په ۲۰۲۵ کال کې د آسیایي ښارونو د کلتوري پلازمېنې په توګه غوره شوی دی.
کرمانشاه د سمڅو، ډبرینو لیکنو او تاریخي آثارو د شتون او همدارنګه د ایراني ترټولو پخواني قوم په توګه د کردانو د شتون له امله، د آسیایي ښارونو د کلتوري پلازمېنې په توګه غوره شوی دی.
کرمانشاه په هنر، موسیقۍ او بېلابېلو لهجو کې اصالت لري چې پکې شیعه او سني د یوه بل ترڅنګ په یووالي او وحدت سره ژوند کوي.
د بیستون کتیبې په شتون سره چې د درېیم داریوش واکمنۍ پورې اړه لري، او په ژوند کې د پاکوالي روایت کوي. د دې سیمې د خلکو د میلمه پالنې کلتور، کولای شي نړۍ ته د ایران د معرفي کولو لپاره یو وړ استازی وي. همدارنګه، د دې سیمې مختلف اقلیم سیلانیان راجلبوي.
البته، کرمانشاه د بدلون راوړونکو پروژو په پلي کولو کې هم مخکښ وو. د بېلګې په توګه، له "کثافاتو څخه د سونګ توکو" (RDF) پرمختللې پروژه د دوامداره کثافاتو مدیریت لپاره یو بریالی ماډل دی، او دا اقدام د چاپېریال ساتنې پراختیا او د انرژۍ مصرف اصلاح کولو په لاره کې یو بنسټیز ګام ګڼل کېږي.
خواړه د یوه سنت په توګه، د کرمانشاه د خلکو ترمنځ ساتل شوي دي، او خواړه یو ناملموس میراث دی چې له یوه نسل څخه به نسل ته لېږدول شوی او اوس د دې وخت رارسېدلی چې دا هنر په هغه ډول وړاندې شي چې په نړۍ کې د کارولو وړ وي. د کرمانشاه ولایت، په کابو سل ډوله خوړو، ۱۱ ډوله ډوډۍ، ۲۰ ډوله شیرینۍ او ځانګړې خوراکي توکو سره، د خوراک په برخه کې ډېر لوړ ظرفیت لري.
په ۲۰۱۵ کال کې د کرمانشاه ښاري مطالعات، د پانګونې په موخه پیل شول او په دې لړ کې د کرمانشاه برنډ "لوتوس نیلوفر آبي" چې د ژوند او حیات سمبول دی وټاکل شو. په دې مطالعاتو کې، د ګرځندوی صنعت د ښار د پراختیا اصلي سمبول په توګه په پام کې ونیول شو، او د دې صنعت په بېلابېلو اړخونو کې، خواړه د هغه د اصلي عنصر په توګه چې په کلتوري، اقتصادي او ټولنیزو اړخونو کې ارزښت لري، وپېژندل شول.
د کرمانشاه په خوړو کې د دې ځانګړي مقام شاهد، د ساساني دورې د تاق بستان د ډبرليکونو نقشونه دي، همدارنګه هغه سنتونه او کیسې چې په هر یوه کې یې د خوړو نښې لیدل کېږي.
د دې سیمې په ځمکو کې په پسرلي کې، په طبیعي ډول، مختلف نباتات او بوټي شنه کېږي، چې د ټولنو هنرمندې ښځې په خپل نوښت سره له هر بوټي څخه ډول ډول خواړه – له محلي ناشتا څخه نیولې بیا تر ډوډیو، شریني او دودیزو خوړو پورې – چمتو کوي. له کلتوري او اسطورهيي اړخه هم کولای شو د سلګونه کیسو یادونه وکړو چې هره یوه یې په یوه ډول خوړو پورې اړه لري.
په دې توګه، د کرمانشاه ولایت په بېلابېلو او تخلیقي خوړو کې د هغه د وړتیاوو له څېړنې او مشاهده کولو وروسته، د کرمانشاه ښار د ۲۰۲۱ کال په نوامبر کې د یونسکو سازمان له خوا "د خوړو نوښتګر ښار" په توګه وپېژندل شو.
ژباړه: زماني