له خپلو په حقه دریځونو به هیڅکله هم شاتګ ونه کړو
-
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محمدباقر ذوالقدر
پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي د ایران خلکو ته په خپل پیغام کې په دې ټینګار وکړ چې تسلیمېدل او شاتګ په ایجنډا کې نشته ، او د یووالي او انسجام ډګر هم د مبارزې یوه بله صحنه ده.
د پارس ټوډې د راپور له مخې چې د ایرنا له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محمدباقر ذوالقدر پرړت په خپل لومړي پیغام کې لیلکي دي؛ دا خبره پوځي میدان ، د ډیپلوماسۍ ډګر او هغه ولس چې په کوڅو او سړکونو کې د خپل مېړني مقاومت په دوام کې حاضر شوی، ثابته کړې او دښمن یې په ګونډو او بې وسه کړ ی دی.
هغه زیاته کړه: اوس تر بل هر وخت زیات ،هېواد یووالي او انسجام ته اړتیا لري، څو امریکایان او صهیونیستان په دې برخې کې هم ناهیلي شي.
ذوالقدر په خپل پیغام کې یادونه وکړه: د یووالي او انسجام ډګر هم د مبارزې یوه بله صحنه ده. د هر هغه اقدام او خبرواترو د مخنیوي لپاره ګډې هڅې به چې د وحدت ماتولو سبب کېږي، قدرمن ایران وروستۍ بریا ته ورسوي.