جنرال محسن رضايي: امریکا همدا اوس له یوه بندون سره مخامخ ده
پارس ټوډې – د اته کلنې سپیڅلي دفاع په پړاو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک پخواني مشر جنرال محسن رضايي وویل: امریکا همدا اوس له یوه بندون سره مخ ده.
پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال له قوله راپور راکړی محسن رضا پرون د روژې د میاشتې د تپلي جنګ او د اقتدار د شهیدانو د کلیزې په مراسمو کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه او د سپیڅلي دفاع د شهیدانو د یاد او خاطرې په لمانځلو سره جوته کړه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د هغه پوځ همدا اوس له یوه بشپړه بندون سره مخامخ دي او که چیرې د ایران پرضد جنګ پیل کړي نو له یوه تیاره او نه ختمیدونکي دهلیز سره به مخامخ شي؛ داسې دهلیز چې له هرمز اوبلارې پیلیږي او تر فارس خلیج، عمان سمندرګي ، باب المندب اوبلارې او د هند اوقیانوسیې پورې غځیږي او ډیر ستر جنګ به رامینځته شي.
جنرال محسن رضايي د هرمز اوبلارې په اړه هم ډاګینه کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د دغه مهمې اوبلارې د مدیریت لپاره پیاوړي دلایل لري، ځکه چې ایران نه غواړي فارس خلیج سیمه د لشکرکشۍ او د ناامنۍ په مرکز بدله شي.
هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت تراوسه په سیمې باندې د لښکر لیږد او د ناامنۍ د رامینځته کیدا خنډ شوی دی.
د ایران د سپاه پاسداران ځواک دغه پخواني مشر جنرال رضايي ټینګار وکړ هرمز اوبلاره د تجارت لپاره نه ده بند بلکې په سیمې باندې د لشکر کشۍ او د جنګ د رامینځته کولو لپاره بنده ده او د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک اوسنی مدیریت سبب شوی چې د بیلابیلو هیوادونو کشتیانې له پيژندګلوۍ او ثبتیدا وروسته په امنیت سره له هرمز اوبلارې تیرې شي.
هغه دغه راز د یورانیمو د بډایه کولو موضوع ته اشاره وکړه: ایران د این پي ټي تړون غړی دی او د تهران اټومي فعالیتونه تل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر څارنې لاندې ترسره شوي دي وویل د اټومي اژانس پلټونکو له شلو څخه تر دیرش ځلو پورې د ایران د اټومي تاسیساتو کتنې کړي دي او حتی د امریکا جاسوسۍ ادارو هم ویلي دي چې ایران په خپلو اټومي فعالیتونو کښې هیڅ انحراف نلري.