د ایران د پارلیمان مشر او خارجه وزیر قطر ته تللي
د محمد باقر قالیباف په مشرئ د ایران یو لوړ پوړی پلاوی قطر ته تللی څو دایران تړل شوي شتمنیو د آزادولو موضوع تعقیب کړي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، قطر ته د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف سفر چې خارجه وزیر او د مرکزی بانک مشر هم ورسره ملګرتیا کوي، ، دهغو پیسو د یوې برخې د آزادولو چې تړل شوي دي، د آزادولو تعقیبول دي چې د احتمالی تفاهم لیک د اجرا کیدونکي لومړنۍ مرحلې برخه دي.
د دغه راپور په اساس ایران په دې ټينګار کوي چې په دغه لومړني بهیر کې حتما د ایران تړل شوي شتمنیو یوه برخه آزاده شي ، ځکه ایران پر امریکایانو هیڅ باؤ ر نه لري او غواړي ، له دې لارې قطعي نتیجې او تر یوه حده ئې اجرا کیدا باوري شي.
د موضوع اهمیّت داسې دی چې قالیباف د مرکچي ټیم د مشر په توګه پخپله دوحې ته تللی څو د قطر له امیر سره په خبرواترو کې دغه موضوع تعقیب کړي.
یوې خبرې سرچینې تسنیم خبری آژانس ته وئیلي دي چې په دغه سفر کې تر یوه حده پرمختګ شوی او په وړاندې یو شمیر ګامونه پورته شوي دي.