May 05, 2024 12:27 Asia/Kabul
  • ختیځ اتحاد څرنګه د امریکا نظم له چیلنج سره مخامخ کوي؟

پارس ټوډې ـ د امریکا فارن افیرز مجلې په دوو مقالو کښې د روسیې، د چین ، د ایران او د شمالي کوریا د اتحادیې د څرنګوالي او د پایلو په هکله غور کړی.

فارن افیرز مجلي په دغو دوو مقالو کښې دې ته په اشارې سره چې روسیه، ایران ، چین او شمالي کوریا هیوادونه امریکا د خپل نفوذ د حوزې د پراخیدا په لاره کښې اصلي خنډ ګڼي زیاته کړه د روسیې ، د چین ، د ایران او د شمالي کوریا اتحاد د نوي نړیوال نظم د رامینځته کولو هڅه کوي.

د امریکا فارن افیرز مجلې په دغو دوو مقالو کښې په دې خبرې سره چې روسیه ، ایران ، چین او شمالي کوریا په خپلو اړونده سیمو کښې د واشنګټن د شتون د کمولو غوښتونکي دي وویل د ایران ، د چین ، د شمالي کوریا او د  روسیې چورلیز د موجود نظام د له مینځه وړلو لپاره د ځای ناستي نړیوال نظام لپاره کوټلي پروګرام ته اړتیا نلري.

دغه مجلې په دغو دوو مقالو کښې د امریکا د اوسني نظم له اصلي اصولو سره د دغو څلورو هیوادونو ګډ مخالفت او د بدلون د رامینځته کولو لپاره د هغوې اراده د ایران د چین د روسیې او د شمالي کوریا د اقدام لپاره قدرتمن بنسټ وباله.

په دغو دوو مقالو کښې دغه راز د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې سټراټيژیکې ملګرتیا ته اشاره شوي ده او ویل شوي دي  له ایران  سره د روسیې په اړیکو کښې ورته خوځندوالی شته.

ایران او روسیه  هغه څه چې د امریکا د ولسمشر جوبایډ حکومت یې بي ساري دفاعي مشارکت ګڼي رامینځته کړی دی چې ګډ پوځي وسونه پیاوړي کړي.

د پرمختللیو الوتکو او د بې پایلوټه الوتکو، هوايي دفاعي سیسټم ، اطلاعاتو، څارنې ، د جاسوسۍ د عملیاتو او د اینټرنیټي وسونو په زمینه کښې د معلوماتو تبادله له دغه مشارکت سره مرسته کوي چې د امریکا یا د اسرائیلو د احتمالي تخریبي او د پوځي عملیاتو په وړاندې اغیز شیندونکي غبرګونونه وښيي.

فارن افیرز مجلې په دغو دوو مقالو کښې دغه راز په ډالر کرنسۍ باندې د ایران ، د روسیې ، د چین او د شمالي کوریا د اړوندوالي د کمولو لپاره د دغو هیوادونو هڅې ته په اشارې سره وویل د ختیځ چورلیز د امریکا د اجرايي اقداماتو له لاسرسي څخه د خپلو اقتصادي مبادلاتو په ایستلو سره د لویدیځ د بایکاټونه کارندوالی کمزوری کوي.

د امریکا دغه مجله په پاې کښې په شانګهايي ملګرتیا موسسې او بریکس ډلې کښې د ایران غړیتوب ته اشاره وکړه او جوته یې کړه  چین او روسیې په دغو دوو موسسو کښې د ایران د غړیتوب لپاره تهران ته په بلنې ورکولو سره له لویدیځ سره په اړیکو کښې د انډول د رامینځته کولو په لور  حرکت وکړ.

 

ټیګونه