Apr 27, 2024 14:26 Asia/Kabul
  • اسرائیل؛ د امریکا سرکښه پروژه

پارس تودی- له ۷۰ لسیزې را په دې خوا امریکا تل د اسرائیل د جعلي رژیم یو تر ټولو ستر ملاتړ پاته شوې ده.

هر کال امریکا په خپله بودیجه کې په لسګونه میلیارد ډالر د اسرائیل د رژیم د پیاوړې کولو لپاره په نظر کې نیسي. په هره بیه چي وشي له اسرائیل نیواکګر رژیم څخه د امریکا د پټو سترګو ملاتړ کومه حیرانوونکې خبره نه ده. لیکن په لوېدیځه اسیا کې د یوې  سیمه ایزې جګړې په درشل کې هغه هم د حکومتونو او مقاومتي ډلو په ګډون سره، امریکا باید له ځانه دا پوښتنه وکړي چي د یوه یرغلګر او په وسلو سمبال رژیم سره، چي خپله یې رامینځ ته کړې ده، څه باید وکړي؟

داسي رژیم چي اخر پای د امریکا ګټې به له ګواښ سره مخامخ کړي. هغه څه چي د امریکا بشردوستانه په ادعاګانو کې خندوونکې ده، دا ده چي له یوې خوا دولت د فلسطینیانو په وژلو او زخمي کولو کې شریک دی او له بلې خوا بیا د هوا له لارې د بشري مرستو په لېږدولو سره کوښښ کوي د هغوي په زخمونو پلستر واچوي.

امریکا په خپل ډیپلماټیکه مخینه کې له نیواکګرو او ډیکټاټورانو څخه ملاتړ کړی دی لیکن هغه څه چي په روانو نښتو کې د امریکا د دریځ په هکله عجیبه ښکاري، له اسرائیل سره د هغه د ځانګړې اړیکو دوام دی.  همهغه شان چي نوام چامسکي اشاره کوي، اسرائیل په لوېدیځه اسیا کې د عربي ناسیونالیزم راتلونکې له مینځه یوړه او امریکا لپاره په سیمه کې د موجوده زیرمو د لوټولو په یوه وسیله بدله شوې ده.

اسرائیل د خپلې حملې لپاره هیڅ یو انساني حد او حدود نه لري او امریکا هم دومره زړه وړتیا نه لري چي په عامه اسرائیل رژیم ته منفي ځواب ورکړي او د جنګي جنایاتو په خاطر یې ورټي.

د اسرائیل او امریکا تر مینځ روانې چارې ښودنه کوي چي څرنګه امریکا په یوه شر رامینځ ته کوونکی رژیم باندې بدل شوی دی چي حتی که وغواړي هم د دغه شر مخنیوی کولای نه شي.

په لوېدیځه اسیا کې د یوازنی ډیموکراسي په توګه له اسرائیل نه د لوېدیځوالو یادونه یوه خندوونکې مساله ده، په داسي حال چي د نړۍ په سویه له ټولو سپین سترګي او بې رحمه نیواکګر رژیم دی چي ریښې یې د فلسطینیانو د ټاټوبې په لاندې کولو او د فلسطیني ولس په له مینځه وړلو کې نغښتې دي.

د نړیوالو حقوقو اسټندردونه یوازې د هیلې تر حده پورې دي چي نړیوالې ټولنې سره، مرسته کوي څو د سم او ناسم، حق او باطل په اړه خبرې وکړي، لیکن کله چي د اسرائیل خبره وي نو بیا ټولو مشرانو له همهغه لومړیو نه حق تر پښو لاندې کوي، دا ځلې هم د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش چي د اسرائیل له خوا د بشري حقوقو د نقضونې په هکله خبرې وکړې د ملګرو ملتونو او اسرائیل تر مینځ ټنشن زیات شو.

دا ښودنه کوي چي د ملګرو ملتونو اداره د اسرائیل د رژیم په څېر په رژیمونو چي د تاریخ په اوږدو کې سولې ته ژمن نه دي پاته شوي، زیات نفوذ نه لري. د نړیوالو ټولنو بې وسې د صهیونیست رژیم د جنایاتو د دوام لامل شوی دی په داسي ډول چي په وروستیو میاشتو کې د دې خونړي رژیم بریدونه د ۳۴ زره فلسطیني وګړو د شهادت لامل شوی چي اکثره یې ښځې او ماشومان دي.